
طالبانو په کابل کې یوه ښځه او یو نارینه په دُرو وهلي
د طالبانو ستره محکمه وایي، په کابل ولایت کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې» په تور محکوم او په دُرو وهلي. سترې محکمې ویلي چې دې دوو تنو ته یې له یو کال نه تر یو کال او شپږو میاشتو پوري د تنفيذي بند سزا هم ورکړې.



















