له انزوا تر تعامل؛ بروکسل د طالبانو لپاره څه معنا لري؟

بروکسل ته د طالبانو د پنځه کسیز پلاوي سفر، که څه هم په ظاهره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د تخنیکي خبرو لپاره ترسره شوی، خو سیاسي او ډېپلوماتیک اهمیت یې تر دې موضوع ډېر پراخ دی.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

بروکسل ته د طالبانو د پنځه کسیز پلاوي سفر، که څه هم په ظاهره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د تخنیکي خبرو لپاره ترسره شوی، خو سیاسي او ډېپلوماتیک اهمیت یې تر دې موضوع ډېر پراخ دی.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو حکومت لا هم د نړۍ د هېڅ اروپايي هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو بیا هم د اروپايي ټولنې په مرکز کې له اروپايي چارواکو سره مخامخ خبرې کوي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، نړیوالې ټولنې د دوی له حکومت سره د محدود تعامل او رسمي نه پېژندنې سیاست غوره کړ. د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار محدودیتونو، د بشري حقونو په اړه اندېښنو او د ټولشموله حکومت د نشتوالي له امله لوېدیځو هېوادونو له طالبانو سره سیاسي واټن وساته. خو د تېرو پنځو کلونو تجربې وښودله چې د افغانستان په څېر هېواد په بشپړه توګه منزوي ساتل عملي نه دي.
نن اروپا له یوې بلې ستونزې سره مخ ده؛ د کډوالۍ او امنیت موضوع. د اروپايي ټولنې ډېری غړي هېوادونه غواړي هغه افغانان بېرته افغانستان ته واستوي چې د پناه غوښتنې دوسیې یې رد شوې دي یا په کوربه هېوادونو کې د جرمونو په ترسره کولو تورن دي. خو د دې کار لپاره د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره همغږي او اړیکې اړینې دي. همدا اړتیا د بروکسل د غونډې اصلي محرک ښکاري.
اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې دا ډول لیدنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري، خو په نړیوال سیاست کې د رسمیت پېژندنې او تعامل ترمنځ تل روښانه کرښه نه وي. ډېری وختونه حکومتونه له هغو لورو سره هم اړیکې ساتي چې په رسمي توګه یې نه مني. له همدې امله، د بروکسل غونډه د سیاسي مشروعیت د ترلاسه کولو په معنا نه ده، خو د طالبانو لپاره د ډېپلوماتیکې انزوا د کمېدو یوه مهمه نښه ګڼل کېدای شي.
د طالبانو لپاره د دې غونډې ارزښت په دې کې دی چې د اروپايي ټولنې په مرکز کې د دوی حضور ددې ډلې د چلندونو له عادي کېدو سره مرسته کوي. طالبانو له کلونو راهیسې هڅه کړې چې خپله نړیواله انزوا کمه کړي، خو ددې لپاره یې هغه لږترلږه شرایط نه هم دي پوره کړي، چې نړیواله ټولنه یې غوښتنه کوي.
له بلې خوا، اروپا هم له یوه سیاسي تناقض سره مخ ده. اروپايي هېوادونه د طالبانو د بشري حقونو پر ریکارډ نیوکې کوي، خو په عین وخت کې د کډوالو او بشري مرستو په څېر موضوعاتو کې ورسره مستقیم تماسونه ساتي. دا وضعیت ښيي چې عملي اړتیاوې کله ناکله د سیاسي دریځونو پر پرتله متفاوت څه شي.
د بروکسل غونډه ښايي د طالبانو او اروپا د اړیکو په سیاست کې لوی بدلون رانه ولي، خو دا څرګندوي چې د دواړو لورو ترمنځ اړیکې د بشپړې انزوا له مرحلې څخه د محدود تعامل، یا ددوی په وینا، تخنیکي همکاریو مرحلې ته اوښتې دي. که دا تماسونه دوام ومومي، کېدای شي په راتلونکو کلونو کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو نوی چوکاټ هم رامنځته شي.
ایا اروپا د تعامل کرښه پراخوي؟
ځینې اروپايي سیاستوال او د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې له طالبانو سره د تماسونو زیاتوالی ښايي د دې ډلې د نړیوال مشروعیت د پیاوړتیا لامل شي.
د اروپايي پارلمان غړې، هانا نویمن، د طالبانو د پلاوي سفر سخت غندلی او ویلي یې دي چې طالبانو تر اوسه د اروپايي ټولنې هېڅ یو شرط نه دی پوره کړی. د هغې په وینا، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه، عامه سزاګانې او د بشري حقونو سرغړونې دوام لري او په داسې شرایطو کې باید پر طالبانو فشار زیات شي، نه دا چې هغوی ته د سیاسي لاسرسي فرصتونه برابر شي.
نویمن او د اروپا د پارلمان یو شمېر نورو غړو په یوه پرانېستي لیک کې خبرداری ورکړی چې هره ویزه، هره بلنه او هر رسمي ملاقات سیاسي پیغام لري او طالبان کولای شي دا ډول تماسونه د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره وکاروي.
دغه اندېښنې یوازې د بروکسل تر غونډې محدودې نه دي. په همدې ورځو کې راپورونه خپاره شول چې جرمني د استانبول له پټو خبرو وروسته د طالبانو څلور نوي ډیپلوماټان منلي او په دې سره به په جرمني کې د طالبانو د استازو شمېر شپږو تنو ته ورسېږي. که څه هم برلین ټینګار کوي چې دا ګام د افغان کډوالو د اخراج او قونسلي چارو د تنظیم لپاره اخیستل شوی، خو منتقدان یې د طالبانو او اروپا ترمنځ د تعامل د پراخېدو یوه بله نښه بولي.
له بلې خوا، اروپايي کمېسیون ټینګار کوي چې له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي کچه دي او د رسمیت پېژندنې معنا نه لري. د کمېسیون ویاند، مارکس لامېرټ، ویلي چې دغه تماسونه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په غوښتنه ترسره کېږي او تمرکز یې پر هغو افغانانو دی چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.
خو پوښتنه دا ده چې ایا د "تخنیکي تعامل" او "سیاسي مشروعیت" ترمنځ کرښه دومره روښانه پاتېدای شي؟ د طالبانو منتقدان باور لري چې هر څومره چې دا ډول تماسونه زیاتېږي، په هماغه اندازه د طالبانو نړیواله انزوا کمزورې کېږي. برعکس، اروپايي حکومتونه استدلال کوي چې د کډوالۍ، امنیت او بشري مرستو په څېر موضوعاتو کې له واکمنو چارواکو سره اړیکه یو عملي ضرورت دی.
همدا تناقض د بروکسل د غونډې اصلي اهمیت څرګندوي. طالبان لا هم د اروپا له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي، خو د بروکسل خبرې، د کابل مخکینۍ ناسته او د جرمني له خوا د طالبانو د ډېپلوماټانو منل ښيي چې د بشپړې انزوا پخوانۍ تګلاره ورو ورو د محدود تعامل پر لور بدلېږي. دا به لا معلومه نه وي چې دغه تعامل به کله د سیاسي رسمیت بڼه خپله کړي، خو څرګنده ده چې د طالبانو د نړیوالې انزوا په دیوال کې نوې درزونه راپیدا شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د شکنجې، ځورونې او بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطر سره مخ دی. هغه له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر مهال د هرې قضیې جلا ارزونه وکړي او یوازې د طالبانو پر تضمینونو تکیه ونه کړي. دا دریځ ښيي چې د کډوالو د اخراج موضوع لا هم له جدي حقوقي او بشري ننګونو سره مخ ده، حتا که اروپا له طالبانو سره د تعامل لاره پراخوي هم.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند د جون د میاشتې په نولسمه نېټه ادعا کړې ده چې د هغوی بې پیلوټه الوتکو په بلوچستان او پښتونخوا کې د داعـ.ش په پټ ځایونو بریدونه کړي دي.د بریدونو هدف د بلوچستان د قلعه عبدالله ګلستان، د چاغي ګردی ځنګل او د پښتونخوا د اورکزۍ ولسوالۍ قمبرخېل سیمه ګڼل شوي.
