
یوه سعودي د نیمروز روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تجهیزات واخیستل
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د سعودي عربستان د یو اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په مرسته د ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د نېمروز ولایتي روغتون ته طبي تجهیزات وپېرل شول. د طالبانو په وینا، په دغو تجهیزاتو کې سي ټي سکین، ام ار ی او نور وسایل شامل دي.



















