
طالبانو په خوست کې ۳۶ کسان په دُرو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په خوست کې یې ۳۶ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «نشهيي توکو، نامشروع اړيکو او لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په خوست کې یې ۳۶ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «نشهيي توکو، نامشروع اړيکو او لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) له پاکستان او ایران نه ۲۵۰ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶۱ ته رسېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (IOM) ویلي، چې د زلزلې له امله بېځایه شوې کورنۍ د ژمي په سړې هوا کې د سرپناه او د نورو اړینو ژمنیو توکو مرستو ته اړتیا لري. دغه ادارې ویلي، چې کارکوونکي یې په سیمه کې ارزونه کوي او د بېړنیو مرستو رسولو چارې پر مخ وړي.

په هلمند کې د طالبانو د فرعي ګمرکاتو ریاست ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او نورو سیمو کې د ۷زره او ۸۸۰ کیلوګرامه انساني او کرنیزو درملو د قاچاق له مخنیوي وروسته یې یاد توکي لهمنځه وړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال راهیسې پر ښوونیز سیسټم د بندیزونو له کبله ۲.۲ مېلیونه نجونې له منځنۍ زدهکړو بېبرخې شوې دي. دغه ادارې اندېښنه ښودلې، چې د ښوونیز سیسټم دغه ناورین ټول نسل له ګواښ سره مخ کړی دی.

د سالنګ لویه لار چې پنځه ورځې وړاندې د درنې واورې له امله تړل شوې وه، لاهم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده؛ خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست بیا وايي، د سالنګ لویې لارې د بیا پرانیستلو هڅې روانې دي.

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو اداره وايي، چې د روان زېږدیز کال له پیله تر دې مهاله د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۱۸۵۳ افغان بندیان افغانستان ته ستانه شوي دي. د یادې ادارې په وینا؛ په همدې موده کې ۸۶۲۵ کډوال د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغان ښځو د همت غورځنګ د زدهکړې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، طالبانو نږدې پنځه کاله د نجونو او ښځو پرمخ د زدهکړو دروازې تړلې چې دغه کړنه له بشري حقونو، دیني اصولو او نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده. یاد غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په دې برخه کې دې عملي ګامونه پورته کړي.

د جرمني دفاع وزیر د افغانستان د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې له «بېاحترامۍ ډکې» وبللې. بورېس پیسټوریوس ویلي، چې ټرمپ د افغانستان په جګړه کې د ناټو د متحدینو رول کمارزښته بللی دی.

په میدان وردګ کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو او سړې هوا له امله یو ۱۳کلن ماشوم مړ شوی او د واورې ښویېدنې له امله ۷ کورونه ویجاړ شوي دي.

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي، یوه شخصي الوتکه چې اته کسان پهکې سپاره وو د یکشنبې په شپه د مین په بنګور نړۍوال هوايي ډګر کې د الوتنې پرمهال نسکوره شوې ده. د بومبارډیر چیلنجر ۶۰۰ دغه الوتکه چې تېر ماښام نسکوره شوې، د سپرلیو د وضعیت په اړه یې لا معلومات نهدي خپاره شوي.

د خیبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ په دومېل سیمه کې د افغان کډوالو پنډغالي ته نږدې ناپېژاندو وسلهوالو د امن کمېټې غړی خواجت الله په ډزو وژلی او د هغه د ترهزوی یې سخت ټپي کړی دی. ځایي پولیس وایي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د اسراییل ۱۳ شبکې راپور ورکړی، چې د «یو،اېس،اېس» ابراهام لېنکن الوتکه وړونکې بېړۍ د یکشنبې په ماښام منځني ختیځ ته ورسېده او ایران ته نږدې ځای پر ځای شوې ده. د راپور له مخې؛ یوه بله بېړۍ چې د توغندیو ځانګړي دفاعي سیسټمونه لري، د اسراییل په لور روانه ده.

د ترکیې ساحلي ګارد اعلان کړی، چې په چاناک کلا ښار کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۳۹ افغان پناهغوښتونکي نیولي دي. د دغه هېواد د چارواکو په وینا؛ په یادو عملیاتو کې یو بل کس د انساني قاچاق په تور نیول شوی دی.

د ایران د فوټبال یوشمېر لوبغاړو، لوبڅارانو او ورزشي خبریالانو په یوه لیک کې د فیفا له سرمنشي غوښتنه کړې، چې د ایران د خلکو پر وړاندې روان ظلم وغندي او ترڅنګ یې د ایران فوټبال فدراسیون فعالیتونه وځنډوي.

پاکستاني پولیسو د پنجاب په جهلم ښار کې د بېاسناده افغان کډوالو پر وړاندې خپل عملیات چټک کړي دي. د راپورونو له مخې؛ پولیسو د شنبې په ورځ درې افغان کډوال نیولي او یو پاکستانی وګړی یې هغوی ته د پناه ورکولو په تور نیولی دی.

د کرېکټ نړۍوالې شورا اعلان کړی، چې د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ لوبډلې توپ اچوونکي نورستاني عمرزي د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام لپاره د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې د ۱۰ وېکټو په اخیستلو سره لومړی ځای خپل کړی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) په ابو ظبي کې له روسیې سره په مذاکراتو کې پرمختګ ته په اشارې وویل، د اوکراین د امنیتي تضمین لپاره د امریکا سند سل په سلو کې تیار دی او کېیف د هغه د لاسلیک لپاره د نېټې او ځای روښانه کېدو ته په تمه دی.

د امریکا په ختیځ او سویلي ایالتونو کې درنو وارو او توپانونو ۱ میلیون کسان له برېښنايي خدماتو بې برخې کړي او په هوايي ټرانسپورټ کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په هرات کې څه باندې ۳۰۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.

د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د ذغالي بخارۍ د دود له امله ۴ ځوانان مړه شوي دي. دغه پېښه تېره شپه د نیلي ښار د دویمې ناحیې په پنځم ګذر کې رامنځته شوې ده.