
یونیسف په افغان ماشومانو ژمني مرستې ویشلي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې (یونیسف) استازي ډاکټر تاجالدین ویلي،چې د یونیسف افغانستان دفتر او د دې ادارې شریکانو تر سختې واورې ورېدو مخکې ماشومانو ته د ژمي مرستندوی توکي رسولي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې (یونیسف) استازي ډاکټر تاجالدین ویلي،چې د یونیسف افغانستان دفتر او د دې ادارې شریکانو تر سختې واورې ورېدو مخکې ماشومانو ته د ژمي مرستندوی توکي رسولي.

له خیبر پښتونخوا څخه په خپرو شوو راپورونو کې ویل شوي چې په دغه ایالت کې افغان کډوالو ته ورکړل شوي د زیږون کارتونه به لغوه اعلان شي. چاوراکي وایي، له دغه کارتونو ناوړه ګټه اخیستل شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې په شپږو ولایتونو کې ۱۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي، او په بلخ کې یې لس غلا شوي موبایلونه بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، په افغانستان کې د درېیم ټولګي د تعلیمي ارزونو پایلې ښيي چې د لوړو زدهکړو او پیاوړې مسلکي پوهې لرونکو ښځینه ښوونکو حضور د زدهکوونکو د زدهکړې کچه په څرګند ډول لوړوي.

په کونړ ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د ملګرو ملتونو کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په همکارۍ، په بېلابېلو ولسوالیو کې ۷۵۰ مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ورکړي، څو د هغوی بېړنۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۳۸۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۱۶۰۱ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د طبیعي پیښو سره د مبارزۍ ادارې خبر ورکړی چې د روان کال د جنوري له ۲۲ راهیسې، د ورښتونو له امله ددغه ایالات په بیلا بیلو ولسوالیو کې د ماشومانو په ګډون ۹کسان مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې تر اوسه یې هېواد ته تازه راستنو شویو ۵۵۰۰کډوالو کورنیو ته د کور لپاره ځمکې ویشلي دي. دغه وزارت ویلي چې ددې کار موخه کډوالو ته د سرپنا برابرول دي.

د طالبانو ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر کړی او هلته یې د کډوالو لپاره د مرستو وېش بهیر پرانیستی.

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د WE-LEAD پروګرام د دویم پړاو پیل په موخه ۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته برابروي. دا پروګرام د ملګرو ملتونو له لوري پلي کېږي او د افغان ښځو د ژوند دلګښتونو، اقتصادي خپلواکۍ او ونډې د ملاتړ برخه بلل کېږي.

په امریکا کې د شنبې په ورځ د ستر ژمني طوفان له امله لږ تر لږه ۱۶۰،۰۰۰ خلکو باندې د برښنا خدمت پرې شوی، او له ۴،۰۰۰ زیاتې الوتنې د هوا د خرابوالي له امله لغوه شوې دي.

د سوریې حکومت او د کرد ځواکونو ترمنځ اوربند د شنبې په ورځ د ۱۵ ورځو لپاره وغځول شو. دمشق وایي دا پرېکړه د امریکا په ملاتړ د داعش بندیانو د سوریې له زندانونو څخه عراق ته د لېږد لپاره شوې ده.

د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د سولې او سیاسي چارو د مرستیالې روزمیري ديکارلو په مشرۍ له پلاوي سره په لیدنه کې، د امنیتي حالت ښه والي، د نشه یي توکو پر ضد مبارزې او د بشري مرستو د دوام پر ټینګار هوکړه کړې.

د لوړپوړو امریکايي چارواکو د اسراییل سفر په مهال، راپورونه وايي چې امریکا د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره خپل ټول پوځي چمتووالی بشپړ کړی، خو وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د امریکا لهخوا د دې سازمان د پرېښودو د پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولې نړۍ امنیت کمزوری کوي.

د امریکا د کالیفورنیا ټکنالوژۍ انستیتوت او د نارتایسټرن پوهنتون څېړونکو موندلې چې ښځې د نارینهوو په پرتله د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه له ډېر شک کار اخلي. د دې څېړنې موندنې ښيي چې ښځې مصنوعي ځیرکتیا تر ډېره د خطرناکې ټکنالوژۍ په توګه ګڼي.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ ویلي، چې په پاکستان کې د ښځو او د مدني ټولنې د فعالانو نیول او د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو له امله تر لسو کلونو زیات بند باندې محکومول د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ښکاره ټکر کې دي.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني مشر محمد معصوم ستانکزي د طالبانو له خوا اعلان شوې جزایي اصولنامه په سختو ټکوغندلې او ویلي یې دي چې دا سند نه یوازې له انساني کرامت سره په ښکاره ټکر کې دی، بلکې له تبعیض ډک جوړ شوی او د اسلام له بنسټیزو اصولو سره هم سمون نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ټورک په امریکا کې د کډوالو ضد پالیسیو او اقداماتو پروړاندې توند غبرګون ښودلی او دا کړنې یې زیانمنونکې او د انساني کرامت خلاف بللې دي.

د امریکا جمهوريپال سناتور لینډسي ګراهام ویلي، که یې ګوند په سنا کې خپل اکثریت وساتي، نو په ۲۰۲۷ کال کې به د سنا د قضایې کمېټې د مشر په توګه د پناهغوښتونکو ښارونو جنجالي پالیسي د تل لپاره لهمنځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې یوې نوې پټې وسلې د ونزوېلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیولو په عملیاتو کې مهم رول لوبولی دی.