د طالبانو سفیر د قرغیزستان سفیر ته د افغان قرغیزیانو د ملاتړ ډاډ ورکړی

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د قرغیزستان له سفیر قلیچ بیګ سلطان سره لیدلي اوپر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو یې خبرې کړې دي. د طالبانو سفیر خپل قرغیزي سیال ته د پامیر په واخان کې د افغان قرغیز لږه کیو په اړه د شویو اقداماتو په تړاو معلومات ور کړي دي.