دا وړومبی ځل نه دی چې طالبانو په پاکستان باندې د داعش ته د پټ ځایونو د ورکولو تور پورې کړی دی. هغوی په وار وار ویلي دي چې په افغانستان کې د ماتې خوړلو نه وروسته د داعش د رهبرۍ هستې پاکستان ته کډه کړې ده او له هغه ځایه په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو پلانونه جوړوي.
طالبان دا هم وايي چې د پاکستان حکومت له داعش سره د افغانستان پر ضد د ورانکارۍ په عملیاتو کې مرسته کوي. البته دا وړومبی ځل دی چې د طالبانو امارت په بلوچستان او پښتونخوا کې د داعش پر ضد د خپلو ترسره کړو عملیاتو رسمي اعلان کوي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د طالبانو د امارت د دفاع وزارت د ویاند هغه ادعاوې رد کړې دي چې هغه په بلوچستان او پښتونخوا کې د داعش په پټ ځایونو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه کړې وې. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په پاکستان کې د داعش د پټ ځایونو شتون هم رد کړی دی.
بلې خوا ته پاکستان د تېرو څو کلونو راهیسې د طالبانو په امارت د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) سره په پاکستان کې د ترسره کېدونکو بریدونو کې د مرستې کولو تورونه پورې کوي، او په دې تورونو سربېره یې په وار وار په افغانستان کې پوځي بریدونه هم کړي دي.
د افغانستان طالبان هم دغه تورونه ردوي. د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون په سلګونو ملکي افغانان مړه او ژوبل شوي دي. د دغو بریدونو له جملې څخه د اوسني کال د مارچ د میاشتې په شپږویشتمه نېټه په کابل کې د مخدره موادو د معتادو افرادو د تداوۍ په نوم روغتون باندې برید د یادونې وړ دی، ځکه چې په هغه برید کې سلګونو ناروغانو ژوندونه بایللي وو. د پاکستان الوتکو وروستي بریدونه د جون د میاشتې په لسمه نېټه د افغانستان په درې ولایتونو خوست، پکتیکا او کونړ کې کړي وو، چې د طالبانو د امارت د اعلان سره سم یوولس ماشومان، یوه ښځه او یو بوډا سړی پکې مړه شوي وو. د دې خبرې احتمال شته چې په بلوچستان او پښتونخوا کې د طالبانو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د پاکستان د پورته ذکر شوي د لسم جون د بریدونو په ځواب کې شوي وي.
اوس که راشو د ترهګریز ښامار د سر او د لکۍ د لټې په لور، نو دا خبره په زغرده کولای شو چې پاکستان او طالبان دواړه نه یوازې د ترهګرۍ په خورولو کې لاس لري، بلکې په دې سربېره دواړو په ګډه د څو لسیزو راهیسې ترهګري ساتلې او پاللې هم ده. طالبان د القاعده، د آی ایم یو، ای ټي آی ایم او د پاکستان یو شمېر نورو ترهګریزو ملګرو سره یو ځای څو لسیزې په پاکستان کې مېشت وو او پاکستان د هغوی کوربه توب او مربی توب دنده په غاړه اخیستې وه. اوس هم په دې خبره باور کول ګران دي چې دوی دواړه په رښتیا له یو بل سره مخالف شوي دي او رښتیا هم له یو بل سره په جنګ کولو کې جدي دي، ځکه چې ځمکني واقعیتونه دا خبره ردوي.
د مثال په توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) جوړښت په ۲۰۰۷ کې پاکستاني استخباراتو او طالبانو په ګډه رامنځته کړی و. پاکستان د دغه سازمان په جوړولو کې دوه موخې لرلې: لومړۍ موخه یې د افغان طالبانو لپاره د ډیورنډ کرښې سره جوختو سیمو کې کوربه برابرول وو، چې له کرښې بلې غاړې ته په جګړه کې له هغوی سره مرسته وکړي او په دغه جګړه کې د پاکستان د دولت رول د ټي ټي پي تر پردې لاندې پټ پاتې شي. د پاکستاني استخباراتو دوهمه موخه د ټي ټي پي د وسله والو په وسیله د ډیورنډ کرښې په ختیځ کې د پښتنو د ملي ګرا نهضت مخه نیول وو، ځکه چې د پاکستان جنرال واکي دغه نهضت خپل اصلي دښمن ګڼي. نو ټي ټي پي له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۸ پورې د پښتنو د ملي ګرا ګوند عوامي نیشنل ګوند له زرو څخه زیات کدرونه او مشران ووژل، چې په دوی کې د پارلمان غړي هم شامل وو. همدارنګه د ټي ټي پي هر غړی د دغه سازمان له جوړښت څخه د افغان طالبانو په سازمان کې د یوه امیر او ایډیولوژۍ لاندې غړیتوب درلود، او د ټي ټي پي له جوړښت وروسته هم د دغه سازمان هر امیر د افغانستان د طالبانو له امیر څخه بیعت کوي او د هغوی د ایډیولوژۍ د تایید ژمنه کوي. نو د دغو واقعیتونو په اساس دا ویل بې ځایه نه دي چې ټي ټي پي د پاکستان او د افغان طالبانو ګډ سازمان دی. دغه ظاهري شخړه د ولس د غولولو لپاره د استخباراتي لوبو برخه ده.
په اخره کې به راشو داعش ته، چې په دې سیمه کې نوی ترهګریز لوبغاړی دی.
داعش د طالبانو د مربیانو په لاس کې د فشار اله ده چې که طالبان د هغوی امرونه په سمه توګه نه عملي کوي نو بیا داعش طالبان ګواښي. په پاکستان کې د داعش د موجودیت ډېرې نښې نښانې شته. څو کاله وړاندې چې پد افغانستان په ختیځ کې داعش تر اوږدې مودې پورې د جمهوریت د وخت افغان اردو او افغان طالبانو دواړو سره سخته جګړه کوله، نو هغه د پاکستان څخه د وسلو، خوراکي موادو او بشري قواوو له اکمالاتو پرته ممکنه نه وه. د هغه وخت خپرېدونکو خبرونو دا خبره هم روښانه کړې وه چې د داعش ډېری غړي د پښتونخوا د قبایلي سیمو اوسېدونکي وو.
په پاکستان کې د داعش د موجودیت دوهم ثبوت دا دی چې په تېرو دوو کلونو کې پاکستان د داعش د مشرتابه غړي په پاکستان کې دننه توقیف کړي او امریکا ته یې سپارلي دي، لکه څنګه چې د خپل ځان د سپینولو لپاره له یولسم سپتمبر وروسته د القاعده لوړ رتبه غړي توقیفول او امریکا ته به یې سپارل. نو هماغه په اصطلاح لویه لوبه ده، چې ګټه یې د پاکستان جنرال واکي او په افغانستان کې د طالبانو امارت ته رسیږي او وینه پکې د بې ګناه او غریب افغان/پښتون تویېږي.
د مقاومت جبهې دوو جګپوړو غړو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ایران دغه جبهه له طالبانو سره له جګړې منع کړې. دغو سرچینو د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تهران د ملي مقاومت جبهې ته ویلي: «پر طالبانو ډز زموږ پر لور د ډزو په معنا دی».
تهران دغه راز په ایران کې مېشت د ملي مقاومت جبهې غړي تر فشار لاندې راوستي دي. ایران پر هغو پخوانیو افغان پوځیانو هم محدودیتونه لګولي چې په ایران کې ژوند کوي.
دا لومړی ځل دی، چې تهران په زغرده د طالبانو له وسله والو مخالفانو نه ددې ډلې خلاف د بریدونو پرېښودو غوښتنه کوي.
د افغانستان په لنډ تاریخ کې هېڅ وسلهوال جریان یوازې په کوردننه حضور نه دی متکي شوی.
