• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناسا: د «کریو-۱۳» ماموریت به د سپټمبر په منځ کې نړیوال فضایي تمځای ته ولېږدول شي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۴۸ GMT+۱

د امریکا فضایي ادارې ناسا اعلان کړی، چې د سپېس‌اېکس «کریو-۱۳» ماموریت به د سپټمبر له منځنۍ مودې وروسته نړیوال فضایي تمځای ته ولېږدول شي، څو د علمي څېړنو او ټکنالوژۍ ازموینو له لارې د انسانانو راتلونکي سفرونه سپوږمۍ او مریخ ته چمتو کړي.

ناسا ویلي چې د «کریو-۱۳» ماموریت به د سپېس‌اېکس په مرسته ترسره شي او په کې به د درې بېلابېلو فضایي ادارو څلور ستورمزلي ګډون ولري.

د دې ماموریت مشري به د ناسا ستورمزله جسیکا واټکینز کوي او لوک ډېلني به د ماموریت د پيلوټ په توګه ورسره مل وي. همدارنګه د کاناډا د فضایي ادارې ستورمزلې جوشوا کټریک او د روسیې ستورمزلی سرګي تېتریاتنیکوف به د ماموریت د متخصصینو په توګه برخه واخلي.

د ناسا د معلوماتو له مخې، دا ماموریت د سوداګریزې عملې د پروګرام په چوکاټ کې نړیوال فضایي تمځای ته د سپېس‌اېکس دیارلسم منظم بدلون (روټېشن) دی. ټاکل شوې وه چې دا ماموریت په نومبر کې ترسره شي، خو اوس د ماموریتونو د چټکتیا لپاره مخکې راوړل شوی دی.

ناسا وایي، د دې ماموریت اصلي موخه علمي څېړنې او د نوو ټکنالوژیو ازموینه ده، څو انسانان د سپوږمۍ او مریخ راتلونکو ماموریتونو ته چمتو کړي او د ځمکې پر ژوند هم ګټور اغېز ولري.

د راپور له مخې، دا د جسیکا واټکینز دویم فضایي سفر دی، چې تر دې وړاندې یې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۷۰ ورځې په فضا کې تېرې کړې وې. خو د لوک ډېلني، جوشوا کټریک او سرګي تېتریاتنیکوف لپاره دا لومړنی فضایي ماموریت دی.

ناسا زیاتوي چې نړیوال فضایي تمځای له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د انسانانو د دوامدار حضور شاهد دی، چې د علمي پرمختګونو او هغو څېړنو لپاره زمینه برابروي چې پر ځمکه ترسره کول یې ممکن نه دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

طالبانو له پاکستاني چارواکو د لادرکه شویو او بندي افغانانو د وضعیت په اړه معلومات غوښتي

•
•
•

نور کیسې

خاورې پورې تړلي ژوي یو پر پنځمه برخه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د سویس او امریکا د چاپېریالي بنسټونو ګډه څېړنه ښيي چې خاورو پورې تړلي د ژوو یو پر پنځمه برخه د ورکېدو له خطر سره مخ دي. د دغو بنسټونو په وینا، د انسانانو د خوړو ۹۵ سلنه برخه په خاوره پورې تړلې ده او د خاورې د ژوو تدریجي له منځه تګ کولای جدي ګواښ رامنځته کړي.

په سویس کې د طبیعت د ساتنې نړیواله اتحادیه او په امریکا کې د نړیوالې ساتنې سازمان په ګډه څېړنه کې موندلې چې سالمه خاوره نه یوازې د انسانانو د خوړو ۹۵ سلنه برابروي، بلکې کولای شي تر ۲۷ سلنه پورې کاربن هم ذخیره کړي، څو د نړۍ تودوخه تر دوو سانتي‌ګرادو کمه وساتل شي.

سره له دې اهمیت، ډېر هغه ژوندي موجودات چې د خاورې روغتیا ساتي، اوس له خطر سره مخ دي.

زموږ د پښو لاندې ځمکه له ژوند څخه ډکه ده. یوازې په یوه موټی خاوره کې میلیاردونه بکتریاوې، لسګونه ډوله فنګسونه، زرګونه کوچني موجودات او د ځمکې چینجي ژوند کوي.

نیل کاکس، چې د دې څېړنې لیکوال او ساینسپوه دی، وایي چې د خاورې کیمیاوي بدلونونه، لکه د کرنیزو کیمیاوي موادو کارول، د دې وضعیت اصلي لاملونه دي.

