چينايي شرکت په ګوادر کې د خرو قصاب خانه تړلې

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې یوه چینايي شرکت د خرو قصاب خانه تړلې او وایي چې د تګلارو خنډونه، اداري بېباوري او دوامدارې کاري ستونزې یې د فعالیت د درولو اصلي لاملونه دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې یوه چینايي شرکت د خرو قصاب خانه تړلې او وایي چې د تګلارو خنډونه، اداري بېباوري او دوامدارې کاري ستونزې یې د فعالیت د درولو اصلي لاملونه دي.
د شرکت په رسمي خبرپاڼه کې راغلي چې اوسني خنډونه یوازې تخنیکي نه دي، بلکې «د ادارې بېباوري او د سیستم دننه ستونزو» له امله کاروبار پر مخ وړل ستونزمن شوي دي.
یاد شرکت په ګوادر کې د خرو د قصابخانې فابریکه چلوله، چې په کې سلګونو کارګرانو کار کاوه. د فابریکې له تړل کېدو سره د دغو کارګرانو د دندو برخلیک هم له نامعلوم وضعیت سره مخ شوی دی.
شرکت ټینګار کړی چې د مقرراتو او د خوړو د خوندیتوب اصولو ته ژمن دی، خو اوسنی کاري چاپېریال د دوام وړ نه دی.
ګوادر د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي دهلېز (CPEC) مهمه برخه بلل کېږي، چې چین هڅه کوي له همدې لارې خپلې سوداګریزې او ترانزیټي پروژې پراخې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې د بشري حقونو وکیلې ایمان مزاري او د هغې مېړه وکیل هادي علي چټهه سمدستي او بې له شرطه خوشې کړي او د هغوی پر ضد صادرې شوې سزاوې لغوه کړي.
یاد سازمان په یوه لیک کې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته یې استولی، له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د جزایي عدلي نظام ناوړه کارول، په ځانګړي ډول د سایبري جرمونو قوانینو تطبیق، د بشري حقونو د مدافعانو پر ضد ودروي.
د اسلاماباد یوې ناحیوي محکمې د روان کال د جنورۍ په ۲۴مه ایمان مزاري او هادي علي چټهه هر یو په لس لس کاله بند محکوم کړي وو. دواړه اوس مهال د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بنديان دي.
دغه دواړه وکیلان د «پیکا» قانون لاندې د سایبري تروریزم او د ناسمو معلوماتو د خپرولو په تور نیول شوي. دوی په ایکس کې د بلوڅ او پښتون فعالانو ملاتړ کړی او د پاکستان پر پالیسیو یې نیوکې کړې وې.
د بښنې نړیوال سازمان وایي چې په پاکستان کې د پیکا قانون په پراخه توګه د سولهییزو نیوکو د جرم ګڼلو لپاره کارول کېږي، چې دا چاره د دغه هېواد له نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو سره په ټکر کې ده.
دغه سازمان همدارنګه زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د سانسور، څارنې او انټرنیټي بندیزونو کچه لوړه شوې، چې په ځانګړي ډول خبریالان او د بشري حقونو فعالان یې هدف ګرځولي دي.
د امریکا هوايي ځواک د «نورتروپ ګرومن سېسټمز» شرکت ته د اېف–۱۶ جنګي الوتکو د رادارونو د اوږدمهاله انجنيرۍ او تخنیکي ملاتړ لپاره د ۴۸۸ میلیونه ډالرو قرارداد ورکړی، چې د پاکستان په ګډون د ځینو شریکو هېوادونو د الوتکو د ملاتړ پروګرام هم پکې شامل دی.
په دې قرارداد کې د اېف–۱۶ الوتکو د APG-66 او APG-68 رادار سیسټمونو تخنیکي ملاتړ شامل دی.
دا پرمختګ وروسته له هغه شوی چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې کانګرس ته د پاکستان د اېف–۱۶ الوتکو د ملاتړ او عصري کولو لپاره د ۶۸۶ میلیونه ډالرو وړاندیز وړاندې کړی و.
په دغه وړاندیز کې د الوتکو د معلوماتي او برېښنايي سیستمونو پرمختګ، د پېژندنې وسایل، خوندي اړیکې، روزنه او لوژستیکي ملاتړ شامل وو.