د تېرو څلورو لسیزو تجربې ښيي چې افغان وسله والې ډلې ډېری د سیمې د هېوادونو له ملاتړه برخمنې پاتې شوې دي. له مجاهدینو او متحدې جبهې نیولې، تر طالبانو پورې، د افغانستان ډېری جنګیالۍ ډلې د خپل پایښت لپاره د سیمې د یوه یا څو هېوادونو له مستقیم یا غیر مستقیم ملاتړه برخمنې وې.
خو داسې ښکاري چې د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته، د سیمې د هېوادونو په سیاستونو کې یو تدریجي بدلون راغلی دی. دشنونکو په باور، د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د طالبانو پر ضد یو نسبي سیمهییز محور موجود و، خو نن د سیمې ډېر لوبغاړي د طالبانو د نسکورولو پر ځای، د افغانستان د بېثباتۍ د مهارولو او د موجود وضعیت د مدیریت په لټه کې ښکاري.
که دا ارزونه سمه وي، نو یوه مهمه پوښتنه داده، چې که ایران د طالبانو پر مخالفانو کړۍ تنګه کړي او تاجکستان هم د روسیې او منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو د تعاملي سیاست تر اغېز لاندې محتاط دریځ وغځوي، نو د طالبانو د مخالفو جبهو لپاره به چاپیریال څه ډول بڼه خپلوي؟
ایا پاکستان به د دې تشې د ډکولو هڅه وکړي او که د چین ستراتیژیکې اندېښنې او د سیمې د قدرتونو د ثبات غوښتنې تګلارې به د هر ډول نوې جبهې د راټوکېدو مخه ونیسي؟
ایران او طالبان د ۱۹۹۰یمو کلونو په وروستیو کې د جګړې تر درشل رسېدلي وو. د مزار شریف پېښه، د ایراني ډیپلوماتانو وژل او د متحدې جبهې پراخ ملاتړ، تهران د طالبانو د سرسخته مخالف په توګه مطرح کړی و. خو له ۲۰۲۱ کال وروسته، د سیمې امنیتي او جیوسیاسي چاپېریال بدل شوی دی. ایران، چې د امریکا له بریدونو او په منځني ختیځ کې له څو اړخیزو فشارونو سره مخ دی، د افغانستان په پولو کې د یوې نوې جبهې د پرانیستلو ګټه نه ویني.
د امریکا او اسراییل د بریدونو په پایله کې رامنځته شویو فشارونو، د سوریې او لبنان تحولاتو او له خلیجي هېوادونو سره د اړیکو ترینګلتیا تهران دې ته اړ کړی چې د خپلو ختیزو سرحدونو امنیت ته لومړیتوب ورکړي.
«پر طالبانو ډز زموږ پر لور ډز» پیغام له ایران ضد وسله والو ډلو د تهران اندېښنو ته هم اشاره ده، چې له طالبانو سره د کړکېچ په صورت کې د دغه هېواد پولې ناامنه کولی شي.
د تاجکستان محتاطانه دریځ
تاجکستان د طالبانو د واکمنۍ له بیا ټینګښت وروسته، ددې ډلې په تړاو خورا محتاطانه دریځ خپل کړی.
دوشنبې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او وخت ناوخت د سرحدي ناامنۍ او د وسله والو ډلو د حضور په اړه اندېښنې څرګندوي.د تاجکستان احتیاط د طالبانو له ایډیالوژیکې څېرې ډېر د یوې متقابلې سناریو له امله دی.
د دوشنبې له نظره، که د طالبانو پر ضد وسلهوال مقاومت بیا فعال شي، دا به یوازې د طالبانو او د هغوی د مخالفانوترمنځ محدود پاتې نه شي. طالبان هم ګڼ داسې کارتونه په لاس کې لري، چې د دوشنبې پرضد یې کارولی شي. په دې توګه د افغانستان جغرافیا یو ځل بیا د منځنۍ اسیا پر لور د بېلابېلو افراطي ډلو، داعش خراسان، القاعدې او نورو وسله والو شبکو د ټوپ اچونې په تختې بدلېدای شي. له همدې امله، دوشنبه، سره له دې چې لا هم پر طالبانو ژوره بېباوري لري، د بشپړ تقابل پالیسي د ځان په ګڼه نه بولي.
پر دې سربېره، روسیه، چې پخوا یې طالبانو ته د امنیتي ګواښ په سترګه کتل، نن هغوی خپل متحدان او د منځنۍ اسیا د ثبات د یوې برخې په توګه ارزوي. ازبکستان او قزاقستان له طالبانو سره د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په لټه کې دي. ترکمنستان انرژۍ او ټاپي پروژې ته لومړیتوب ورکوي او حتا هند، چې پخوا یې د طالبانو له مخالفو ډلو سره نږدې اړیکې لرلې، له کابل سره د محدود تعامل سیاست غوره کړی دی.
په دې توګه، هغه سیمهییز چاپېریال چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې د متحدې جبهې د خلاص مټ فعالیت لپاره زمینه برابره کړې وه، دمګړۍ نه ترسترګو کیږي.
ایا پاکستان وروستی پناه ځای دی؟
که ایران خپله خاوره د طالبانو پر مخالفو ډلو تنګه کړي او تاجکستان هم خپل اوسنی سیاست جاري وساتي، نو پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان به د دې تشې د ډکولو هڅه وکړي؟
د کابل او اسلاماباد اړیکې له ۲۰۲۱ کال وروسته په تدریجي ډول ترینګلې شوې دي. د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونو، پر ډیورنډ کرښه نښتو، پر کابل هوايي بریدونو، د افغان کډوالو ایستلو او متقابلو تورونو د دواړو لوریو ترمنځ بېباوري ژوره کړې ده.
پاکستان مخکې هم د طالبانو له مخالفو څېرو سره لیدنې کړې دي. په تېرو څو کلونو کې د مقاومت جبهې او نورو سیاسي جریانونو یو شمېر غړو اسلاماباد ته سفرونه کړي او د پاکستان له پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره یې لیدلي دي.
له همدې امله، دا احتمال له پامه نه شي غورځېدلی چې پاکستان د فشار د یوې وسیلې په توګه د طالبانو مخالفو ډلو ته محدود سیاسي یا لوژستیکي امکانات برابر کړي.
خو دې ته هم باید ډېره خوشبیني ونه ښودل شي، ځکه اسلاماباد په ورته وخت کې نه غواړي چې له افغان لوري د تحریک طالبان پاکستان ګواښ لا زیات شي یا طالبان بیخي له صحنې ووځي. پاکستان ښايي هڅه وکړي چې د طالبانو مخالفان د نفوذ او فشار کارت په توګه وکاروي.
پر دې سربېره، د پاکستان په پوځي مشرتابه کې هر تغییر د افغانستان په تړاو ددغه هېواد په سیاستونو کې د تغییر لامل ګرځي او دا تضمین نشته، چې که د پوځ مشر بدلیږي، یا سیاسي تحولات راځي، د طالبانو پر وړاندې به د اسلام اباد پالیسي نه بدلیږي. دا د پاکستان او طالبانو تېرو اړیکو ته په پام تر ټولو مهم ټکی دی، ځکه طالبان له پاکستان سره په اړیکو کې تر ټولو ستر خنډ د پاکستان د پوځ اوسنی مشر بولي.
ظاهرا د ګلګت-بلتستان او د افغانستان د بدخشان ترمنځ پراته غرني مسیرونه د طالبانو د مخالفانو د احتمالي تحرکاتو لپاره یو انتخاب ګڼل کېدای شي. پاکستاني شنونکي هم دا اړخ ډېر تبلیغوي، خو په عمل کې دا سیمه د پراخو او منظمو عملیاتو لپاره مناسب شرایط نه لري. سخت اقلیم، د اکمالاتو ستونزې، محدود نفوس او پېچلې جغرافیا، د طالبانو خلاف د دوامدارې جګړې وړتیا کموي.
تر دې مهمه، دا سیمه د چین د ستراتیژیکو ګټو په ساحه کې راځي.