هغه ویلي: «خاوره نږدې د انسان د ژوند له هر اساسي اړخ ملاتړ کوي، خو موږ د هغو زرګونو موجوداتو په اړه ډېر لږ معلومات لرو چې دا خاوره سالمه ساتي.»

خاوره د ژوو له پلوه تر ټولو بډایه استوګنځای دی او نږدې ۶۰ سلنه ټول ژوي پکې ژوند کوي.

سره له دې، علمي پام زیاتره هغو موجوداتو ته اوړي چې په سترګو لیدل کېږي، خو فنګسونه او بکتریاوې چې د خاورې په حاصلخېز ساتلو کې مهم رول لري، تر ډېره ناپېژندلي پاتې دي.

نیل کاکس وایي: «تاسې کولای شئ یو موږک ووینئ او تعقیب یې کړئ، خو د فنګسونو او بې‌مهره موجوداتو په اړه، په یوه موټی خاوره کې له میلیونونو موجوداتو سره مخ یاست، چې ډېری یې لا هم نوم نه لري.»

د دې ساینسپوه په باور، د دې موضوع له پامه غورځول دروند لګښت لري، او که بېړني ګامونه پورته نه شي، د خاورې د ژوو د تنوع له منځه تګ به د نړۍ کرنیز سیستمونه له ستونزو سره مخ کړي او اقلیمي بې‌ثباتي به چټکه کړي.

څېړنه ټینګار کوي چې د دې وضعیت بدلون د کرنې د طریقو له بدلون څخه پیلېږي. د څېړونکو په وینا، که د مېوو ونې، د لرګیو ونې او د خاورې پیاوړې کوونکي بوټي له کرنیزو حاصلاتو سره یو ځای وکرل شي، د ځمکې حاصلخېزي به زیاته او د خاورې زړښت به کم شي.

د دې څېړنې لیکوالان وایي چې د خاورې له ژوو سره باید هماغسې چلند وشي لکه له نورو ژوو سره، لکه پړانګان او فیلان.

سعودي د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د ښځو د ونډې له مخې نړۍ کې لومړی مقام وګاټه

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۱

د امریکا د سټنفورډ پوهنتون د «مصنوعي ځيرکتيا شاخص ۲۰۲۶» کلنی راپور ښيي چې سعودي عربستان د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د ښځو د ۳۲سلنې ونډې په لرلو سره د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړی دی. تر دې وروسته اسټرالیا د ۳۰ سلنې او کاناډا د ۲۹ سلنې ونډې سره په دویم او درېیم ځای کې راغلي دي.

خو دا راپور ښيي چې مصنوعي ځيرکتيا تر ډېره د نارینه‌وو تر واک لاندې ډګر دی. د معلوماتو له مخې، په ټولو هېوادونو کې د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ څرګند توپیر شته. په دې مانا چې په هر ځای کې نارینه د دې برخې د لیکوالانو او اختراع کوونکو ډېره برخه جوړوي، او د ښځو ونډه کمه ده.

د سټنفورډ پوهنتون د مصنوعي ځيرکتيا شاخص په بېلګه کې برازیل، سویلي کوریا او جاپان یاد شوي، چېرې چې له ۸۰ سلنې ډېر کارکوونکي په دې برخه کې نارینه دي. سره له دې، سعودي عربستان د نړۍ لومړنی هېواد دی چې په کې ښځې د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې تر ټولو لوړه ونډه لري.

د سټنفورډ پوهنتون راپور دا هم ښيي چې تر اوسه هېڅ هېواد په دې برخه کې د جنسیتي برابرۍ کچې ته نه دی رسېدلی. ان په ډېرو هېوادونو کې د ۲۰۱۰او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ واټن نږدې هماغسې پاتې شوی دی.

د ښځو د پراخ ګډون تر څنګ، سعودي عربستان په ځینو تخصصي برخو کې هم مخکښ ښکاري. دا هېواد د مصنوعي ځيرکتيا د امنیت، محرمیت او کوډېنګ په برخه کې د ۱۵ سلنې ونډې سره د مخکښو هېوادونو په ډله کې راغلی دی.

د بشري ځواک د جذب له پلوه هم سعودي عربستان له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې په ۲۰۲۵ کال کې یې ډېر شمېر کارکوونکي جذب کړي دي.

همداراز، د ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو ترمنځ د ۵ میلیارده ډالرو یو تړون سعودي عربستان کې د مصنوعي ځيرکتيا د بنسټیزو جوړښتونو د پراختیا لپاره اعلان شوی دی. د دې ګام موخه په هېواد کې د دې ټکنالوژۍ د کارونې چټکتیا او په نړیواله کچه د هغې د رول پراخول ښودل شوي دي.

