
ایران د دوغارون ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې د دیوال جوړولو کار پیل کړی
له افغانستان سره پر پوله د ایران د دوغارون ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې مسوولانو ویلي، چې د دې سیمې د ۴۰ کیلومتره دیوال جوړولو چارې پیل شوې دي.

له افغانستان سره پر پوله د ایران د دوغارون ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې مسوولانو ویلي، چې د دې سیمې د ۴۰ کیلومتره دیوال جوړولو چارې پیل شوې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بېکیفیته خوړو له کبله ۴۹۳ زره او ۹۶۸ کسان له عامې روغتیا وزارت سره ثبت شوي، چې له دې ډلې ۹۷ زره او ۲۴ کسان د بېکیفیته خوړو د بېلابېلو اغیزو له امله مړه شوي دي.

د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد الثاني په یوه تازه فرمان کې مردف علي مردف القاشوطي د افغانستان لپاره د دغه هېواد د فوقالعاده او باصلاحیته سفیر په توګه اعلان کړی دی. نوموړی له دې وړاندې په کابل کې د قطر د سفارت چارسمبالی و.

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په کابل کې یې د تخنیکي ماموریت کچه سفارت ته لوړه کړې او له دې شیبې وروسته ددوی سفارت فعال دی. یاد وزارت ویلي، چې دغه پرېکړه د هند ژمنتیا څرګندوي چې غواړي له افغانستان سره په ټولو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړي.

تیره اونۍ د افغانستان او پاکستان تر منځ پرتو د ډیورنډ د کرښې د پاسه او دواړو خواوو ته اوسیدونکو ولسونو لپاره خونړۍ وه. د پاکستاني پوځ او د طالبانو د امارت د ځواکونو تر منځ جګړه هغه وخت پیل شوه چې د پاکستان الوتکو په کابل، کندهار او ځینو نورو ځایونو توغندي او بمونه وغورځول.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دې ډلې پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې اسلام اباد دې د افغانستان په ثبات کې خپل ثبات ولټوي. ضعیف زیاتوي، چې د پاکستان د جګړې تګلاره نوره له کاره لوېدلې او باید د افغانستان په پرمختګ کې خپلې ګټې ولټوي.

د پاکستان د پارلمان پخواني رییس اسد قیصر ویلي، له افغانستان سره د سولې او اوربند تړون هرکلی کوي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه د زغم او حوصلې له لارې د یو بل دریځ ته غوږ ونیسي او د ګډو ګټو په موخه د سوداګرۍ او کار موندنې فرصتونه رامنځته شي.

د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د ازبکي ژبې د ملي ورځې په مناسبت طالبان تورن کړي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د زور او یواړخیز سیاست له لارې د نورو قومونو حقوق محدود کړي. دوستم وايي، دغه ډله یوازې خپلو ګټو ته کار کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې د کابل ولایت د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د ۴۱۱ «اسلامي پولیسو» د فراغت مراسم د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ترسره شول. نوموړي دا نه ده روښانه کړې، چې فارغو شويو پولیسو څومره موده نظامي زده کړې کړې دي.

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ویلي چې سږ کال په ټول هېواد کې له یو میلیون او ۳۲۲ زره مټریک ټنو ډېرې هندواڼې تولید شوې دي. یاد وزارت زیاتوي چې سږکال په ټول هېواد کې پر ۷۸ زره او ۸۰۸ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ۵۰۳ میلیون افغانیو په لګښت د باروړونکو موټرو لپاره د یو ترمینل جوړولو چارې پیل شوې دي. دغه ترمینل پر ۵۸۲ جرېبه ځمکه جوړېږي او چارې به یې په دریو کلونو کې بشپړې شي.

د افغانستان د میلیونونو خلکو د فرهنګي هویت نښه، ازبکي ژبه، چې د جمهوریت پرمهال هر کال د تلې په ۲۹مه د ملي ورځې په نوم نمانځل کېده، سږکال په افغانستان کې له رسمي مراسمو پرته تېره شوه. فرهنګي فعالان او پخواني دولتي چارواکي د دې ژبې د رسمي ملاتړ د نشتوالي په اړه اندېښنه ښيي.

د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې ددې ډلې له بیاځلي واکمنېدو راهسې د ملاهبت الله د فرمانونو پر بنسټ ۱۹ زره او ۹۹۸ زندانیانو ته بښنه او یا تخفیف ورکړل شوی. په دې موده کې ۱۵۵۵ افغان بندیان له ایران، کویټ او اذربایجان څخه هېواد ته را لېږدول شوي دي.

متحده ایالاتو د مرکزي امریکا د هېوادونو پر یو شمېر اتباعو او د هغوی پر کورنیو د ویزې محدودیتونه لګولي دي. د امریکا د دې پرېکړې په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دغه اقدام سیاسي انګیزه لري او اقتصادي زور ازمویل دي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګېرارد کارنر او د سویډن د کډوالو چارو وزیر یوهان فوسېل په ویانا کې د «پناه او مهاجرت تړون»، «د اروپایي اتحادیې له پولو بهر د پناه غوښتنې پروسې»، او «سوریې او افغانستان ته د اخراج» پر موضوعاتو کارې غونډه کړې.

د اسلامي یووالي صندوق (ISF) او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د افغانستان دفتر د هېواد په ختیزو ولایتونو کې د زلزله ځپلو خلکو د انساني ملاتړ لپاره د مرستې یو تړون لاسلیک کړی دی.

یوشمېر خوشې شویو اسراییلي یرغملو د سېشنبې په سهار (د تلې ۲۹مه) په تل ابیب کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف او د سپینې ماڼۍ له سلاکار جرډ کوشنر سره لیدلي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت له خپلو یو شمېر کارکوونکو نه له دې امله د هویت کارتونه اخېستي، یاد وزارت پرېکړه کړې چې ټول کارکوونکي باید خپلې ظاهري بڼې د اسلامي شریعت له اصولو سره سمې کړي.

د اتریش صدراعظم اعلان وکړ، چې نن یې یو افغان چې په درنو جرمونو تورن و، کابل ته اخراج کړی دی. کریستیان سټوکر پر خپل اېکس ولیکل، «هر هغه څوک چې زموږ قوانین نه مراعاتوي، باید لاړ شي». په پام کې ده چې شاوخوا ۳۰ تنه له طالبانو سره په همغږۍ له اتریش نه افغانستان ته وشړل شي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پاسپورټ عمومي ریاست ویاند وايي چې د ۱۴۰۴ کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۲۸ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي. د یاد ریاست په وینا، په وېشل شویو پاسپورټونو کې ۹۲۰ سوداګریز او شاوخوا ۳۰۰ تحصیلي پاسپورټونه هم شامل دي.

په پام کې ده، چې نن له طالبانو سره د خبرو لپاره د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي. پاکستاني رسنیو د خپلو رسمي سرچینو له حوالې راپور ورکړی، چې دغه پلاوی به د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د شخړو او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.