بیجینګ واخان دهلېز خوندي غواړي او د سنکیانګ امنیت د خپل ملي امنیت نه جلا کېدونکې برخه ګڼي. بیجنګ له اوږدې مودې راهیسې وېره لري چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نور اویغوري وسلهوال به، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د استوګنې اوږده تجربه لري او د قراقرم له لوړو او ژورو سره روږدي دي، د افغانستان او سیمې له ناامنۍ څخه د بیا تنظیم او بسیج لپاره ګټه پورته کړي.
له همدې امله، چین نه غواړي چې له افغانستان سره په پولو کې یې نوې بې ثباتۍ پیدا شي.
د ځینو شنونکو له نظره، چې د چین او پاکستان اړیکې له نږدې څاري، اسلام اباد د بیجنګ اندېښنې له پامه نه شي غورځولی. د چین-پاکستان اقتصادي دهلېزد بیجینګ ستره اقتصادي پروژه ده او چین به دا خطر ونه زغملی شي، چې د ګلګت-بلتستان، واخان او بدخشان په محور، یا هم بلوچستان کې داسې تحرکات رامنځته شي چې د سنکیانګ امنیت او سیپیک پروژه وګواښي.
حتا که پاکستان له دې ټولو سره د طالبانو مخالفو ډلو ته د ځای ورکولو تصمیم ونیسي، د چین ستراتیژیک نفوذ به یې د حدودو په ټاکلو کې بې اغیزې نه وي.
په دې منځ کې یو مهم ټکی دا هم دی، چې د طالبانو مخالفانو تراوسه ځان د بدیل په توګه نه دی ثابت کړی او له همدې امله د سیمې هېوادونه د طالبانو د بدیل د تقویې پرځای، له کابل سره د تعامل او وضعیت د کنټرول په لټه کې دي.
د طالبانو مخالفې جبهې نن د ۱۹۹۰مو کلونو په پرتله له یوه ستونزمن وضعیت سره مخ دي. حتا که پاکستان د فشار د یوې وسیلې په توګه محدود رول ولوبوي، د چین، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو سیمه ییزې ګټې او اندېښنې د طالبانو د مخالفانو د فعالیتونو د چټکېدو فضا تر بل هر وخت تنګوي.
سره له دې چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پر ضد پراخ پوځي عملیات کړي، خو لا هم لسګونه منع شوې وسلهوالې ډلې فعالې دي او خپل جوړښتونه یې ساتلي دي. که څه هم د دغو ډلو ډېری مرکزونه په پنجاب کې دي، خو د تاوتریخوالي تر ټولو دروند بار بیا پښتونخوا او قبایلي سیمې زغمي.
دا وضعیت دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا دا یوازې جغرافیایي تصادف دی، که امنیتي تګلارې ؟
په پاکستان کې د منع شویو سازمانونو شتون د افغان جهاد په جریان کې هغه وخت څرګند شو چې پاکستان پخپله د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره دا سازمانونه روزل او هر ډول ملاتړ یې ورته برابراوه.
د سړې جګړې په جریان کې، متحده ایالاتو د روسیې پر وړاندې د افغانستان له خاورې څخه یوه لویه جګړه وکړه، چې په بشپړه توګه د پاکستان په خاوره کې پلان شوې وه او د ځینو عربي هیوادونو له خوا یې مالي ملاتړ کیده.
د افغان جهاد له پای ته رسیدو وروسته، په ۲۰۰۰مو کلونو کې پر پاکستان پراخ تورونه وو، چې ځینې افراطي ډلې پالي او ملاتړ یې کوي او دا سازمانونه د هند او افغانستان د حکومتونو پر وړاندې فعال دي.
د پاکستان د ملي ترهګرۍ ضد ادارې (NCTA) په وینا په دغه هیواد کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ کال کې افراطي سازمانونه منع شول او په لومړي پړاو کې، له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۲ پورې اته سازمانونه منع شول. په دې توګه، دا بندیزونه د وخت په تیریدو سره دوام لري.
اوس مهال، د NCTCA د ریکارډونو له مخې، ۸۲ داسې سازمانونه شته چې د پاکستان حکومت له هرډول سیاسي او نظامي فعالیت نه منع کړي دي، خو ډېرې داسې ډلې شته، چې نومونه یې بدل کړي او تر نوي نامه لاندې یې سیاسي فعالیتونه پیل کړي دي.
په خیبر پښتونخوا کې وسله والې ډلې
خیبر پښتونخوا او پخوانۍ قبایلي سیمې د پاکستان د امنیتي منظرې هغه برخه ده چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو مرکز پاتې شوې دي. دلته د افغان مجاهدینو، طالبانو او په ورته وخت کې د پاکستاني وسله والو د څو مهمو ډلو حضور نه یوازې امنیتي وضعیت اغېزمن کړی، بلکې د وضعیت تحلیل یې هم پیچلی کړی دی.
دلته په خیبر پښتونخوا کې فعالو وسله والو ډلو ته یوه ځغلنده کتنه شوې ده.
۱- تحریک طالبان پاکستان
دا سازمان په ۲۰۰۷ کال کې تاسیس شو. دا د پاکستان د دولت پر وړاندې فعاله تر ټولو لویه منع شوې ډله ګڼل کیږي او ادعا کوي چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې وسله وال غړي لري.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د دوی د جنګیالیو شمیر شاوخوا ۶۰۰۰ اټکل شوی، مګر د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د دوی د جنګیالیو شمیر ډیر لوړ دی. ټي ټي پي په وروستیو کلونو کې په خپل تنظیم کې ډیری بدلونونه راوستي او ټول هیواد یې په مختلفو زونونو ویشلی دی، په داسې حال کې چې د دوی د هرې سیمې لپاره سیوري واليان هم ټاکل شوي دي. په تیرو وختونو کې، ټي ټي پي د پاکستان په ټولو لویو ښارونو، راولپنډۍ، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، ګلګت بلتستان او پیښور کې لوی بریدونه کړي دي، مګر د دې ډلې د ډیری بریدونو تمرکز پر پښتونخوا و.
د دوی بریدونه له کلونو راهیسې په پښتونخوا کې روان دي. دا ډله په قبایلي ولسوالیو او د پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې تر ټولو پیاوړې ده.
د جی ایچ کیو برید، د پېښور د اردو عامه ښوونځي، د باچا خان پوهنتون، د استخباراتي ادارو مرکزونه او بې شمیره نورې داسې لویې پیښې د ټي ټي پي په غاړه دي. د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د وروستي تاو تریخوالي مرکزي محور د ټي ټي پي بریدونه دي، چې دا مهال د پاکستان د دولت لپاره ترټولو لوی سر درد دی.
ټي ټي پي ادعا کوي چې د دوی په سازمان کې شاوخوا اتیا کوچني او لوی سازمانونه شامل دي.
۲- اتحاد المجاهدین پاکستان (IMP)
اتحاد المجاهدین پاکستان د دریو وسله والو ډلو اتحاد دی چې په دې وروستیو کې جوړ شوی.
په دې ډله کې ترټولو لویه ډله د حافظ ګل بهادر ده. دا اتحاد د شمالي وزیرستان د طالبانو قوماندان حافظ ګل بهادر له خوا رهبري کیږي، چې په تیرو وختونو کې د پاکستان د دولتي ادارو متحد ګڼل کیده. نورې دوه ډلې چې د دې اتحاد برخه دي لشکر اسلام او انقلاب اسلامي پاکستان دي.
لشکر اسلام د خیبر ولسوالۍ څخه یوه وسله واله ډله ده، چې ډیری یې په همدې ولسوالۍ کې بریدونه کړي دي، پداسې حال کې چې انقلاب اسلامي پاکستان د یوې نوې ډلې په توګه راڅرګند شوی، چې باور کیږي د القاعدې د برصغیر یوه فرعي ډله ده، خو د دې ډلې په اړه ډیر څه نه دي په ډاګه شوي.