تمه ده چې دا پانګونه به د مصنوعي ځيرکتيا په نړیواله سیالۍ کې د سعودي عربستان دریځ لا پیاوړی کړي.

سعودي عربستان لومړی عربي هېواد شو چې د «ارتمیس» نړیوال فضایي پروګرام برخه ګرځي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۱

د سعودي عربستان فضایې ادارې اعلان کړی، چې د دغه هېواد «شمس» سپوږمکۍ د «ارتمیس ۲» ماموریت په چوکاټ کې په بریالیتوب سره فضا ته توغول شوې او له هغې سره لومړنۍ اړیکه هم ټینګه شوې ده. له دې سره سعودي لومړی عربي هېواد شو چې د ناسا په مشرۍ په نړیوال فضایي پروګرام «ارتمیس» کې برخه اخلي

«ارتمیس ۲» ماموریت د دې پروګرام دویم پړاو دی، چې د ناسا او نورو همکارو هېوادونو په ګډه ترسره کېږي. د دې ماموریت هدف دا دی، چې له پنځوسو کلونو وروسته بیا انسانان د سپوږمۍ شاوخوا فضا ته ولېږدول شي او د راتلونکو سفرونو لپاره، په ځانګړي ډول مریخ ته د سفر زمینه برابره کړي.

په دې ماموریت کې څلور فضانوردان د «اوریون» په نوم فضايي بېړۍ کې چې د تر ټولو قوي راکټ په وسیله توغول شوې، د سپوږمۍ شاوخوا ګرځېدلي دي. همدارنګه سپوږمکۍ «شمس» هم د دې ماموریت د علمي تجهیزاتو برخه ده.

سپوږمکۍ «شمس» په بیضوي مدار کې د ځمکې له سطحې شاوخوا له ۵۰۰ تر ۷۰ زره کیلومتره لوړوالي کې فعالیت کوي. دا د لمر د فعالیتونو د څارنې او د فضا د هوا د څېړنو لپاره پراخ معلومات برابروي.

د سعودي چارواکي وایي، چې دا لاسته راوړنه د دولت د ملاتړ پایله ده او له ۲۰۳۰ ستراتیژۍ سره سم د یوه سیال اقتصاد د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي

د بې‌سرحده نړۍ حقیقت؛ ایا پولي طبیعي دي که انسانانو جوړې کړي؟

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

کله چې موږ له فضا څخه د سټیلایټ پر مټ ځمکې ته وګورو، یو حیرانوونکی انځور مو مخې ته راځي؛ یوه ښکلې، شنه او نیلي سیاره، داسې لکه یو ژوندی موجود چې ساه اخلي. دا منظره انسان ته د فکر کولو لپاره ژور پیغام هم ورکوي او له دې لوړ او بې‌طرفه لید څخه ځمکه هېڅ سرحدونه نه لري.

نه دیوالونه ښکاري، نه سیم خاردار، نه هغه کرښې چې موږ یې په نقشو کې وینو. نه کوم هېواد له بل څخه جلا ښکاري، نه د بډای او غریب ترمنځ کوم فزیکي توپیر لیدل کېږي. دا ټول هغه مفاهیم دي چې یوازې د انسانانو په ذهنونو او سیاسي جوړښتونو کې انسانانو په خپله جوړ کړي دي.

په حقیقت کې ځمکه یوه واحده سیاره ده؛ د انسانانو ګډ کور. هغه کرښې چې انسانان یې د نړۍ د وېش لپاره کاروي، د طبیعت له خوا نه دي جوړې شوې؛ بلکې د انسانانو له خوا رسم شوې دي. په طبیعي انځور کې نړۍ نه ټوټې - ټوټې ده او نه وېشل شوې.

تصور وکړئ! که یو داسې هوښیار مخلوق چې له ځمکې هېڅ خبر نه لري، له فضا څخه دې سیارې ته وګوري، هغه به هېڅکله ونه وايي چې دا امریکا ده، دا افغانستان دی، دا ایران دی یا دا کوم بل هېواد؛ بلکې هغه به یوازې یو حقیقت وویني: دا د انسانانو ګډ کور دی.

