رحمتالله نبیل: که د خامنهيي وژل کېدل دقیق وي نو دا به په سیمه کې یو ستراتیژیک بدلون وي

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رييس رحمتالله نبیل وايي، که چېرې د ایران د مذهبي مشر علي خامنهيي وژل کېدل دقیق وي، نو دا په سیمه کې یو ستراتیژیک بدلون کېدای شي او په باور یې، د هغه د ځای ناستي ټاکل به هم ننګونکې چاره وي.
رحمتالله نبیل په دې تړوا وزیاته کړې، دا چې د ایران دولتي جوړښت علي خامنهيي پورې تړلی دی، نو د ایران د واکونو بېلانس به بدل شي او د سیمې په امنیتي وضعیت کې به نوې ناڅرګندتیاوې هم رامنځته شي.