په وروستیو کلونو کې، چې ډیری کوچنۍ ډلې له ټي ټي پي سره یوځای شوې، حافظ ګل بهادر هم هڅه وکړه چې د ټي ټي پي په پرتله لویه ډله جوړه کړي. د حافظ ګل بهادر ډلې د بریدونو تمرکز تل شمالي وزیرستان او د هغې سره نږدې قبایلي ولسوالۍ وې، ځکه خپله ګل بهادر د شمالي وزیر مداخېل وزیر دی او په خپله قبیله کې پراخ نفوذ لري.
دې ډلې په شمالي وزیرستان، بنو، لکی مروت او نورو سیمو کې د ځانمرګو بریدونو په ګډون ډیر لوی بریدونه کړي دي.
۳- جماعت الاحرار
جماعت الاحرار د مهمند طالبانو یوه ډله ګڼل کیږي. کله چې په ۲۰۰۷ کال کې تحریک طالبان پاکستان رامنځته شو، د دې ډلې قوماندان عبدالولي عرف عمر خالد خراساني د تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شو. دا ډله د الاحرار الهند په نوم هم فعاله وه. کله چې په ۲۰۰۱ کال کې حکیم الله محسود د ډرون برید کې ووژل شو، د امارت په اړه د تحریک طالبان پاکستان دننه اختلافات رامنځته شول او ډله له تحریک طالبان پاکستان څخه جلا شوه. خو څو کاله وروسته، چې مفتي نور ولي محسود د طالبانو امیر شو، نوموړي هغه ډلې سره یوځای کړې چې له تحریک څخه جلا شوې وې او جماعت الاحرار بیرته له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شو او عمر خالد خراساني ته د مرستیال امیر مقام ورکړل شو. خو په ۲۰۲۲ کال کې، عمر خالد خراساني په افغانستان کې ووژل شو، چې له هغه وروسته جماعت الاحرار دا تاثر ورکړ چې د عمر خالد خراساني په وژنه کې د ټي ټي پي دننه ځینې کسان ښکېل وو، او په دې توګه بیا جدي اختلافات راپورته شول. اوس مهال، دا سازمان په نوم د ټي ټي پي برخه ده، مګر د دوی ترمنځ داخلي اختلافات دومره ژور شوي چې ډیری څارونکي په دې باور دي چې دوی نشي کولی بیا سره یوځای شي.
ویل کیږي چې جماعت الاحرار د ټي ټي پي دننه لویه وسله واله ډله ګڼل کیږي. دې ډلې په تیرو وختونو کې په پاکستان کې هم لوی بریدونه کړي دي، حتا د یو جلا سازمان په توګه، چې د واګه پولې، لاهور او د پولیسو لاین او پیښور بریدونه یې یادېدای شي.
دا ډله ادعا کوي چې د پښتونخوا په ډیری ښارونو کې سازمانونه لري. جماعت الاحرار په مهمند ولسوالۍ کې ډیری بریدونه کړي دي او د هغې نفوذ دلته هم احساس کیږي، مګر په پیښور او خیبر ولسوالیو کې یې هم څو بریدونه کړي دي.
۴- داعش خراسان
په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې، چې اسلامي دولت یا داعش د ابوبکر البغدادي په مشرۍ په عراق او سوریه کې خلافت اعلان کړ، په پاکستان او افغانستان کې ځینو منع شویو سازمانونو هم له دې ډلې سره اړیکې زیاتې کړې. په ۲۰۱۵ کال کې، څو ډلې له ټي ټي پي څخه جلا شوې او په دې توګه اسلامي دولت خراسان رامنځته شو. حافظ سعید خان، چې د ټي ټي پي د اورکزۍ ادارې د هغه وخت امیر و، د خپلو ټولو ملګرو سره د اسلامي دولت خراسان سره یوځای شو او وروسته د داعش خراسان والي وټاکل شو.
په پیل کې، دا سازمان یوازې په افغانستان پورې محدود و، خو اوس یې د ولایت پاکستان په نوم د پاکستان لپاره یوه څانګه هم جوړه کړې ده. اسلامي دولت یو نړیوال افراطي سازمان دی چې په نورو هیوادونو کې هم څانګې لري. له نظري پلوه، دا سازمان سلفي ایډیالوژۍ لري، چې هدف یې د شیعه فرقې خلک په نښه کول دي.
دا سازمان وخت په وخت په افغانستان او همدارنګه په پاکستان کې بریدونه کوي. د بریدونو له پلوه، د دې سازمان اصلي تمرکز په بلوچستان او پښتونخوا کې دی. دې سازمان په بلوچستان کې څو کوچني او لوی بریدونه کړي دي، چې ډیری د شیعه هزاره ټولنې غړي په نښه کوي.
داعش خراسان په پیښور کې د شیعه وو پر جوماتونو بریدونه کړي دي. یو پکې پر امامیه جومات ځانمرګی برید و، چې له پنځوسو څخه ډیر کسان پکې ووژل شول. سربیره پردې، دې ډلې په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام څو غونډې په نښه کړې دي. په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام په غونډه برید وشو، چې پکې د جمعیت شاوخوا پنځوس غړي ووژل شول. په دې توګه، داعش خراسان په باجوړ کې په څو هدفي وژنو کې هم ښکیل دی.
ویل کیږي چې دې سازمان په باجوړ کې یوه قوي شبکه جوړه کړې ده.
په پنجاب کې د منع شویو وسلهوالو ډلو رول
پنجاب د پاکستان تر ټولو زیات نفوس لرونکی او سیاسي-اقتصادي مهم ایالت دی، خو د دې سیمې له نوم سره په تېرو څو لسیزو کې د یو شمېر منع شویو او افراطي ډلو حضور هم تړل شوی دی. که څه هم د دې ډلو فعالیتونه په بېلابېلو برخو کې ثبت شوي، خو د هغوی تنظیمي مرکزونه، فکري مشران او شبکې تر ډېره له همدغه ایالت سره تړاو لري.
دغه ډلې په عمومي ډول د کشمیر جګړې، فرقهییز تاوتریخوالي او سیمهییزو امنیتي کړکېچونو له تاریخي تسلسل سره تړلې دي.
له دغو ډلو څخه یوه مهمه ډله لشکر طیبه ده، چې د افغان جهاد په مهال د سلفي فکر تر اغېز لاندې رامنځته شوه. د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته دې ډلې خپل تمرکز کشمیر ته واړاوه او د هند تر ادارې لاندې سیمو کې یې د وسلهوالو عملیاتو لړۍ پیل کړه. لشکر طیبه د پاکستان له ځینو دولتي حلقو سره د نږدې اړیکو په لرلو تورنه شوې او د هند په خاوره کې د څو لویو بریدونو مسؤوله ګڼل کېږي. د نړیوال فشار له امله د ۲۰۰۱ کال په شاوخوا کې دا ډله په رسمي ډول منع اعلان شوه. د دې ډلې مرکزي جوړښت په پنجاب کې دی، خو په نورو سیمو کې هم خپره شوې شبکه لري.
د پنجاب میشتو ډلو بل مهم نوم لشکر جنګوي دی، چې د فرقهییزو تاوتریخوالو په تاریخ کې له خورا سخت دریځو ډلو ګڼل کېږي.
د دې ډلې اصلي هدف د شیعه مسلمانانو په نښه کول بلل کېږي. که څه هم د دې ډلې مشرتابه تر ډېره له پنجاب څخه و، خو بریدونه یې د پاکستان په ګڼو لویو ښارونو کې شوي دي. د وخت په تېرېدو، کله چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) جوړ شو، لشکر جنګوي ځینې عناصر له دې شبکې سره یوځای شول او د نورو وسلهوالو ډلو سره یې اړیکې پراخې شوې، په دې کې د القاعده له شبکو سره تړاو هم یادېږي.
سپاه صحابه پاکستان هم د همدې فکري او فرقهییز جریان برخه ګڼل کېږي. دا ډله هم د شیعه ټولنې پر ضد د تاوتریخوالي له امله پېژندل کېږي او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې یې څانګې موجودې پاتې شوې دي.
