
د اریانا افغان هوایي شرکت د الوتکو لپاره کابل ته دوه انجنونه ولېږدول شول
د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، چې د تخنیکي او عملیاتي بهیر د پیاوړتیا په موخه د الوتکو دوه انجنونه د سېشنبې په ورځ د یوې چارټر کارګو الوتکې له لارې له ترکیې څخه کابل ته ولېږدول شول. دغه انجنونه د ۴،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت له سربیا او ترکیې پېرل شوي دي.



















