
بنیامین نتنیاهو: دښمنانو موږ «دوړې» بللو، خو نن هغوی پخپله خاورې شوي
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د اسراییل دښمنانو زمونږ د ماتولو هڅه کوله خو پخپله له منځه لاړل.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د اسراییل دښمنانو زمونږ د ماتولو هڅه کوله خو پخپله له منځه لاړل.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې طالبان دي د «ټي ټي پي» او پاکستان ترمنځ یو انتخاب کړي. هغه زياته کړې، دا ناممکنه ده، چې دوی دي هم له پاکستان سره ښه اړېکې وساتي او هم د پاکستاني طالبانو تحریک ملاتړ وکړي.

باخبره سرچینو ویلي، چې طالبانو په بدخشان کې د کانونو پخوانی رییس عبدالرحمان عمار په شهر بزرګ ولسوالۍ کې نیولی او کابل ته یې انتقال کړی دی. د یاد قوماندان کسانو په بدخشان کې د سرو زرو د یو کان پر سر په دغه ولایت کې د طالبانو له اوسني رییس سره وسله واله شخړه کړې وه.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولا فضل الرحمان د پاکستان پر پوځ نیوکې وکړې، چې له هند وروسته یې اوس له افغانستان سره د جګړې شوق کړی. فضل الرحمان وايي، خلکو ختیځ پاکستان او د کارګل پېښې نه دي هیرې کړې. نوموړي وویل، چې « خدای یوڅه پرده در کړې ده، د هغې خیال وساتئ».

له تړلو دروازو سره هممهاله د افغان کډوالو اخراج ته په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب غبرګون ښودلی او وايي، پاکستان دې یا تړلې لارې خلاصې کړي او یادې هم د جبري اخراج پروسه ودروي.

د پاکستان دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد دفاع وزیر په اسلام اباد کې د امریکا له شارژدافیرې سره په ناسته کې پر هغو ننګونو غږېدلی، چې پاکستاني چارواکي یې سرچینه «افغانستان» ګڼي. د امریکا سفارت رسما د دې ناستې په اړه لاتراوسه څه نه دي ویلي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د عمرې وېزې په اصولو کې نوي بدلونونه اعلان کړي، چې له مخې به یې د وېزې له اجرا وروسته، که عمره کوونکی په ۳۰ ورځو کې سعودي عربستان ته داخل نه شي، وېزه یې په اتومات ډول لغوه کېږي. دا تګلاره به راتلونکې اونۍ نافذه شي.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر پېښور ته د خپل سفر پرمهال له قبایلي مشرانو سره لېدنه کې له ګاونډیانو سره پر سوله ییزو اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې «د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ترهګري د زغم وړ نه ده».

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له ایران سره د افغان کارګرو لپاره د کاري ویزو په تړاو تر اوسه هېڅ رسمي هوکړه نه ده شوې. یاد وزارت له خلکو غوښتي چې تر هوکړې مخکې دې د ویزو د ترلاسه کولو په موخه خپل اسناد او پیسې هېچا ته نه سپاري.

د پاکستان سترې محکمې د پېښور عالي محکمې هغه پرېکړه، چې د پاکستاني مېرمنو افغان مېړونو ته د پاکستاني تابعیت ورکول تصدیقوي، ځنډولې ده.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ اعلان وکړ، چې ددغه غورځنګ پخوانی مرستیال او د هغه ښی لاس قوماندان دواړه په باجوړ کې وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي، چې د ټي ټي پي د رهبرۍ غړی قاري امجد چې په مفتي مزاحم مشهور و، د پنجشنبې په سهار د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې وژل شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان او افغانستان وروستیو ستونزو ته په اشارې سره ویلي چې پاکستان خپلې تېروتنې په افغانستان اچوي او له افغانستان څخه غچ اخلي چې دا یوه لویه تېروتنه ده. هغه ویلي چې هره ستونزه د خبرو له لارې حل کیدلای شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي، هېواد یې د افغانستان د اوبو او برېښنا پروژو د ملاتړ لپاره چمتو دی او غواړي د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت هڅې پیاوړې کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو د ایران پر چابهار بندر د بندیزونو د معافیت موده وغځوله، چې له مخې به یې هند د دغه بندر له لارې خپلې سیمهییزې اقتصادي پروژې جاري ساتي. دغه معافیت هند ته اجازه ورکوي چې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپل اقتصادي او ترانزیټي تړاوونه پیاوړي کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، پاکستان له افغانستان سره د شخړې مسوولیت لري او هڅه کوي له پولې پورې ترهګرۍ ته دوام ورکړي، خو دا کار یې د ګاونډیانو لپاره د منلو وړ نه دی.

د پنجاب ایالت د راولپنډۍ پولیسو ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د افغان او نورو بهرنیو وګړو ۴۴ قانوني قضیې ثبت کړې او د کورونو ۹ مالکان یې افغانانو ته په کرایه د کورونو ورکولو له امله نیولي، او ۱۱۰ افغانان د «جبري ستنولو مرکز» ته لېږدول شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ نن په سویلي کوریا کې سره ولیدل او دواړو پرېکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو شخړو د لا زیاتېدو مخه ونیسي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د سعودي عربستان د سفر پر مهال د شاه سلمان د بشري مرستو بنسټ له مشر ډاکټر عبدالله ربیعه سره کتلي او د روغتیایي همکاریو پر پراختیا یې خبرې ورسره کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په موخه یې نن د پنجشنبې په ورځ، مشهد او زاهدان ښارونو ته کاري ټیمونه ولېږل.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق د افغانستان په تړاو د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې "د حقیقت خلاف" او "د خپل هېواد د ملي دریځ پر ضد" بللې دي. نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې جګړې د پاکستان د بقا جګړې وې.

د طالبانو سترې محکمې نن د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۷مه اعلان کړی، چې په کابل کې یې ۲۰ کسان د نشه يي تابلیټو، شیشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرم په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.