
په اسلام اباد کې یو تن خپله ټیکټاکره مېرمن په ډزو وژلې ده
مشهوره پاکستانۍ ټیکټاکره ثنا جاوید د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په ډزو ووژل شوه. پولیسو وویل، چې شکمن وژونکي محمد صادق، چې د ثنا میړه و، هم د پېښې په ځای کې ځانوژنه کړې ده.

مشهوره پاکستانۍ ټیکټاکره ثنا جاوید د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په ډزو ووژل شوه. پولیسو وویل، چې شکمن وژونکي محمد صادق، چې د ثنا میړه و، هم د پېښې په ځای کې ځانوژنه کړې ده.

د ناټو سرمنشي مارک روټه وايي، د دغه پوځي تړون له شلو زیات غړي هېوادونه دا مهال په ګډه کار کوي چې هرمز تنګی پرانیستی وساتل شي. دغه تنګی د نړیوالو کښتیو لپاره حیاتي لاره ګڼل کیږي.

د پاکستان د کرکټ کورنۍ سیالۍ «سوپرلیګ» د منځني ختیځ وضعیت او سون توکو د بحران له امله له نندارچیانو پرته یوازې په دوو ښارونو، کراچۍ او لاهور کې، ترسره کیږي. د پاکستان د کرکټ بورډ مشر محسن نقوي اعلان وکړ، چې مینه وال کولای شي د خپلو ټکټونو پیسې بېرته واخلي.

فایننشل ټایمز په خپله سرمقاله کې ویلي چې د امریکا حکومت باید د پاکستان پر نظامي مشرتابه فشار راوړي چې په افغانستان کې بریدونه ودروي او طالبان هم باید له وسله والو سره د مقابلې لپاره تر فشار لاندې راوستل شي او هم وهڅول شي. ورځپاڼه وايي، نړۍ د افغانستان له وضعیت نه ناخبره ده.

روسیې اعلان کړی چې له «بایکونور فضایي مرکز» څخه یې یو توغندی فضا ته واستاوه او په دې توګه یې نړیوال فضایي تمځي ته د تګ وړتیا بېرته ومونده. دا لومړی ځل دی چې دغه مرکز دتېر کال له زیانمنېدو وروسته بیا کار ته چمتو کیږي.

د اسراییل په جنوبي سیمو کې د یکشنبې سهار خلکو د پراخې ویجاړۍ په حال کې سترګې پرانیستې. د ایران توغول شوي توغندي له دفاعي سیستمونو تېر شول او خپلو هدفونو ته ورسېدل. دغه بریدونه د روانې جګړې له تر ټولو سختو پېښو ګڼل کېږي.

د طالبانو پوهنې وزارت په یوه رسمي مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، د نوي ښوونیز کال مراسم د وري شپږمې ته ځنډولي. په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د جګړو له امله دلته ډېری بېځایه شوي خلک د ښوونځیو په ودانیو کې میشت دي.

له نورستان څخه دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو ورځنیو توغندیزو بریدونو کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته لاسرسی ستونزمن کړی. د سرچینې په وینا، په دغو ولسوالیو کې د پاکستاني ځواکونو بریدونو کې ګڼ طالبان وژل شوي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اسراییل د جنوبي ښارونو اوسیدونکي وروسته له دې چې د هوايي دفاع سیسټمونو د ایران د توغندیو مخه ونه نیولای شوای، د له پراخو زیانونو سره مخ شول. په دې برید کې ګڼ شمېر ملکیان ټپیان شول، او دا د جګړې له پیل نه تر دې دمه په اسراییلي خاوره کې سخت برید ګڼل کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، چې ښیي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په برلین کې د افغانستان سفارت د دویم سکرتر محمد اصف عبدالله دنده د روانې وري میاشتې تر ۲۵ مې پورې ښودلې ده. متقي له محمد اصف عبدالله غوښتي چې کابل ته ورشي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې روسیې شاوخوا ۱۵۵۰ بریدګرې بېپیلوټه الوتکې، ۱۲۶۰ لارښود شوي بمونه او دوه توغندي پر اوکراین توغولي او په ورته وخت کې یې د بندیزونو کمېدو له امله د جګړې مالي سرچینې د خامو تېلو د پلور له لارې لاپسې پیاوړې کړې دي.

په افغانستان کې د اوبو کمښت ورځ تر بلې زیاتېږي او ګڼې کورنۍ اړې دي، چې د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره اوږد مزل وکړي یا له ناپاکو سرچینو استفاده وکړي. د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، دغه وضعیت د خلکو پر روغتیا، اقتصاد او ټولنیز ثبات جدي اغېز کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې له افغانستان نه ۲۰۵زره ټنه وچه مېوه بېلابېلو هېوادونو ته صادره شوې ده. د هغه په وینا؛ له دې ډلې ممیز، انځر، پېسته، وچ زردالو، بادام، وچ توتان، غوزان، ځڼغوزي، الوبخارا او تور ممیز صادر شوي دي.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) وايي، چې په ټوله نړۍ کې ښځې او نجونې ترټولو ډېر د خپلو کورنیو او ټولنو لپاره د اوبو په برابرولو کې کلیدي رول لوبوي؛ پهداسې حال کې چې د اوبو د سرچینو د مدیریت او مشرتابه په کچه یې ونډه خورا کمه ده.

په کونړ کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي. د یادې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه پېښه تېره ورځ د شلتن ولسوالۍ په ګرګو کلي کې شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې ویاند حافظ محمدیوسف حماد وايي، یادې ادارې په ۱۴۰۴کال کې پر شاوخوا ۵۰۰زره اړمنو کسانو د یو مېلیارډ او ۵۱۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشلې دي.

د جمهوریت پرمهال د افغانستان د ملي امنیت رییس محمدمعصوم ستانکزي ویلي، هېڅ سالم عقل او د اسلامي امت اجماع دا نه مني ښځې چې د هېواد نیمایي نفوس جوړوي؛ پرمخ یې د زدهکړو دروازې تړلې پاتې شي.

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال قاري محمد اصف ظفریار خبر ورکړی، چې په دغه ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله ۴۳ هټۍ په بشپړه توګه سوځېدلې او لږترلږه ۲۲ مېلیونه افغانۍ مالي زیانونه یې اړولي دي.

د جي۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو اعلان وکړ، چې دوی چمتو دي څو د نړۍوالې انرژۍ د تامین د ملاتړ لپاره اړین ګامونه واخلي او یو ځل بیا یې د سمندري لارو په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پر عاراد او دیمونا ښارونو د ایران په توغندیزو بریدونو کې د یادو ښارونو ډېره برخه زیانمنه شوې او ۱۰۰ تنه اسراییلیان ټپیان شوي دي.

«د ښځو فریاد غورځنګ» په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پیلېدل یو عادي پیل نه، بلکې د «نړۍوال وجدان» لپاره یوه برخلیک ټاکونکې مسله اعلان کړې ده. دغه غورځنګ خبرداری ورکړی، له زدهکړو د افغان ښځو او نجونو محرومول د بشري حقونو ښکار نقض او د «بشریت د راتلونکې» پر وړاندې «جنایت» دی.