
د بشري حقونو څار بنسټ د طالبانو د پولیسو په نوي قانون کې د لاریونونو بندیز وغنده
د بشري حقونو څار سازمان د طالبانو د پولیسو په نوي قانون کې د هر ډول لاریونونو بندیز غندلی او دا یې د طالبانو لهخوا د مخالفتونو د ځپلو د هڅو یوه برخه بللې ده.

د بشري حقونو څار سازمان د طالبانو د پولیسو په نوي قانون کې د هر ډول لاریونونو بندیز غندلی او دا یې د طالبانو لهخوا د مخالفتونو د ځپلو د هڅو یوه برخه بللې ده.

د ټولیز امنیت تړون سازمان عمومي منشي طلعتبیک مصدقوف د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره به د وسلو او تجهیزاتو لومړنۍ جوپې د روان کال په مني کې دوشنبې ته وسپارل شي.

اسراییلي رسنۍ «ټایمز اف اسراییل» په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې د پای ته رسولو په اړه تګلاره بدله شوې او نوموړی نور د جون میاشتې هغه تفاهم ته د بېرته ستنېدو لېوالتیا نه لري چې په اسلاماباد کې د منځګړو هڅو په ترڅ کې رامنځته شوی و.

د فرانسې په کان ښار کې د یوه موټرچلوونکي د قصدي برید له امله دوه افغان وګړي وژل شوي او نهه نور کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ادارې ویلي چې په کابل کې د «عبدالولي اریوبي جام» تر نوم لاندې د زورخانې ورزشونو او لرغونې غېږنیونې اتلولۍ سیالۍ پیل شوې.

د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو مخالفه ډله د مقاومت ملي جبهه وايي، طالبانو د مقاومت د اخلاقي باور او «معنوي پانګې» د زیانمنولو لپاره پراخ رواني او هویتي کمپاین پیل کړی دی.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستیو څرګندونو ته په اشارې چې پاکستان له افغانستان سره د شخړو د حل لپاره د دولتونو په کچه خبرو ته چمتو دی، یوه مثبته نښه بللې ده.

څلورو سرچینو، چې یوه یې د طالبانو غړی او درې نورې یې د بدخشان د واخان ولسوالۍ اسماعیلي اوسېدونکي دي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو ځواکونه په دې ولسوالۍ کې د اسماعیلي مذهب پیروان په زور اړ کوي چې د دوو پوځي کنډکونو لپاره د سون توکي برابر کړي.

د طالبانو د وسلهوالو مخالفو جبهو د فعالیتونو له پراخېدو سره اوس طالبان په خپلو ادارو کې د «نفوذیانو» او یا هم د دوی په اصطلاح «منفورو» کسانو پسې ګرځي. طالبانو پرون په هلمند کې دوه طالب جنګیالي د «نفوذیانو» په نوم نیولي او نن بیا په بلخ کې د «منفورو» کسانو پسې ګرځېدلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، لندن ته یې د خپل سفر پر مهال د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو په اړه د اسلاماباد اندېښنې له برېتانوي لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړې دي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون مشر ابراهیم عزیزي وايي، د امریکا لپاره یوازینۍ پاتې لار دا ده چې د تهران ټول شرطونه ومني او خپلو ژمنو ته بشپړ درناوی وکړي.

د جرمني فدرالي محکمې د یوه افغان سړي د عمري بند سزا تایید کړې ده چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه یې په برلین کې خپله ۳۷ کلنه مېرمن په چاقو وژلې وه.

د غور د سپورټي ادارې مسوولین وايي، د دغه ولایت د غر ختونکو فدراسیون پنځو لوبغاړو په بامیان کې د غرختونکو ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې له ګډون وروسته د غر ختونکو ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، که طالبان د خپلو ګټو پر ځای د هند په خدمت کې فعالیت وکړي او له افغان خاورې د پاکستان د بېثباته کولو لپاره کار واخیستل شي، اسلاماباد به طالبان د هند یوه «نیابتي ډله» وبولي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو د استخباراتو له لوري په کابل کې د موبيګروپ اړوند د «لاپېس» رسنیز مرکز د فعالیتونو د بندولو پر پرېکړې ژوره اندېښنه څرګنده کړې. دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د هغه د بېرته فعالېدو زمینه برابره کړي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي. ویل کېږي په دغو کسانو ښځې او ماشومان شامل دي او ټول د یوې کورنۍ غړي وو.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او ایم) وایي چې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې یې له زلزلهځپلو ټولنو سره په ګډه د ۹۸ اغېزمنو کورنیو د کورونو د بیا رغونې لپاره د مرستې بهیر پیل کړی دی.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له رييس سره کتنه کې له مرستندویانو غوښتي، چې د خپلو پروژو اداري لګښتونه راکم کړي، څو په وینا یې ډېره ګټه خلکو ته ورسېږي. هغه د پروژو د طرحې برخه کې هم له دې ادارې سره پر مشوره کولو ټينګار وکړ.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سياېای) پخوانۍ مامورې سارا اډمز ادعا کړې چې د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» برید عامل عبدالرحمن لوګری د طالبانو له بنده خوشې شوی و او د هغه د خوشې کولو مسوول طالب قوماندانان یې له مخکې پېژندلي دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د هبتالله اخوندزاده په ۵ بېلابېلو حکمونو سره په ۵ ولایتونو کې نږدې ۲۴ زره جریبه ځمکه کې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښارګوټو جوړولو لپاره ځانګړې شوه. دغه ځمکې په ننګرهار، هلمند، نیمروز، فراه او غور ولایتونو کې ځانګړې شوي دی.

د طالبانو د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، په تېرو پنځو کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او له همدې امله باید مرستندویه بنسټونه د راستنېدونکو افغانانو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.