
طالبان وايي د دوشنبې په ورځ په هرات کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي
په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په هرات کې څه باندې ۳۰۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په هرات کې څه باندې ۳۰۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.

د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د ذغالي بخارۍ د دود له امله ۴ ځوانان مړه شوي دي. دغه پېښه تېره شپه د نیلي ښار د دویمې ناحیې په پنځم ګذر کې رامنځته شوې ده.

ټایم مجلې د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په ایران کې د لاریونونو پرمهال یوازې په دوو ورځو کې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي له ۳۰ زره ډېر وي. تر دې مخکې ایران انټرنشنل هم راپور ورکړی وو، چې په ایران کې د لاریونونو پر مهال ۳۶۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، په تېرو لسو میاشتو کې ۴۲۶ نادرکه کسان تر موندنې وروسته خپلو کورنیو او ۶۴ ورک شوي نقلیه وسیلې خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي. د دوی په وینا، په دغو کسانو کې ښځې، ماشومان او له کوره تښتېدلې ښځې هم شامل دي.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې له مصر سره د غزې د رفح سرحدي لاره به د مساپرو پر مخ یوازې هغه مهال پرانېستل شي، څو چې په غزه کې د وروستي پاتې شوي اسراییلي یرغمل شوي کس د جسد موندلو عملیات بشپړ شوي نه وي.

په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو سربېره په کابل کې د "صدای دریا" په نوم یوې راډیو په فعالیت پیل وکړ.

د طالبانو ستره محکمه وايي، د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یې یو کس په ۳۹ دُرو وهلی دی. د انجیل ولسوالۍ د ابتداییه محکمې د مسوولینو په وینا، دغه کس د «زنا» په تور په دُرو وهل شوی دی.

په امریکا کې د غامدي اسلامي مرکز رييس محمد حسن الیاس د طالبانو «جزايي اصولنامه» ته په غبرګون کې وايي، طالبان ځانونه «د ځمکې پر سر خدای» ګڼي او غواړي هر څه په خپل باور او خوښه پر نورو تحمیل کړي.

په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې کړکېچن پړاو ته رسېدلي، د اسراییل د ملکي هوايي چلند ادارې مشر د یکشنبې په ورځ د بنګوریون په هوايي ډګر کې فعالو بهرنیو هوايي شرکتونو ته په یوه رسمي لیک کې خبرداری ورکړ، چې سیمه د دې اوونۍ په وروستیو کې یوه «حساس پړاو» ته ننوځي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندښت په دواړو غاړو کې اقتصادي فعالیتونه فلج کړي، بازارونه یې اغېزمن کړي او زرګونه کسان یې له بېکارۍ سره مخ کړي دي.

افغان کرېکټ بورډ اعلان وکړ، چې د ننګرهار لوبډلې د «وزیر اکبر خان» ولایتي لومړۍ درجه کرېکټ سیالیو د اتلولۍ لقب خپل کړ. دا سیالۍ د مرغومي په ۱۵مه په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پیل شوې وې او په ننګرهار کې د نجیبالله ترهکي کرېکټ لوبغالي کې د پایلوبې په ترسره کېدو پای ته ورسېدې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزماري ډیکارلو افغانستان ته له ۳ ورځني سفر او له طالب چارواکو سره تر لیدنو وروسته پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او یو ځل بیا یې پر افغان ښځو د لګېدلو محدویتونو او بندیزونو د سمدستي لرې کېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله سبا دوشنبې (د سلواغې ۶مه) د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام د «شپږو غوره» پړاو په خپله لومړۍ لوبه کې د سريلانکا پر وړاندې میدان ته وځي. دا لوبه د سیالیو د دویم پړاو له لومړۍ ډلې څخه د افغانستان پر وخت غرمه ۱۲:۰۰ بجې ترسره کېږي.

ازادۍ جبهې د یکشنبې په ماښام (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ښار په ۱۲مه حوزه کې د دوی په یو برید کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري په سرپل ولایت کې راستنو شویو کډوالو ته د مرستو د وېش پر مهال ویلي، چې د دوی مشر ملا هبتالله شپه او ورځ د کډوالو په غم کې غمجن دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په مرغومي میاشت کې له پاکستان او ایران څخه نږدې ۱۵۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي؛ خو راستانه شوي کډوال د ژمي په سړه هوا کې د زیاتو مرستو او خوندي سرپناه غوښتنه کوي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپریدي د سوات په مېنګوره کې د پاکستان تحریک انصاف غونډې او لاریون ته په وینا کې وویل، که پاکستانی پوځ په تیراه کې په ۲ یا ۳ ورځو کې عملیات بند نهکړي، نو په خېبر کې به د پښتنو لویه جرګه راوبولي او نوې ستراتیژي به جوړه کړي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د بادغیس په جوند، د پروان په جبل السراج او سالنګونو او د فاریاب په لولاش ولسوالیو کې یې لسګونه هغه کسان د چورلکو په وسیله ژغورلي، چې د درنو واورو له امله په لارو کې بند پاتې وو.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رييس د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس سره په کتنه کې وویل، روان کال د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د ۴ کلنې ستراتېژۍ وروستی کال دی. د طالبانو دغه چارواکي هم وویل، په هېواد کې د موسساتو لپاره د هر ډول فعالیت زمینه برابره ده.

د طالبانو د ریاستالوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې ګاونډیو هېوادونو افغان کډوال د خدای لپاره نه، بلکې د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره منلي وو. هغه زیاته کړې، چې که ګاونډیانو د خدای د رضا لپاره دا کار کړی و، نو اوس به یې له کډوالو سره داسې ناوړه چلند نه کاوه.

د امریکا په ګڼو ایالتونو کې د سخت ژمي، واورې او توپان له امله له ۶۷۰ زرو ډېر خلک له برېښنا بېبرخې شوي او نږدې ۱۰ زره الوتنې لغوه شوې دي. دغه توپان، چې درنه واوره، کنګل او سخته یخني ورسره مل ده، د دغه هېواد ختیځې سیمې له فلج کېدو سره مخ کړې دي.