
متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې سره افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په اړه خبرې کړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو سره ټلیفوني خبرې کړې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ دواړه خواوو د خبرو پرمهال اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو بهیر د لا اغېزمنتیا په اړه خبرې کړې دي.



















