
په سمنګان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي
په سمنګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني خبر ورکړی، چې د بلخ- کندوز پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا؛ دغه پېښه د سمنګان ولایت خلم ولسوالۍ ته څېرمه د ګازو له ټانکر سره د یوه موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.



