د طالبانو په لومړۍ دوره کې په مزار شریف کې د ایراني ډیپلوماټانو په وژنه کې دې ډلې ته ګوته نیول کېده او ډېر غړي یې د طالبانو په لیکو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې جنګېدل.
که څه هم په پاکستان کې د دولتي بندیزونو او امنیتي فشارونو له امله د دې ډلې پخوانی نفوذ تر ډېره کم شوی، خو د فرقهییزو شبکو په تاریخ کې یې رول د پام وړ پاتې دی.
په همدې لړۍ کې جیش محمد هم راځي، چې په ۲۰۰۰ کال کې یې مولانا مسعود اظهر بنسټ کېښود.
د اظهر نوم کندهار ته له تښتول شوې هندۍ الوتکې سره تړلی یادیږي.
دا ډله په ځانګړي ډول د کشمیر د شخړې په متن کې مطرح شوې او خپل اصلي هدف یې د هند پر ضد وسلهوال مقاومت بلل کېږي. خو ددې ډلې تر کنټرول لاندې لسګونو جنګیالیو په افغانستان کې له ۲۰۰۳ کال مه تر ۲۰۱۳ کال پورې ځانمرګي بریدونه کړي دي.
جیش محمد په کشمیر او د هند تر ادارې لاندې سیمو کې په څو لویو بریدونو تورنه شوې ده. د دې ډلې اصلي مراکز په جنوبي پنجاب کې دي او همدارنګه په پنجاب او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې پراخې شبکې لري. د هند او پاکستان په جګړو کې نوي ډیلي په مکرر ډول ادعا کړې، چې په پاکستان کې یې د لشکر طیبه او جیش محمد ډلو مرکزونه هدف ګرځولي دي.
یو برید د ایبټ اباد په بالاکوټ کې پر تعلیم القران مدرسې و، چې نوي ډیلي له جیش محمد سره تړلې ګڼله.
دغه ډله هم د پاکستان له امنیتي جوړښتونو سره د پیچلو او جنجالي اړیکو له امله په نړیواله کچه تر بحث لاندې پاتې شوې ده.
په مجموع کې، دا ډلې د پاکستان د امنیتي تاریخ یوه پېچلې برخه جوړوي، چې د سیمهییزو جګړو، فرقهییزو اختلافاتو او ستراتیژیکو پالیسیو له اوږدې لړۍ سره تړاو لري.
په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پښتونخوا ترخه تجربه
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته، په پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو یوه نوې او اوږده لړۍ پیل شوه، چې تر اوسه پورې د رسمي او غیر رسمي سرچینو له مخې پکې د وژل شویو کسانو شمېر له ۸۳ زرو اوښتی ګڼل کېږي.
د ۹/۱۱ د پېښو د شلمې کلیزې په مناسبت، د پاکستان د پوځ هغه وخت ویاند مېجر جنرال بابر افتخار ویلي وو چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پر ضد یوه اوږده او یوڅه بریالۍ جګړه کړې، خو په دې موده کې یې له ۸۳ زرو څخه زیاتې قربانۍ ورکړې دي. هغه دا هم ویلي وو چې دې جګړې پاکستان ته شاوخوا ۱۲۶ میلیارده ډالره اقتصادي زیان اړولی دی.
که څه هم دغه شمېرې د ټول هېواد لپاره وړاندې کېږي، خو ګڼې ادعاوې دا دي چې د دغو قربانیو تر ټولو لویه برخه خیبر پښتونخوا ورکړې ده.
د پاکستان د پوځ اوسني ویاند جنرال احمد شریف چوهدري د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې په پېښور کې په یوه خبري غونډه کې د خیبر پښتونخوا خلک د خاورې د «زړورو زامنو» په نوم یاد کړي وو او ویلي یې وو چې پاکستان، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا، له تېرو دوو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ له سختو ستونزو سره مخ دی.
په ۲۰۱۴ کال کې د پېښور د ارمي پبلک سکول له خونړۍ پېښې وروسته د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د «نشنل اېکشن پلان» په نوم یوه هر اړخیزه ۲۰ مادیزه تګلاره جوړه شوه. په دغه پلان کې د کرکې، افراطیت او فرقهییز تعصب پر ضد اقدامات، د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو بندول، د دیني مدرسو ثبت او تنظیم او په قبایلي سیمو کې اداري او پرمختیايي اصلاحات شامل وو.
خو پر دې تګلارې له پیل څخه نیوکې موجودې وې چې په بشپړ ډول عملي نه شوه. همدارنګه د مالي څار او ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي په برخه کې، د «FATF» په نوم نړیوالې ادارې له ۲۰۰۸ کال راهیسې پاکستان د څار په نوملړ کې ساتلی و، چې په ۲۰۲۲ کال کې له خړ نوملړ څخه وایستل شو.
په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ له مهمو پېښو څخه د ۲۰۰۹ کال د پېښور مینه بازار چاودنه یادیږي، چې تر ۱۳۷ کسانو پورې پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شول. همدارنګه په ۲۰۱۳ کال کې د قصه خوانۍ چاودنې، په ۲۰۱۴ کال کې د ارمي پبلک سکول پېښه، په ۲۰۱۶ کال کې د چارسدې باچا خان پوهنتون برید او په ۲۰۲۳ کال کې د پېښور پولیس لاینز برید هغه لویې پېښې دي چې په ولسي ځایونو، تعلیمي ادارو، سیاسي غونډو او جوماتونو کې ترسره شوې.
د سویلي اسیا د ترهګرۍ د څار ادارې (South Asia Terrorism Portal) د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۵ پورې په پاکستان کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې، چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان کې شوې دي. د همدې راپور له مخې، په دغه موده کې یوازې په خیبر پښتونخوا کې د وژنو ۲۵۳۶ پېښې ثبت شوې دي او دغه لړۍ له ۲۰۲۱ کال وروسته بیا چټکه شوې او تر اوسه روانه ده.
په مقابل کې، په همدې موده کې په پنجاب ایالت کې د وژنو شمېر ټیټ، یعنې شاوخوا ۱۹۶ پېښې ثبت شوې دي.
له همدې وضعیت سره، داسې انځور وړاندې کېږي چې خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمې د ترهګرۍ او ناامنۍ تر ټولو سخت بار زغمي، په داسې حال کې چې په پنجاب کې د پراختیايي پروژو لکه موټروې، اورنج ټرېن، مېټرو بس، صنعتي زونونو او تعلیمي اصلاحاتو لړۍ چټکه ده. له بلې خوا، په خیبر پښتونخوا کې محدودې پروژې لکه د سوات ایکسپریس وې، د پېښور BRT، صحت کارډ او ځینې برېښنايي پروژې موجودې دي، خو دا سیمه لا هم د برېښنا کمښت، اقتصادي محدودیتونو او امنیتي ننګونو سره مخ ده.
ولې خیبر پښتونخوا د جګړې اصلي ډګر دی؟
خیبر پښتونخوا او پخوانۍ قبایلي سیمې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې تر ټولو مهم مرکز پاتې شوي دي. که څه هم په پاکستان کې د ګڼو وسلهوالو ډلو تنظیمي، سیاسي او فکري رېښې د هېواد په نورو سیمو، په ځانګړي ډول پنجاب کې موجودې وې، خو د جګړې اصلي ډګر بیا خیبر پښتونخوا وګرځېده. د دې تر شا څو مهم عوامل موجود دي.
د پاکستان افغان پالیسي د سیمې له مهمو او بحثپارونکو بهرنیو او امنیتي تګلارو ګڼل کېږي. د دې پالیسۍ بنسټ تر ډېره د پاکستان له امنیتي، ستراتیژیکو او جیوپولیټیکو سیاستونو سره تړل شوی دی. د وخت په تېرېدو، که څه هم د دې پالیسۍ بڼه بدله شوې، خو اساسي موخې یې تر ډېره ثابتې پاتې شوې دي.
