
په ننګرهار کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله درې کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د پچيراګام ولسوالۍ په بامخېلو سیمه کې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله درې کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.



















