
بنو کې د ډرون څرخکې برید؛ پنځه کسان ټپیان شوي
ځایي پاکستاني چارواکو ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په یوه جومات کې پنځه کسان هغه مهال ټپیان شول، کله چې یوې ډرون څرخکې پر جومات د هاوان مرمۍ وغورځوله.

ځایي پاکستاني چارواکو ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په یوه جومات کې پنځه کسان هغه مهال ټپیان شول، کله چې یوې ډرون څرخکې پر جومات د هاوان مرمۍ وغورځوله.

د طالبانو دفاع وزارت وایي، چې نن غرمه شاوخوا یولس بجې یې «د اسلاماباد فیض اباد ښار ته نږدې پر پوځي کمپ، نوښار کې د پوځ کېنټ، جمرود پوځي کالونۍ او اېبټاباد کې» هوایي بریدونه کړي. طالبانو ویلي، چې دغه عملیات یې د کابل، کندهار او پکتیا د بریدونو په غبرګون کې کړي.

د پکتیا ولایت د ګردېز ښار ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو سرحدي لوا قوماندانۍ ته څېرمه زوروره چاودنه شوې ده. ځایي اوسېدونکو ویلي، چاودنه دومره زوروره وه چې د ګڼو کورونو ښیښې یې ماتې کړې او خلک یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ اېستي دي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیه چمتو ده چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي. هغه څرګنده کړې، که دواړه لوري رسمي غوښتنه وکړي؛ نو روسیه به اقدام وکړي څو د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو زمینه برابره او کړکېچ له سیاسي لارې حل شي.

په بادغیس کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د «شنې قطعې» ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال د غورماچ ولسوالۍ اړوند پنځه کسان د ځنګلي ونو د پرې کولو په تور نیولي دي.

له تورخم نه د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري وایي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر نښتو وروسته له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ درېدلې ده. د هغه په وینا؛ پاکستاني لوري د تورخم لاره د افغان کډوالو پر مخ تړلې او د کډوالو لسګونه موټرونه بېرته لنډي کوتل ته لېږدول شوي.

د ایران د رېل پټلۍ ادارې چارواکي شهریار نقيزاده ویلي، چې د دغه هېواد د شمتیغ د نوې جوړې شوې رېل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان ترمنځ روان کال سوداګریزه راکړه ورکړه د تېرکال پرتله ۱۷ برابره زیاته شوې ده.

په جېنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په عمومي غونډه کې د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د ښځو کمېټې اجراییوي مسوولې شګوفه دانش په افغانستان کې د ښځو او رسنیو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د نړۍوالې ټولنې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

بېګاه شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو سره هممهاله پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیات پیل کړل. دغه وضعیت په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پراخې اندېښنې راپارولې دي.

د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د تازه شمېرو په خپرولو سره ویلي، چې په تېرکال کال کې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه له ۵۱ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل اېکس ادعا کړې، چې په کونړ کې د پاکستان ۴۰ تنه نظامیان وژل شوي او د ۱۳ تنو مړي ددوی جنګیالیو له ځان سره انتقال کړي دي. پاکستاني ځواکونو د طالبانو ددې ادعا په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د ولسمشر ویاند خبرداری ورکړی چې طالبان به ډېر ژر د دغه هېواد د« ملي حاکمیت د نقض» پایلې درک کړي. هغه تېر کال له هند سره تاوتریخوالي او نښتو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې طالبان به هم «په راتلونکو ساعتونو کې» د داسې اقدام معنا درک کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ویلي چې د طالبانو ځواکونو پر ډیورنډ کرښه په څو ځایونو کې ډزې پیل کړې دي. یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی. طالبانو د ۱۵ پوستو د نیولو او ویجاړولو خبر ورکړی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې پر کندهار ښار د بېپیلوټه الوتکو له څو ساعته ګزمې وروسته په ښوراندام سیمه کې برید شوی دی. سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې دوه موټر په نښه شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د «پاکستان د پوځي حلقي» د مکررو سرغړونو په غبرګون کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو پر مرکزونو او نظامي تاسیساتو تهاجمي عملیات پيل شوي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د ننګرهار د ګوشتې په انارګي، د کونړ په ناړۍ او دوکلام، د نورستان د کامدیش په کنډک ۳ او د خوست د ځاځي میدان په پلوسې سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو ځوابي بریدونه پیل کړي دي.

د طالبانو خالد بن ولید ۲۰۱ قول اردو اعلان وکړ، چې په ننګرهار، کونړ او پکتیا ولایتونو کې یې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې غچ اخېستونکي بریدونه پیل کړي دي. په ورته وخت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خوست په ځاځي میدان کې هم جګړه پیل شوې.

د خیبر پښتونخوا والي، فیصل کریم کنډي وایي، چې په پاکستان کې په روانه ترهګرۍ کې د افغانستان له خاورې کار اخیستل کېږي. هغه ادعا کړې، چې «هند او اسراییل هم د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي».

د افغان مېرمنوله ۳۰څخه زیاتو اعتراضي خوځښتونو په یوه سرخلاصي لیک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له مشرې انالینابیربوک، څخه غوښتي چې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» موضوع دې په نړیواله کچه د جرم په توګه وپېژندل شي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی چې سږکال پاکستاني پولیسو په راولپنډۍ کې ۵ زره او ۵۶۰ افغانان نیولي او د ډهوک سیدان توقیف مرکز ته یې انتقال کړي دي. د راپور له مخې، له دې ډلې ۵ زره ۵۰۵ تنه بېرته افغانستان ته سپارل شوي دي.

محلي سرچینو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د ځايي خلکو او طالبانو ترمنځ د «ځمکې او څړځایونو د غصب» پر سر نښته شوې ده. ځینې معترضان د طالبانو د ځواکونو په ډزو کې ټپیان شوي دي.