د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې ویلي وو چې د دې پروګرام لپاره به اضافي امریکایي پرسونل پاکستان ته نه استول کېږي او دا به د امریکا پر دفاعي چمتووالي اغېز ونه لري.
دغه پروګرام د اېف–۱۶ الوتکو د خدمت مودې تر ۲۰۴۰ کال پورې د غځولو او د هغوی د عملیاتي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مهم بلل شوی دی، چې پاکستان هم د دغو تخنیکي بدلونونو د منلو او پلي کولو وړتیا ښودلې ده.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ناپېژاندو وسلهوالو د ډزو او یوې ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پنجګور ولسوالۍ اړوند په بونستان او پروم سیمو کې د جمعې په ورځ ناپېژاندو وسلهوالو پر دوو کسانو ډزې کړې دي، چې دواړو د سختو ټپونو له امله مړه شوي.
په ورته وخت کې د مستونګ ولسوالۍ په دشت سیمه کې هم پر درېیو موټر سایکل سپرو کسانو ډزې شوي، چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
بلخوا د قلات ولسوالۍ په خیل کلي کې وسلهوالو پر یو ځوان ډزې کړي او هغه یې وژلی دی. د وژل شوي ځوان کورنۍ د کوټې او کراچۍ لویه لاره د احتجاج په توګه تړلې او پرلت یې وهلی دی.
همداراز د ډېره بګټي ولسوالۍ په سوي رنګ سړک کې د ټرافیکي پېښې له امله یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شکنجې پر ضد کمېټې په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ویستنې، ځورونې او ناوړه چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلاماباده یې غوښتي چې د ۲۰۲۳ کال د «ناقانونه بهرنیانو د ستنولو پلان» دې یا لغوه کړي او یا هم ژوره بیاکتنه پرې وکړي.
یادې کمېټې د پاکستان ترڅنګ د ایټالیا، ګابون او تاجکستان په اړه خپل وروستۍ موندنې خپرې کړې او ویلي یې دي چې د دغو هېوادونو د شکنجې ضد کنوانسیون د پلي کېدو وضعیت یې په وروستۍ غونډه کې ارزولی دی.
د راپور له مخې، کمېټې پر پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې اقداماتو په اړه ژورې اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۳ کال د پلان له مخې د افغان اتباعو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ډلهییز اخراج د پناه غوښتنې او نهشړنې د نړیوالو اصولو له بشپړې انفرادي ارزونې پرته ترسره شوی دی.
کمېټې ویلي چې له افغان کډوالو سره، حتا له راجستر شویو کسانو سره، د فشار او زور د کارولو جدي ادعاوې ثبت شوې دي. په دې کې ځورونه، وېرهاچونه، د شړلو ګواښونه، د پولیسو ناوړه چلند، باجاخیستنه، چاپې او خپلسري نیونې شاملې دي.
په راپور کې راغلي چې دغه تګلارې افغانان له دې جدي خطر سره مخ کوي چې بېرته افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له شکنجې، ناوړه چلند یا نورو جدي سرغړونو سره مخ شي.
کمېټې له پاکستانه غوښتي چې یا خو دا پلان لغوه کړي او یا یې له سره په ژوره توګه وڅېړي، د پولیسو د ناوړه چلند قضیې تحقیق کړي او مسول کسان عدلي او انضباطي تعقیب ته وسپاري.
په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، مدني فعالانو، وکیلانو، سیاسي مخالفانو او لاریونوالو پر وړاندې د شکنجې او ناوړه چلند د پېښو د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د راپور له مخې، په دغو مواردو کې وېرهاچونه، ګواښونه، زور زیاتی، خپلسري نیونې، جبري ورکېدنې، له محاکمې پرته وژنې او سیاسي انګېزه لرونکې قضایي دوسیې شاملې دي، حتا په ځینو مواردو کې پوځي محاکمې هم کارول شوې دي.
کمېټې له پاکستانه غوښتي چې د ټولو ادعا شویو سرغړونو په اړه بشپړې څېړنې وکړي، عاملان محاکمه کړي او قربانیانو ته موثر حقوقي او مالي جبران برابر کړي.
دغه کمېټې د پخواني لومړي وزیر عمران خان، د هغه د مېرمنې بشرا بي بي، او نورو سیاسي او مدني فعالانو لکه ادریس خټک، علي وزیر او مهرنګ بلوڅ د قضیو په اړه ځانګړې اندېښنه هم ښودلې ده.
