
اقلیمي بدلون؛ افغانستان د خونړیو سېلابونو له نوي ګواښ سره مخ دی
د ګارډين ورځپاڼې په خپور شوي راپور کې راغلي، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پرلهپسې سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له امله لږترلږه ۳۱ کسان مړه او سلګونه نور لادرکه شوي دي.

د ګارډين ورځپاڼې په خپور شوي راپور کې راغلي، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پرلهپسې سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له امله لږترلږه ۳۱ کسان مړه او سلګونه نور لادرکه شوي دي.

د پاکستان د سند ایالت د پولیسو مرستیال مشر ازاد خان ویلي، د هغو کسانو پرضد به هم سخت قانوني اقدامات وشي چې افغان کډوالو ته پناه ورکوي او یا هم هغوی ته د کار زمینه برابروي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا د استازو جرګې له غړو سره د خپلې لیدنې انځورونه خپاره کړي او دغه لیدنه یې «ډېره ښه» وبلله. ټرمپ لیکلي: «ښکاره ده چې د ډېرو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې».

د خیبر پښتونخوا په پخوانیو قبایلي سیمو کې کمزوري انټرنېټ د نجونو زدهکړې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي؛ د یادې ستونزې له امله ګڼې زدهکوونکې د انلاین ټولګیو، درسي موادو او کورنیو دندو له ترسره کولو پاتې کېږي.

د هرات پنځو افغان نجونو د کورونا وبا پرمهال د روغتیایي وسایلو د کمښت له امله د موټرو او موټرسایکلونو له زړو پرزو د مصنوعي تنفس دستګاه (وېنټیلیټر) لومړنۍ بېلګه جوړه کړې ده. یونېسف دغه نوښت د افغان نجونو د علمي وړتیا او تخلیقي فکر یوه مهمه بېلګه بللې ده.

له څو میاشتو اټکلونو وروسته زینالدین زیدان په رسمي ډول د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه اعلان شو. زیدان د ډیډیر ډیسچیمپس ځای ناستی شو، هغه روزونکی چې له ۱۴ کلونو بریالۍ دندې وروسته یې د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام په پای کې خپله دنده پای ته ورسوله.

له جرمني نه کابل ته د ۳۰ افغان کډوالو له ستنولو سره هممهاله شاوخوا ۲۵۰ کسانو په لایپزیګ هوايي ډګر کې د افغانانو د جبري اېستلو او له طالبانو سره د جرمني حکومت د همکارۍ پرضد لاریون وکړ او افغانستان ته یې د افغانانو د بېرته ستنولو لړۍ د درولو غوښتنه وکړه.

واک ته د طالبانو له رسېدو نږدې پنځه کاله وروسته په استرالیا کې د مرستو او پراختیايي ادارو استازو ټینګار کړی، چې د افغانستان بشري ناورين لاپسې ژور شوی او کانبرا باید د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې او د کډوالو د منلو پروګرامونه پراخ کړي.

د بامیان څلور غرختونکي په بریالیتوب سره د دغه ولایت د شاه فولادي ۵۱۴۰ متره لوړې څوکې ته ختلي. د بامیان ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست ویلي، دغه ورزشکاران وتوانېدل چې په دوو ورځو کې د شاه فولادي لوړې څوکې ته وخېژي.

د ایران دولتي راډیو او ټلوېزیون (صدا او سیما) د یوه پوځي سرچینې له قوله، چې نوم یې نه دی یاد شوی، راپور ورکړی چې ایران هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې پر سعودي عربستان د نورو هېوادونو له خاورې توغول شویو بریدیزو توغندیو سره تړاو لري.

د بېپولې ډاکټرانو نړیوالې بشري ادارې له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې زرګونه افغانان د نیول کېدو، د عاید له لاسه ورکولو او له پاکستان څخه د ایستل کېدو له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.

په بلوچستان ایالت کې په جلا جلا پېښو کې د يوه پوليس افسر په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي، د یوه موټر چلوونکی ټپي شوی، شپږ کارګران تښتول شوي او پنځه باروړونکې لارۍ له دوو د ګازو ټانکرونو سره یوځای سوځول شوي دي. دا پېښې په بارکهان، کېچ او چاغي ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د «هوم لېنډ سیکورټي» په نوم ویبپاڼې په نوې تحلیلي ارزونې کې ادعا کړې چې طالبان د افغانستان په شمال ختیځ، په ځانګړي ډول بدخشان کې د جګړو له زیاتېدو وروسته، د پوځي عملیاتو د پیاوړتیا لپاره له هغو متحدو وسلهوالو ډلو څخه مرسته اخلي چې په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو په توګه پېژندل کېږي.

د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ويلي، د ايران د سپاه پاسداران ځواکونو د سه شنبې په ورځ د ختیځ پر وخت مازدیګر په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو د ناڅاپي برید په موخه له ایرانه څو بالستیک توغندي وتوغول خو دغه برید د دفاعي سیستمونو په واسطه په بشپړ ډول ناکامه کړل شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي، د دغه سازمان د افغانستان د دفتر مشره تورخم ته ورغلې او هغه فعالیتونه یې کتلي چې له افغان راستنېدونکو کډوالو سره د بېرته ستنېدو وروسته بېړنۍ مرستې برابروي.

د طالبانو مخالفې نوې وسلهوالې ډلې، «سپاهي میهن جبهې»، د خپلې «جګړهییزې تګلارې» په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې ځان د ژنیو د څلورو کنوانسیونونو او د وسلهوالو شخړو اړوندو نړیوالو میثاقونو د احکامو پر رعایت مکلف بولي.

د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې ويلي، د روان کال د وري د میاشتې له شپږمې نېټې راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د اورښتونو، سېلابونو او غر ښوېدنې په پېښو کې ۳۵۱ کسان مړه او ۴۳۶ نور ټپيان شوې دي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د بارانونو، تالندې او برېښنا او همداراز د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې د سختو بادونو د لګېدو خبرداری ورکړی دی.

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، یوې نفتلېږدوونکې بېړۍ د سره سمندر له سوېلي برخې د تېرېدو پر مهال د چاودنې غږ اورېدلی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د سیمه ییزو ټاکنو په لومړۍ ورځ پر لاریونوالو د امنیتي ځواکونو له لوري د وژونکې ځواک کارولو او هلته د مخابراتي شبکو د بندېدو په غبرګون کې له اسلاماباده غوښتي چې دا بندیزونه ژر تر ژره لیرې کړي.

پاکستانی سياستوال او د مير تاج محمد خان د کورنۍ نږدې ملګری غلام احمد بلور وايي چې د شاه رخ خان پلار مير تاج محمد خان له کډوالۍ مخکې پېښور کې اوسېده. د بلور په وينا، تاج محمد خان د پاکستان د جوړېدو په لومړيو کلونو کې د سياسي فشارونو او د ځپلو له ویرې پاکستان پرېښود او هند ته ولاړ.