د پاکستان له جوړېدو وروسته، افغانستان او پاکستان تل له پېچلو اړیکو سره مخ وو. د ډیورنډ کرښې موضوع او د پښتونستان مسئله د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف مهم ټکي دي. له همدې امله پاکستان له پیل څخه هڅه کوله چې په افغانستان کې داسې حکومت موجود وي چې د اسلاماباد امنیتي او سیاسي اندېښنې په پام کې ونیسي.
د سړې جګړې پر مهال او په ځانګړي ډول د شوروي اتحاد له یرغل وروسته، پاکستان د امریکا او ځینو عربي هېوادونو په ملاتړ د افغان مجاهدینو اصلي مرکز وګرځېد. د مجاهدینو روزنه، تمویل او تنظیم تر ډېره د پاکستان له خاورې کېده.
د شوروي ځواکونو له وتلو او د کورنیو جګړو له پیل وروسته، پاکستان هڅه وکړه چې په افغانستان کې د خپلې خوښې او نږدې حکومت رامنځته کړي. په ۱۹۹۰مو کلونو کې د طالبانو د راڅرګندېدو پر مهال، پاکستان یو له هغو محدودو هېوادونو و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.
د پاکستان د امنیتي ادارو په ستراتیژیک فکر کې یوه مشهوره نظریه د ستراتیژیک عمق په نوم یادېږي. د دې نظریې له مخې، پاکستان غوښتل په افغانستان کې داسې حکومت موجود وي چې د هند نفوذ محدود کړي او د پاکستان لپاره یو دوستانه چاپېریال رامنځته کړي. منتقدین وایي همدا لیدلوري د افغانستان په کورنیو چارو کې د اوږدمهاله مداخلې لامل شو.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته، پاکستان د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ائتلاف برخه شو او ظاهراً یې د طالبانو پر ضد دریځ خپل کړ. خو په همدې وخت کې پر پاکستان تورونه هم ولګېدل چې د طالبانو ځینې مشران او شبکې لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.
خیبر پښتونخوا له افغانستان سره اوږده او غرنیزه پوله لري چې د ډېرو کلونو لپاره یې اغېزناک کنټرول ستونزمن و. د همدې جغرافیایي جوړښت له امله وسلهوالو ډلو ته د تګ راتګ، پټنځایونو او بیا تنظیم لپاره مناسب فرصتونه برابرېدل. د افغانستان جګړې او په سیمه کې د دوامدارې بېثباتۍ اغېزې هم په مستقیم ډول پر همدې سیمو پرېوتې.
پخوانیو قبایلي سیمو د اوږدې مودې لپاره ځانګړی اداري جوړښت درلود او د هېواد له نورو برخو سره یې د ادارې، قانون او پراختیا په برخه کې توپیر موجود و. د دولت کمزوری حضور، محدودې اقتصادي سرچینې، د زدهکړو ټیټه کچه او د بنسټیزو خدمتونو نشتوالي داسې تشه رامنځته کړه چې وسلهوالو ډلو ترې ګټه واخیسته.
د ترهګرۍ ضد پوځي عملیاتو تمرکز هم تر ډېره په همدې سیمه و، خو د څارونکو په باور، اصلي هدف هغه وسله والې ډلې وې، چې په پاکستان کې یې عملیات کول، خو هغه ډلې نه په نښه کېدې، چې د عملیاتو تمرکز یې پر افغانستان و. ټول ستر عملیات لکه «راه راست او زلزله»، «ضرب عضب» او «ردالفساد» په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې ترسره شول. که څه هم د دغو عملیاتو له لارې ګڼې وسلهوالې شبکې کمزورې شوې، خو په ورته وخت کې پراخې بېځایه کېدنې، اقتصادي زیانونه او ټولنیز تاثیرات هم رامنځته شول.
د نهم او لسم جون تر منځ شپه کې پاکستان یو وار بیا د افغانستان په دریو ولایتونو، خوست، پکتیکا او کونړ کې هوايي بریدونه کړي دي. د پاکستان پوځي منابعو پاکستانی ژورنالستانو ته ویلي دي چې دغه هوايي بریدونه د استخباراتو له خوا په ګوته شويو د ټي ټي پي پر پټنځایونو شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم په یوه رسمي اعلامیه کې ادعا کړې ده چې د پاکستان له خوا په افغانستان کې دغه هدفي بریدونه د مې په نهمه نېټه په بنو کې، د مې د میاشتې په نهمه نېټه په بنو کې په پولیسو پر یوه مرکز برید، د جون په دویمه نېټه په شمالي وزیرستان کې د موټر په وسیله ترسره شوي انتحاري برید، او د جون په نهمه نېټه د پېښور نه بهر د حسن خیلو په موسی دره کې د سرحدي ځواکونو په مرکز شوي وسلهوال برید په ځواب کې شوي دي.
په حکومتي اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ترهګریز مرکزونه هدف ګرځول شوي دي.
د پاکستان د دغو ادعاوو برعکس د طالبانو د امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په ایکس کې په خپله پاڼه لیکلي دي چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان د هوايي حریم په سرغړونې سره په کونړ، خوست او پکتیکا کې د ملکي خلکو پر کورونو بمونه غورځولي دي، چې په دغو بریدونو کې د یوولسو ماشومانو په ګډون یوه ښځه او یو بوډا سړی وژل شوي دي او څوارلس تنه نورې ښځې او ماشومان ټپیان شوي هم دي. ذبیحالله مجاهد پاکستانی برید د انسانانو پر ضد یو جنایت او تعرض بللی دی.
د امریکا غږ د وینا له مخې، د امریکا حکومت هم په افغانستان او پاکستان دواړو غږ کړی دی چې هغوی دې د وسلهوالو بریدونو پر ځای خپلمنځي اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
عجبه خبره دا ده چې د اپرېل په میاشت کې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو نه یوه ورځ وړاندې پاکستان په افغانستان کې دننه هوايي بمباردونه کړي وو او دې ځل یې په استانبول کې د دویم ځل د جون په نهمه نېټه د شويو غیر رسمي خبرو اترو نه څو ساعته وروسته بیا د افغانستان په دریو ولایتونو باندې هوايي بریدونه کړي دي.
داسې ښکاري چې د پاکستان جنرالواکۍ د دوستو هېوادونو تر فشار لاندې د افغانستان سره خبرو اترو ته غاړه کېږدي، ولې بیا په افغانستان بریدونه کوي او د سولهییز مفاهمت فضا له منځه وړي، او هدف یې دا پیغام رسول ښکاري چې پاکستان د افغانستان سره دوه اړخیزو خبرو اترو او مفاهمت ته اړتیا نه لري، بلکې د پوځي قوت له لارې د افغانستان اوسني حکومت ته قناعت ورکول غواړي چې هغه دې د پاکستان اوامر ومني.
پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو په اړه یو څو پوښتنې وجود لري چې پاکستان یې ځواب نه وايي، او هغه دا دي چې پاکستان د خپلو ادعاوو سره سم د ډیورند د کرښې سر تر پایه پاکستاني خار داره تارونه لګولي دي، د څارنې لپاره پوځي پوستې په ټوله کرښه پرتې دي، نو بیا د ټي ټي پي جنګیالي په دومره ګڼ شمېر کې پاکستان ته څنګه داخلیږي؟
او بیا که بالفرض دغه جنګیالي پاکستان ته داخل هم شي نو بیا هغوی د پاکستان د ځواکمن ماشین په موجودیت کې څنګه په بنو، لکي مروت، ټانک، شمالي او جنوبي وزیرستان سیمهییز کنټرول تر لاسه کړی دی؟
ا د پاکستاني طالبانو تحریک دومره قوي شوی دی چې هغه د پښتونخوا ځینې سیمې اشغال کړي دي او اوس هلته د جینکو ښوونځي (سکولونه) الوزوي او هلته د مېشتو خلکو نه باج اخلي؟
دا خبرې په څرګنده توګه ناشونې دي او په حقیقت کې د هغې جګړې برخه ده چې د پښتون او افغان پر ضد د پنځوسو کلونو راهیسې د پاکستان له لوري روانه ده.
