
طالبان وایي چې ایران او ترکمنستان ته یې د ۵۲۷ کسانو د ناقانونه تګ مخه نیولې ده
د طالبانو د ۲۰۷ قول اردو ویاند مجیب الله انصار ویلي، چې په تېره اوونۍ کې یې ۵۲۷ کسان چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران او ترکمنستان ته ولاړ شي، نیولی دي.

د طالبانو د ۲۰۷ قول اردو ویاند مجیب الله انصار ویلي، چې په تېره اوونۍ کې یې ۵۲۷ کسان چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران او ترکمنستان ته ولاړ شي، نیولی دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په رسمي بلنه ایران ته سفر کړی. خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد پلاوی د علمي اړیکو د پراختیا او له ایران سره د تجربو د تبادلې په موخه تللی دی. طالب وزیر ندا محمد ندیم په ۱۴۰۱ کال کې د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ادارې ویلي، چې د روان کال په لړم میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۲،۳ سلنه لوړوالی راغلی دی، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ۴۲ لرغونې سکې چې له ډلې یې یوه د سپینو زرو او پاتې نورې له مسو څخه جوړې شوې دي او د تېرو کلونو په لړ کې د ننګرهار ولایت سبز اباد غونډۍ لرغونې سیمې څخه لاسته راغلې دي د ننګرهار ولایت موزیم ته وسپارل شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه توکو پر وړاندې مبارزې معین د منځنۍ اسیا هېوادونو د سیمهییزو معلوماتو او همغږۍ غونډه کې ګډون او وینا کړې ده. عبدالرحمن منیر ویلي، په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او کرکیله نېږدې صفر شوې او د غړو هیوادونو په همکارۍ یې ټینګار کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، غزني کې یې ځواکونو هغه درې کلن ماشوم ژغورلی چې تېره شپه د کابل د محمود خان پله له سیمې تښتول شوی او غزني ته انتقال شوی و. طالب چارواکي وایي، په پېښه کې ښکېل یو تورن کس نیول شوی چې د ماشوم د کورنۍ له نږدې کسانو څخه دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ګډه اعلامیه کې پر دې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف باید قوي مبارزه وشي. دا ګډه اعلامیه د لیندۍ په ۱۴مه نېټه د کرملېن ماڼۍ پر ویب پاڼه خپره شوې ده.

د طالبانو امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، فراه ولایت کې یې محتسبنیو ۳کسان په بازارونو کې د جعلي افغانیو کارولو په تور نیولي دي. د یاد وزارت مسولین زیاتوي چې د غیر شرعي کړنو په وړاندې یې جدي اقدامات روان دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مریدو د ملګرو ملتونو د مدني ټولنو د اتحاد لوړپوړي استازي میګل انجل موراتینوس سره د منځنۍ اسیا په ګډون د کلتوري تفاهم، د دینونو ترمنځ ډیالوګ، او نړۍوالې سولې ته د دوامدارو هڅو د پیاوړتیا پر اهمیت ټلېفوني خبرې کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان مخکېني ځانګړي استازي اصف دراني ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو هوښیار او معقول غږونه باید د خپلو خلکو د هوساینې او سولې لپاره یو ځای راپورته شي او د جګړو او تاوتریخوالي مخه دې ونیسي.

د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي چې روسیې سهار مهال د پلازمینې کېیف په بېلابېلو سیمو د توغندیو او بې پېلوټه الوتکو برید کړی چې درې کسان پکې ټپيان شوي. وایي، ټپیانو کې دوه مېرمنې دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د تازه معلوماتو پر اساس د جمعې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ټول ۲۹۶۵ افغان کډوال د هېواد بېلابېلو لارو څخه جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

په هلمند ولایت کې د شاتو مچیو د ۱۶۰څخه ډېرو فارمونو فعالیت روان دی، چې په کال کې نږدې ۳۵ټنه شات تولیدوي. په دغه ولایت کې د مچیو پالونکي له دې کاروباره خوشاله دي او له طالبانو څخه غواړي چې د ګل لرونکو بوټو په کرلو کې ورسره همکاري وکړي.

په ناروې کې فعال د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، تهران یوازې د روان زېږدیز کال د نومبر په میاشت کې لږ تر لږه ۱۵۲ کسان اعدام کړي دي. وایي، په دې کسانو کې څلور تنه افغانان هم شامل دي. یاد سازمان نړۍوالې ټولنې باندې غږ کړی چې د ایران د اعدامونو پر زیاتېدو دې جدي غبرګون وښيي.

په بشکیک کې د طالبانو سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د قرغېزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ميربېک باکیتوویچ د سره د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې کړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ښځو او نجونو د سختو ځورونو او د هغوی د حقونو د نقض په تړاو یې د طالبانو پر شاوخوا ۱۴۰ تنو او اړوندو ادارو د بندیزونو یو خپلواک ملي چوکاټ رامنځته کړی. دا لومړنی هېواد دی چې د طالبانو پر ضد بندیزونه په خپل کورني قانون کې په خپلواکه توګه ځایوي.

په اتریش کې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام برحاله سفیرې منیژې باختري د اروپا امنیت او همکاریو سازمان (OSCE) د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ویلي، افغانې ښځې او نجونې د نړۍ له پراخ او پلان شوي جنسيتي فشار سره مخ دي.

په سرېلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد اشرف حیدري وایي، د امریکا د ۲۰۲۵ ملي امنیت تازه ستراتیژي، سره له دې چې په ښکاره افغانستان نه یادوي، بیا هم واشنګټن ته فرصت ورکوي چې د سیمې له هېوادونو سره په همکارۍ د افغانستان د ثبات لپاره نوې سیمهییزه تګلاره رامنځته کړي.

د متحده ایالاتو د کډوالو او تابعیت ادارې (USCIS) د یو شمېر بهرنیو کډوالو د کار اجازې موده له پنځو کلونو نه ۱۸ میاشتو ته راکمه کړې ده.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو اداره وایي، یو شمېر هېوادونو ته به دافغان کډوالو د هویت ستونزې د حل په موخه کاري ډلې واستوي. تر دې وړاندې طالبانو متحده عربي امارات او ایران ته د افغان کډوالو د هویت د تثبیت او ثبت په موخه خپلې ډلې لېږلي دي.

امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وټکاف په تېرو دوو ورځو کې په میامي کې د اوکراین له لوړپوړي مرکچي رستم امیدوف سره «مثمرې» خبرې کړې دي او د شنبې لپاره نورې ناستې هم پلان شوې دي.