په دویمه ماده کې راغلي، چې که د باجوړ او مهمندو څخه پر کونړ ډزې کېږي مسوولیت به یې د پاکستان د حکومت پر غاړه وي او که د کونړ له خوا پر باجوړ او مهمندو ډزې کېږی نو مسوول به یې طالبان وي.
په درېیمه ماده کې راغلي، چې دواړه لوري به بې ځایه شوې کورنۍ په خپلو سیمو کې بیرته ځای پر ځای کوي او د جګړې په صورت کې به طالبان او پاکستاني ځواکونه د عامو خلکو کورونه نه په نښه کوي.
په څلورمه ماده کې ویل شوي، چې هر نظام د خپل داخلي امنیت مسوول دی، چې دا د پاکستان د امنیتي وضعیت په تړاو د طالبانو رسمي دریځ هم دی.
په پنځمه ماده کې راغلي، چې که له دې پرېکړې هرې خوا تېری وکړ هغه پړ او ملامت دی.
په دې تړون کې لیکل شوي، چې هرې درې میاشتې وروسته به دا جرګه ناسته کوي او د تړون عملي کېدل به ارزوي.
همدراز په تړون کې لیکل شوي، چې د طالبانو او پاکستان په اجازه نن دوشنبه، د غويي پر ۱۴مه د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ ناواپاس سیمه کې د کونړ او باجوړ قومي مشرانو ناسته کړې او دا پرېکړه یې کړې ده.
طالبانو او پاکستان دې تړون ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو اړوندو رسنیو په کونړ کې پر ډیورنډ کرښه د اوربند خبر ور کړی دی.
له دې وړاندې د وري پر ۲۴مه، د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه وشوه.
له دغو تړونونو ظاهرا داسې ښکاري، چې پاکستان او طالبان په تدریج پر ډیورنډ کرښه شته ستونزې د قومونو او قومي جرګو له لارې اواروي او یوه برخه مسوولیتونه قومونو او قبایلو ته لیږدوي.