د استانبول د غیر رسمي خبرو اترو نه پرته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د چین په نوښت پیل شوې د اورمچي پروسه هم وجود لري، چې د اپرېل د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د چین د سنکیانګ نومې سیمې په مرکز اورمچي کې رامنځته شوې ده.
چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسنۍ جګړې څخه ډېر مشوش دی، علت یې دا دی چې چین دغه جګړه د چین او پاکستان ترمنځ جوړېدونکي تجارتي کوریډور ته، چې چین پکې په ملیاردونو ډالرو پانګونه کړې، یو خطر بولي او بله دا چې چین په افغانستان کې د قیمتي طبیعي منابعو کې هم پانګونه کول غواړي چې د چین صنعتونه ترې ستره ګټه پورته کولی شي.
بله خبره دا ده چې که د ډیورند د کرښې دواړه خواوې بې ثباته شي نو داعش او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک به د دغې بې ثباتۍ نه استفاده وکړي او هغوی به د چین د سنکیانګ نومې سیمې کې د ورانکارۍ لپاره نفوذ وکړي، نو ځکه چین د اورمچي په پروسه کې ډېر دقت کړی دی، او د مذاکراتو او مفاهمت خبره یې یوازې افغانستان او پاکستان ته نه ده ایښې. د اورمچي پروسه درې اړخیزه ده، یعنې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ چین هم د دې پروسې غړی دی، څو د خپل موجودیت په وسیله دواړه اړخونه تیری او ماجراجویۍ ته پرې نه ږدي.
د مې د میاشتې په پای او د جون د میاشتې په سر کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي کابل، اسلاماباد او دوحې ته سفرونه وکړل او په درې واړو پلازمینو کې یې د ټولو مهمو دولتي او غیر دولتي مقاماتو سره صلاحګانې وکړې او په هېڅ صورت کې افغانستان او پاکستان وسلهوالې جګړې ته نه پرېږدي.
خو د پاکستان تازه بمباردونو دا خبره ښکاره کړه چې هغه د هیچا خبرو ته غوږ نه ږدي او غواړي چې د پوځي ځواک په وسیله افغانستان په خپله تحتالحمایه سیمه بدل کړي.
پاکستان دیرش کاله په طالبانو کې پانګونه هم د دې لپاره کړې وه چې په افغانستان باندې یو ضعیف، غیر مشروع او منزوي نظام تحمیل کړي، خو د دغې صحنې بل اړخ دا هم دی چې پاکستان د طالبانو د امارت لاندې افغانستان کې د بمباردونو په وسیله د خپلو ژورو داخلي اقتصادي او سیاسي بحرانونو څخه د خپل ولس پام اړولو لپاره د خپل پوځي ځواک نمایش کوي، خو په اوږده کې به دا کړنلاره په هېڅ وجه ښې پایلې ونه لري.
یویشتمه پېړۍ د اړیکو او معلوماتو د چټک بدلون زمانه ده. نن ورځ انسانان د نړۍ له هر ګوټ سره په څو ثانیو کې اړیکه نیولی شي، خبرونه ترلاسه کولی شي او حتا اقتصادي فعالیتونه د یوې کوچنۍ وسیلې له لارې پر مخ وړي؛ خو ملا هبت الله پر دولتي کارکوونکو د ځیرکو موبایلونو د کارونې بندیز لګولی.
په داسې حال کې چې ډېری هېوادونه د ډیجیټل د پراختیا پر لور روان دي، په افغانستان کې د ملا هبت الله له لوري په دولتي کارکوونکو د ځیرکو موبایلونو د محدودولو او بندولو راپورونه د معلوماتي ټولنې د راتلونکي په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي.
په ۲۱مه پېړۍ کې د معلوماتي ټولنې (Information Society) بنسټیز تعریف دا دی چې معلومات د ځواک، اقتصاد او سیاست اصلي سرچینه ګرځي. ځیرک موبایلونه د دې بدلون تر ټولو مهمه وسیله ده، ځکه د معلوماتو تولید او خپرول غیرمتمرکز کوي، هر فرد ته د ارتباط او خپرونې وسیله ورکوي، د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکو بڼه بدلوي، نو له همدې امله، ځیرک موبایل یوازې یو تخنیکي وسیله نه ده، بلکې د “معلوماتي ځواک” یوه برخه ده.
د راپورونو له مخې، د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده له لوري داسې لارښوونې شوې چې د دولتي ادارو کارکوونکي دې له ځیرکو موبایلونو ډډه وکړي.
دا ډول اقدامات په سیاسي علومو کې د “معلوماتي کنټرول سیاست” (Information Control Policy) په نوم یادېږي، چې هدف یې د معلوماتو جریان محدودول او د افشا کېدو د خطر کمول وي.
په سیاسي نظریو کې مستبد یا متمرکز رژیمونه معمولاً درې ستر میکانیزمونه کاروي:
ځیرک موبایلونه دا درې واړه میکانیزمونه ننګوي، ځکه هر کاروونکی د محتوا تولیدوونکی کېدای شي.
طالبان له پورته درېیو میکانیزمونو څخه ډار لري او کوښښ کوي چې د افغانستان ټولنه محدوده او تړلې وساتي.
د ډیجیټل اقتصاد له مخې، موبایلونه د “مایکرو-اقتصاد” بنسټ جوړوي، چې پر بنسټ یې، انلاین سوداګري، موبایل بانکي خدمات، د کار موندنې پلیټفارمونه او معلوماتي خدمتونه یقیني کیږي.
په کابل کې د موبایل بازار د بدلون په اړه د دوکاندارانو راپورونه ښيي چې د ساده موبایلونو تقاضا زیاته شوې ده، چې دا د بازار د “ټکنالوژیک ریګریشن” (Technological Regression) نښه ده.
یو بل اړخ دا دی چې د انساني امنیت په چوکاټ کې ټېکنالوژي د ژوند ژغورنې وسیله ګڼل کېږي. ځیرک موبایلونه، د بېړنیو حالاتو اړیکې اسانه کوي، د روغتیايي خدماتو لاسرسی زیاتوي، د طبیعي پېښو پر مهال معلومات چټک رسوي او له همدې امله، د دې وسایلو محدودول د انساني امنیت پر شاخصونو مستقیم اغېز لري.
بل خوا په سیاسي ټولنپوهنه کې یوه مهمه نظریه دا ده چې هر څومره د معلوماتو جریان محدود وي، هماغومره د مشروعیت بحران ژورېږي.
ځینې شنونکي باور لري چې دا ډول محدودیتونه د داخلي اختلافاتو د افشا کېدو د مخنیوي لپاره هم کارول کېږي، ځکه ډیجیټل وسایل د سازماني شفافیت کچه لوړوي..
که په لنډ ډول ووایو، د ځیرکو موبایلونو محدودول یوازې یو اداري اقدام نه دی، بلکې د معلوماتي ځواک، ټولنیز کنټرول او اقتصادي بدلون ترمنځ د پیچلې اړیکې انعکاس دی.
پر ځیرکونو موبایلونو د طالبانو بندیز دا روښانوي چې طالبان غواړي معلومات محدود کړي، خپل اختلافات پټ کړي او د افغانستان نېږدې یو میلیون انسانان چې په دولتي دستګاه کې کار کوي له نړۍ سره بې اړیکې کړي. دا چاره د طالبانو د سخت دریځه او دېکتاتورانه تفکر د ډار نښه هم بلل کیږي.
په داسې حال کې چې نړۍ د ډیجیټل تحول په لور ګړندی حرکت کوي، د افغانستان تجربه دا پوښتنه لا جدي کوي:
ایا د معلوماتو محدودول د ثبات لاره ده، که د انزوا پیل؟
او په اوږدمهال کې ایا د ټېکنالوژۍ مخنیوی کولی شي د طالبانو د رژیم مشروعیت پیاوړی کړي، که برعکس، د ټولنې او نظام ترمنځ واټن نور هم زیاتولی شي؟