
افغان-پاک ټرانزیټ سوداګري په دوو میاشتو کې ۹ سلنه ډېره شوې
پاکستان وایي چې د روان مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ بهیر یو ځل بیا د ودې پر لور تللی، چې له ۱۹۱ میلیونه ډالرو ۲۰۹ میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده.

پاکستان وایي چې د روان مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ بهیر یو ځل بیا د ودې پر لور تللی، چې له ۱۹۱ میلیونه ډالرو ۲۰۹ میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ويلي چې ترهګر په افغانستان کې خوندي پټنځایونه او د روزنې کمپونه لري او له هغه ځايه پر پاکستان بریدونه کوي. نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو په غونډه کې ویلي، دوحه چمتو ده چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ رغنده اړیکې ټینګې کړي.

اسراییلي پوځ د پنجشنبې په سهار اعلان وکړ، چې د چارشنبې په ورځ غزه کې د وسله والو د سنایپر برید له امله یو اسرایيلي سرتېری وژل شوی دی. ۲۱ کلن وژل شوی سرتېری چلاچیو شیمون دملش نومیږي او د اسراییل د بیرشېوا اوسېدونکی و.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د هلمند د امر بالمعروف محتسبانو له خبریالانو سره یوه ناسته کې امر کړی، چې نور به د ساکښو انځورونه نه خپروي.

د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جنک اونال هرات ته په خپل سفر کې د طالبانو د هرات له والي مولانا اسلامجار سره کتلي اودواړو لوریو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو، له زلزلهځپلو له کورنیو سره د ترکیې د مرستو او د ګډو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

د قزاقستان د بشري مرستو یوه جوپه، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي پکې شامل دي، په اورګاډي کې د تور غونډۍ بندر له لارې هرات ته رسېدلې ده. دغه مرستې په افغانستان کې د یاد هېواد سفیر طالب چارواکو ته سپارلې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د فدرالي حکومت پر ضد، چې د بهرنیو چارو وزارت یې استازیتوب کوي، شاوخوا ۱۱۰ عاجلې قضیې روانې دي. جوزف هنټرزیهر وايي، د برلین اداري محکمې بهرنیو چارو وزارت ته تازه شاوخوا ۹۰ عاجلې پرېکړې استولې دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر ضد ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۷ تنه مسلکي سوالګر چې شاوخوا ۶۷۶۷۰۰ افغانۍ، درې د سرو زرو لاکېټونه او د یو موټر اړوند اسناد، کیلي او جواز سیر ورسره وو، نیولي دي.

په خوست کې د طالبانو ولایتي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د دوی له روغتیايي قوانینو او مقرراتو څخه د سرغړونې په تور یې په دغه ولایت کې د یوشمېر روغتیایي مرکزونو په ګډون درملتونونه هم تړلي دي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۲مه) یو ځل بیا ویلي، چې په سیمه کې تل پاتې سوله یوازې د خبرو اترو او د دودیزو جرګو له لارې ټینګېدای شي. هغه ویلي، د سیمې امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی دی.

په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي مولانا اسلامجار د قزاقستان سفیر سره په لیدنه کې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به نن په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. د راپورونو پر بنسټ؛ په دغه لیدنه کې به د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم برخه واخلي.

یو نامتو امریکایي څېړونکی ماېکل کوګلمن وايي، د ډونالډ ټرمپ له لوري د بګرام د بېرته نیولو پرلهپسې ټینګار ښيي چې هغه په رښتیا د دغه اډې د نیولو هڅه کوي.

په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په خوراکي او غیرخوراکي توکو بار د قراقستان د بشري مرستو یوه جوپه د تورغونډۍ بندر له لارې هرات ته رسېدلې ده. د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قراقستان سفیر دغه مرستې د طالبانو سیمهییزو چارواکو ته سپارلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو په بهیر کې تېره ورځ چهارشنبه د (تلې ۲مه) ۱۴۹۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړای شوې دي. دوی وایي، له دې ډلې ۱۲۰۴ کورنۍ د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارې له پاکستان نه ستنې شوې دي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د خېبر پښتونخوا د تېراه درې اړوند د پاکستاني پوځیانو وروستيو هوایي بمباریو ته په اشارې ویلي، چې لومړی ووژل شي او بیا وروسته پرې ټاپه ولګېږي چې هر څه همدې وژل شویو پښتنو خپله په ځان کړي دي.

پاکستان د چهارشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې ویلي، چې د دغه سازمان د تماس ډلې د غړو هېوادونو له کارپوهانو دې یو ګډ کاري پلاوی جوړ شي؛ ترڅو د افغانستان اړوند ټولو مسایلو لپاره د عملي نقشې په جوړولو کې ګډ کار وکړي او د متقابلو ګامونو یوه لړۍ پرمخ یوسي.

په روانه اونۍ کې د اندونیزیا په لوېدیځ جاوا ښار کې له زرو ډېر زدهکوونکي د ښوونځيو دننه مسموم شوي دي. د دغه ښار والي د دي مولیادي وایي، چې د جاوا ښار په څلورو ولسوالیو کې د زدهکوونکو د مسمومیت راپورونه ورکړل شوي دي.

په هلمند ولایت کې د طالبانو د والي دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو ټولنو، سوداګرو او عامو خلکو لهخوا د کونړ زلزله ځپلو ته ۸ مېلیونه او ۲۸۷زره افغانۍ مرسته ټوله شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوو لوړپوړو چارواکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې واشنګټن د افغانستان په تړاو خپله تګلاره له سره ارزوي. د دوی په وینا؛ اوسمهال د امریکا پرېکړه دا ده، چې بشري مرستې به طالبانو ته نه ورکوي.