هغې سپارښتنه کړې چې د هغو کسانو وضعیت دې بیا وکتل شي چې د سیاسي یا مدني فعالیتونو له امله بندیان شوي، او ډاډ دې ترلاسه شي چې په توقیف کې ورته د روغتیايي پاملرنې مناسب لاسرسی شته.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه، د پاکستان په ایبټاباد کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې اسامه بنلادن وواژه. د الـ.قاعده شبکې بنسټګر طالبانو ته هم ډېر نږدې وو او ویل کېږي، ملا محمد عمر د خپلې ډلې د لومړۍ دورې واکمني هم له بن لادن څخه قربان کړه.
یادې استخباراتي ادارې ویلي، چې د القاعده پر بنسټګر برید د پاکستان پر وخت ۰۰:۳۰ بجې پيل شو او بنلادن د درېیم پوړ په یوه خونه کې په نهو دقیقو کې وموندل شو.
سيایاې په یوې تازه اعلامیه کې زیاته کړې، چې دغه عملیات د امریکا د هغه مهال د ولسمشر له لوري د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په ۲۹مه منظور شوي وو او د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره د یوه کوچني ځانګړي ټیم له لوري ترسره شول. د دغې ادارې په وینا، یوه چورلکه سقوط شوه، خو عملیاتو له ځنډ پرته دوام وموند، د بنلادن جسد لومړي پوړ ته یووړل شو او د څو خپلواکو لارو په وسیله یې هویت تایید کړای شو.
د مالوماتو له مخې، د القاعد د بنسټګر مړی د کارل وینسن الوتکوړونکې بېړۍ د شمالي عربي سمندر اوبو ته وغورځول شو. د امریکا د مرکزي استخباراتو په وینا، د اسامه بن لادن له کور څخه یې د ارزونې لپاره ډېر مواد ترلاسه کړي وو.
یادې ادارې ویلي، د پاکستان په اېبټاباد کې د اسامه کور مرکزي ودانۍ غیرمعمولي امنیتي ځانګړتیاوې لرلې؛ له اغزن سیم سره لوړ دېوالونه، دوهګوني دروازې، تورې ښیښې، ښکاره ټېليفوني/انټرنېتي تارونه یې نه لرل او کثافات یې سوځول کېدل. د کور ثبت شويو مالکانو څرګند عاید نهدرلود او همدغو نښو، له کلونو څارنې او د «کنیه» له لارې د کوریر د هویت له موندلو سره یوځای، د بنلادن د پټنځای ارزونه پیاوړې کړې وه.
یادې ادارې زیاته کړې، چې تر عملیاتو مخکې د اسامه د استوګنې کور ته ورته ځای امریکایي ځواکونو ته جوړ کړای شوی وو او هغو پهکې خپل تمرینونه ترسره کړي وو.
سيایاې وایي، د القاعده شبکې د بنسټګر له کوره راټول شوي اسناد او ډیجیټلي مواد څرګندوي چې بنلادن تر وروستیو شېبو د القاعده په ستراتیژیکو او عملیاتي لارښوونو کې فعال رول درلود.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې دا عملیات د القاعده د ماتولو په برخه کې مهمه بریا وبلله او ویې ویل، چې د استخباراتي ټولنو نږدې همغږیو او د پوځ له ملګرتیا سره یاد عملیات بریالي شوي دي. د القاعده شبکې دې بنسټګر له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې او د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته په افغانستان کې اوسېده.
ویل کېږي واشنګټن د طالبانو له بنسټګر ملا محمد عمر څخه غوښتي وو، چې هغه ور وسپاري، خو نه یې وه منلې. ویل کېږي پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته اسامه بن لادن د ننګرهار د تورې بورې له لارې پاکستان ته لاړ او د امریکا له سترګو پټ څو کاله هلته پاتې شو. د نوموړي تر وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې فعالیت هم د پام وړ کمزوری شو.
د راپورونو له مخې، اوس هم په افغانستان کې د القاعده شبکې مرکزونه شته او طالبان له دغې ډلې سره ځانګړې خواخوږي لري. د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال د کابل په شیرپور کې د امریکا له لوري د القاعده شبکې دویم مشر ایمن الظواهري هم په یو هوایي برید کې ووژل شو.