دلته یوه مهمه پوښتنه راپورته کېږي: که طبیعت سرحدونه نه پېژني، نو ولې انسانان پرې جګړې کوي؟

100%

د تاریخ په اوږدو کې زیاتره جګړې، شخړې او سیاسي کړکېچونه د همدې مصنوعي کرښو پر سر رامنځته شوي دي. هغه کرښې چې له فضا څخه نه ښکاري، خو د ځمکې پر مخ یې اغېزې ډېرې دردناکې دي. همدا کرښې دي چې انسانان سره بېلوي، ټولنې وېشي او کله ناکله د زرګونو انسانانو ژوند اخلي.

له فضا څخه د ځمکې دا لید موږ ته یو روښانه حقیقت راښيي؛ طبیعت موږ نه یو وېشلي، بلکې موږ پخپله ځانونه وېشلي دي. سرحدونه د ځمکې په بدن کې نه، بلکې د انسانانو په ذهنونو کې جوړ شوي دي.

که انسانان له دې ذهني محدودیتونو راپورته شي او نړۍ د فضا له ستر لید څخه وویني، نو ډېر اختلافات، سیاسي کرښې او قومي وېشونه به خپل ارزښت له لاسه ورکړي. هغه څه چې پاتې کېږي، یوازې یوه شنه او نیلي سیاره ده؛ یوه ګډه ځمکه او یو ګډ کور دی چې ټول انسانان پکې اوسیږي.

ساینس ښيي چې د انسان د موجودیت تاریخ نږدې ۳۰۰ زره کاله پخوانی دی، خو په دې اوږده موده کې انسانانو د یووالي پر ځای د بېلتون کرښې زیاتې کړې دي. هغه څه چې په پیل کې یوازې د پېژند او نظم لپاره وو، ورو - ورو د جګړو او دښمنیو په وسیله بدل شول. انسانان چې یو وخت د همدې سیارې د بقا لپاره یو ځای ولاړ وو، نن خپله ګډه ځمکه په ټوټو وېشلې ده.

دا حقیقت موږ ته دا درس راکوي چې وېش طبیعي نه دی، بلکې انسانانو جوړ کړی دی. سرحدونه فزیکي نه دي، بلکې فکري دي، چې وروسته موږ په خپله فزیکي کړي دي.

د جګړو او کړکېچونو څخه په دې ډکه نړۍ کې باید په څو پوښتنو فکر وشي؛ که انسانان رښتیا هم د دې سیارې اوسېدونکي وي، نو ولې باید د هغو کرښو لپاره سره ووېشل شي چې په اصل کې وجود نه لري؟ او ولې باید هغه څه موږ جلا کړي چې طبیعت هېڅکله نه دي جلا کړي؟

نو اړتیا دا ده چې انسانیت له جغرافیې پورته شي، له قوم، نژاد او سیاست څخه وړاندې فکر وکړي او د دې ګډ کور د یووالي احساس بیا ژوندی کړي.

ځکه په دې سیاره کې انسانان ټول شریکان دي، نه سیالان.

د ناسا ستورمزلي نن د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته ورسېدل

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د ناسا د ارتېمیز۲ ماموریت څلور ستورمزلي د دوشنبې په سهار د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته داخل شول. هغوی به ډیر زر د سپوږمۍ تپ او لرې اړخ ته لاړ شي او د تاریخ تر ټولو لرې تللي انسانان به شي.

ستورمزلو ریډ ویسمن، ویکتور ګلوور، کریسټینا کوچ او کاناډایي جیرمي هنسن خپل دغه ماموریت تېره اونۍ د امریکا له فلوریډا څخه پیل کړی و.

هغوی به د دوشنبې په ورځ د شپږمې ورځې لپاره تر ماښام پورې د ماموریت تر ټولو لوړې فاصلې ته ورسیږي، چې شاوخوا ۲۵۲,۷۵۷ ميله ده.

د سپوږمۍ د جاذبې په سیمه کې د سپوږمۍ ځواک د کپسول پر حرکت محسوسېږي.

د سپوږمۍ جاذبه د ځمکې د جاذبې شاوخوا ۱/۶ برخه ده. په دې سیمه کې د سپوږمۍ کشش ستورمزلو او کپسول ته اجازه ورکوي چې په نیمه وزن حرکت وکړي.

دا ځانګړې جاذبه ستورمزلو ته د سپوږمۍ شاوخوا حرکت او د تیاره اړخ د څیړلو موقع برابروي.

دا سفر شاوخوا شپږ ساعته دوام کوي او ستورمزلي به د اوریون کړکۍ له لارې د سپوږمۍ ځانګړې، یا د تپې برخې انځورونه واخلي.

دغه ستورمزلي به د سپوږمۍ په شاوخوا کې۱۰ورځنی سفر بشپړوي.