
د خاتمالانبیاء قرارګاه ویاند: د هرمز تنګی په هوښیارۍ او اقتدار سره کنټرولوو
د سپاه پاسداران د "خاتمالانبیاء" مرکزي قرارګاه ویاند وایي، چې ایران د هرمز تنګی په هوښیارۍ او اقتدار سره کنټرولوي.

د سپاه پاسداران د "خاتمالانبیاء" مرکزي قرارګاه ویاند وایي، چې ایران د هرمز تنګی په هوښیارۍ او اقتدار سره کنټرولوي.

د هند غوره لیګ (ایپياېل) سیالیو پیل ته یوازې پنځه ورځې پاتې دي، چې د افغانستان د کرېکټ نړۍوال ستوری راشد خان له خپلې لوبډلې ګجرات ټایټنز سره یوځای شو. یاد کلب د دې خبر په خپرولو سره ویلي: «په لوبډله کې د خوښۍ فضا خپره ده، ځکه چې د ګجرات ټایټنز ویاړ بېرته خپل ځای ته راستون شو».

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به درې ورځې وروسته د کب په شپږمه نېټه د میانمار د یانګون ښار په "توونا" لوبغالي کې د میانمار د ملي لوبډلې پر وړاندې د کوربه په توګه لوبه وکړي. دا سیالي د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ملتونو جام ته د غوراوي پړاو د درېیم پړاو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې خبرې شوې دي او دواړه خواوو پر «مهمو ټکو» هوکړه کړې او ښايي ډېر ژر د جګړې د پای لپاره یوه هوکړه وشي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي چې د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا جوړېدونکې پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي او همداراز یې زیاته کړې چې پاکستان د چا شخصي ملکیت نه دی.

په هېواد کې د تعلیمي کال له پیل کېدو سره جوخت د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو له امله افغانستان ته داسې زیان اوښتی او لاهم اوړي چې په هېڅ پروژه او پروګرام نه شي جبرانېدلی.

د خیبر پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان ولسوالۍ د اعظم ورسک په کالوشه سیمه کې ناڅرګندو وسلهوالو د ملک سردار علي د کورنۍ د غړو پر موټر برید کړی، چې له امله یې د یوه افغان په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د مولدویا جمهوریت د پولیسو یوه پخواني چارواکي ویلي، چې له افغانستان څخه اروپا ته د هیرویین قاچاق د اوږدې مودې راهیسې د منظمې جرمې شبکې له لوري کنټرولېده، خو په وروستیو کلونو کې یې د لېږدولو لارې بدلې شوې دي.

په کابل یو شمیر افغانانو پر افغانستان د پاکستان د وروستیو برید په تړاو خپل اعتراض لیک د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر ته وسپاره. په دغه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د پاکستان په بریدونو کې د ملکي کسانو د وژل کېدو په تړاو څېړنې وکړي.

چین، نن د دوشنبې په ورځ د منځني ختیځ د شخړې له ټولو لوریو، په ځانګړې توګه له امریکا او اسراییل څخه وغوښتل چې پوځي عملیات ودروي، او خبرداری یې ورکړ چې که جګړه وغځېږي، د "زیانمنونکي دورې" سبب ګرځي.

په پکتیا کې امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې سږکال په کوچني اختر کې طالبانو د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې «منډهېر پارک» ته د سېلانیانو پر ورتګ بندیز لګولی و. دا پرېکړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو وروسته شوې او دا سیمه ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیلېږي، میلیونونه نجونې یو ځل بیا د زدهکړې له حق څخه بې برخې شوې دي.

د طالبانو د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د کوچني اختر په ورځو کې زرګونه «سیلانیانو» د یاد ولایت له تاریخي او تفریحي ځایونو لیدنه کړې. یاد ریاست نه دي ویلي، چې په دې ورڅو کې څومره بهرني سیلانیان دغو سیمو ته ورغلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني رییس رحمتالله نبیل په هېواد کې د نوي تعلیمي کال له پيل سره سم ویلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل یوازې د زدهکړو مخه نه نیسي، بلکې د افغانستان د راتلونکې دروازه هم تړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ویلي چې اسلاماباد د «ترهګرۍ» پر ضد مبارزه کې قاطع دریځ لري او «په افغانستان کې ترسره کېدونکي اقدامات او عملیات هم د همدې امنیتي تګلارې برخه دي».

د طالبانو د مشر د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، چې عامې روغتیا وزارت ته پکې حکم شوی، چې د امریکايي ځواکونو یو پخوانی سلاکار د مشاور په توګه وګومارل شي. په مکتوب کې لیکل شوي، چې نوموړی په اېګل کمپ کې د امریکايي ځواکونو مشاور و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د یوې چورلکې پر لوېدو او په پېښه کې د ترکیې او قطر د ګډو ځواکونو د ۷ تنو غړو پر وژل کېدو خواشیني ښودلې. طالبانو په یوه اعلامیه کې له دواړو هېوادونو او د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

روسیې د بالتیک سمندر په مهمو بندرونو پریمورسک او اوست لوګا کې د ډرون بریدونو له امله د اومو نفتو او سون توکو صادرات درولي. رپوټونه وايي، چې دا کار د انرژۍ پر نړیوال بازار فشار نور هم ډېروي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د اروپایي چارواکو پر څرګندونو نیوکه کړې او وایي چې اروپایان لا هم غواړي د اوکراین او روسیې جګړه دوام ومومي. هغه وویل چې اروپا نه پوهېږي څنګه د دې جګړې لګښتونه ورکړي. نوموړي ادعا وکړه چې اروپایي ټولنه په یوه ستونزمن حالت کې ده.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پټرول یو لېټر بیه ۲۰۰ روپۍ لوړه شوې او ۵۳۴ روپيو ته رسېدلې. لومړي وزیر شهباز شریف پر دولتي او لوکس موټرو کې کارول کېدونکي د لوړ اوکټین تیلو باندې مالیه لوړه کړې او د دولتي بودیجې د سپما لپاره یې پر دولتي موټرو د دغو تیلو پر استعمال بندیز لګولی.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د نړیوال ترهګرۍ شاخص په درجهبندۍ کې لومړی مقام خپل کړی. په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ترهګرۍ اړوند ۶ سلنه مړینې زیاتې شوي او شمېر یې ۱۱۳۹ ته رسېدلی دی.