
ملګري ملتونه: په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې ۱۳۶زره کسانو ته د مرستو د لېږد لړۍ پیل شوې
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبر ورکړی، چې د نورستان په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې ۱۳۶زره کسانو ته د اړینو توکو د مرستو د لېږد لړۍ پیل شوې ده. د یادې ادارې په وینا؛ د جګړو له امله په ختیځ نورستان کې لرو پرتو سیمو ته له څه باندې شپږو اونیو راهیسې لاسرسی محدود و.



















