د هانګ کانګ په لوړپوړو ودانیو کې د پراخې اور لګېدنې له امله ۱۳ تنه مړه شوي

رویټرز د هانک کانګ د وانګ فوک کورټ سیمې په لوړو استوګنیزو ودانیو کې د پراخې اورلګېدنې له امله د ۱۳ کسانو د مړینې او د ګڼو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. د سیمې د اور وژنې ادارې مسوولینو ویلي، په ودانیو کې د یو شمېر بندو پاتې کسانو د ژغورلو عملیات دوام لري.
