
ټرمپ: د مادورو د نیولو په عملیاتو کې مو له یوې «پټې وسلې» کار اخیستی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې یوې نوې پټې وسلې د ونزوېلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیولو په عملیاتو کې مهم رول لوبولی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې یوې نوې پټې وسلې د ونزوېلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیولو په عملیاتو کې مهم رول لوبولی دی.

ټېلګراف راپور ورکړی، چې د ایرانیانو د ملي پاڅون پر مهال د زرګونو کسانو له وژل کېدو سره هممهاله، کارپوهانو د برېتانیا د دولت وزیرانو ته خبرداری ورکړی، چې په لندن کې مېشته د «اللولوه» شبکه د سپاه پاسداران د تبلیغاتو او د ایران د «پټ نفوذ» د عملیاتو برخه ده او باید وتړل شي.

د امریکا لوړپوړو استازو د شنبې په ورځ د اسراییل له لوړمړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لېدنه کې له هغه غوښتي، چې په غزه کې د اوربند دویم پړاو پیل کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سختې سړې هوا له امله یې په ۱۰ ایالتونو کې بېړنی حالت تایید کړی او له خلکو یې غوښتي، چې د ځان ساتنې لپاره جدي تدابیر ونیسي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال اسیا جام سیالیو لپاره خپل وروستی ۱۴ کسیز نوملړ اعلان کړ. افغانستان په دغو سیالیو کې له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره په څلورم ګروپ کې ځای لري.

د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې اترې «خورا رغنده» وې.

د شیعه ګوندونو اېتلاف چې د عراق د پارلمان اکثریت په واک کې لري اعلان وکړ، چې پخوانی لومړی وزیر نور المالکي یې بیا ځلي لومړي وزیرۍ ته نوماند کړی دی. دغه اېتلاف د شنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مالکي د غوراوي لامل د هغه سیاسي تجربه بللې ده.

د اسراییل ۱۳ شبکې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې راتلونکې اوونۍ په سیمه کې د امریکا د احتمالي پوځي اقدام لپاره «برخلیک ټاکونکې» ده.

د ملګرو ملتونو اړوندو نړۍوالو بنسټونو د راپورونو لهمخې، په افغانستان کې د نجونو زدهکوونکو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو او د بېوزلۍ د ډېرښت له امله د کم عمره نجونو د ودونو ګراف لوړ شوی. په دغه ډول ودونو کې تر ډېره طالبان په خپله ښکېل دي.

د ایران د ټولنپوهنې سازمان د مدیره پلاوي د شنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) په یوه بیانیه کې د سراسري اعتراضونو پر مهال د زرګونو کسانو وژل کېدو ته په اشارې سره، ولیکل: «د دې پېښې انساني، ټولنیز او سیاسي اړخونو ټولنه په یوه ژور اندېښمن حالت کې اچولې ده».

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د یاد هېواد پوځ د تیرا اوسېدونکي د پوځي عملیاتو له امله جبري کډوالۍ ته اړ کړي دي. یاد وزارت ویلي، چې خلک له سیمې څخه په خپله خوښه وځي.

اسراییل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسراییل حکومت د هغو تضمینونو پر خلاف چې ډونالډ ټرمپ د اسلامي جمهوري نظام له چارواکو څخه ترلاسه کړي وو، په ایران کې یې د ډلهییزو اعدامونو په اړه تازه معلومات واشنګټن ته سپارلي دي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا په رسمي ډول اعلان وکړ، چې بنګلهدېش به د ۲۰۲۶ کال په ۲۰ اوریز نړۍوال جام کې ګډون ونهکړي او پر ځای به یې د سکاټلنډ ملي لوبډله په دغو سیالیو کې برخه واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سید عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د مهمو سیمهییزو او نړۍوالو موضوعات په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ویلي یې وو د ناټو متحدین په افغانستان کې پاتې راغلي دي.

د سوریې د حکومت او کُردي ځواکونو ترمنځ څلور ورځنی اوربند د شنبې په شپه پای ته ورسېد، خو د دغه اوربند د غځېدو برخلیک لا هم ناڅرګند دی او دواړه لوري یو بل پر سرغړونو تورنوي.

په هلمند کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په دېشو ولسوالۍ کې یې د مسو او سربو بار درې موټرونه نیولي دي. د چارواکو په وینا، دغه توکي له هلمند څخه پاکستان ته قاچاق کېدل.

د طالبانو جزايي اصولنامه، که څه هم له حقوقي او انساني پلوه د جدي نیوکو وړ ده، خو دا ډله باید یوازې د حقوقي متونو له مخې ونه پېژندل شي. طالبان کومه نوې پدیده نه ده او له سره تعریف ته اړتیا نه لري. دا ډله له وړاندې ازموېل شوې او د هغې پایلې د افغان ټولنې لهخوا تجربه شوې دي.

اسلامي جمعیت د طالبانو «جزايي اصولنامه» غندلې او هغه یې له شریعت او فقهې څخه ښکاره «انحراف» بللی دی. دغه ګوند له عالمانو غوښتي، د طالبانو د دغې «انحراف نامې» پروړاندې د اسلامي شریعت او فقهې صرېح دریځ خلکو ته بیان کړي، څو د افغان ولس دین او کلتور خوندي پاتې شي.

د جرمني یوه خبري اژانس د شنبې په ورځ، د سلواغې څلورمه، د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړې چې سټیو وېټکاف او جارډ کوشنر، چې د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا دوه ځانګړي استازي دي، د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د غزې د وضعیت د راتلونکې په اړه خبرې اترې کړې دي.

طالبانو ویلي، چې د ملا هبتالله په لارښوونه یې په بلخ ولایت کې پر ۲۲۰۰ راستنو شویو کورنیو خوراکي توکي او نغدې پیسې وېشلې دي؛ همداراز په کندهار او خوست ولایتونو کې هم پر یو شمېر راستنو شویو او اړمنو کسانو ورته مرستې وېشل شوې دي.