
پکتیکا کې طالبانو یو کس «پیغمبر ته د سپکاوي په جرم» پر اعدام محکوم کړ
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وايي، چې د پکتیکا ولایت ابتداییه محکمې یو کس «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ پر سزا محکوم کړی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وايي، چې د پکتیکا ولایت ابتداییه محکمې یو کس «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ پر سزا محکوم کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نن پنجشنبه د (چنګاښ ۲۶مه) به په کابل کې د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د سیاسي سلامشورو په موخه ناسته وشي.

په کندوز کې د طالبانو پر پوستې د افغانستان ازادۍ په نوم وسلهوالې جبهې تر برید وروسته؛ نوموړې جبهې په فاریاب کې هم د دوو طالب جنګیالیو د وژلکېدو ادعا کړې ده. یادې جبهې زیاته کړې، چې په دغه برید کې یو بل طالب جنګیالی ټپي شوی دی.

د طالبانو د کډوالو چارو د ستونزو د حل عالي کمېسیون اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۵مه) شاوخوا ۲۰ زره او ۴۴ تنه افغان کډوال له ایران څخه په زوره ورستانه کړای شوي دي.

د اسراییل پوځ وايي، چې د چهارشنبې پر ماښام یې د سوریې په خاوره کې پوځي عملیات ترسره کړي. په دغو عملیاتو کې لسګونه اسراییلیان چې له پولې نه تېر شوي وو؛ بېرته یې خپل هېواد ته لېږدولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې محمد اسحاق ډار به نن پنجشنبه د (چنګاښ ۲۶مه) کابل ته سفر وکړي او هلته به د طالبانو تر څنګ له ازبک چارواکو سره د ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ ګډې پروژې هوکړهلیک لاسلیک کړي.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني د کډوالو په تړاو په یو تازه پېغام کې ویلي، چې افغانستان، پاکستان او ایران له نړۍوالې انزوا سره مخ دي. هغه زیاته کړې، چې د دغه انزوا لاملونه د درې واړو هېوادونو لپاره توپیر لري.

ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې د بنګلهدېش په سوېلي ګوپالګنج ښار کې د «ښاریانو ملي ګوند» د لاریونونو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. یاد ګوند د هغو زدهکړیالانو لهخوا جوړ شوی، چې تېرکال یې د شېخ حسینې حکومت د پرځېدو لاریونونه رهبري کړي وو.

د متحدو ایالتونو د کانګرس غړې سېډني کاملاګر ویلي، چې د ټرمپ حکومت خپلو افغان متحدینو ته شا کړې او له همدې امله به په راتلونکي کې د هېڅ هېواد وګړي له امریکايي ځواکونو سره همکاري ونهکړي. هغې همداراز د افغان پناه غوښتونکو اړوند دفترونو بندول هم غندلي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې یوشمېر قزاقستاني شرکتونو په افغانستان کې له افغانانو سره په ګډه د سرب او جستو د پروسس په برخه کې کارخونې جوړې کړې دي. یاد وزارت د دغه چارو هرکلی کړی او په دې برخه کې یې هر ډول پانګونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې له هند سره د سوداګرۍ هوکړې ته ډېر نږدې شوی او ښایي له اروپايي ټولنې سره هم یوې هوکړې ته ورسېږي. د ټرمپ په وینا؛ دا لا ډېر وختي دی، چې له کاناډا سره د هوکړې په تړاو څه ووایي.

د افغانستان ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د یوې ویډیو په خپرولو ادعا کړې، چې د کندوز ولایت په «سه راه بندر» کې یې د دغې ډلې دوه جنګیالي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. نوموړې جبهې پنجشنبه (د چنګاښ ۲۶مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې دغه برید د طالبانو پر یوې پوستې شوی دی.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د «سپکاوي، شکنجو، زنداني کېدو او د جبري اېستل کېدو تګلارې» په کلکه غندلې دي او دغه ډول کړنې یې د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو خرابېدو لامل ګڼلې دي.

د ایران حکومت خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې په قانوني توګه د مېشتو کډوالو د ستونزو لا هواري په موخه هغه کارګرو ته چې په بېلابېلو صنعتونو کې په دندو بوخت دي؛ یو نوی بهیر پیلوي چې له مخې به یې ورته «کاري کارتونه» ورکړل شي.

سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه تر یو میلیارد ډالرو رسېدلې؛ خو د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیتونه لا هم د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې.

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد شرع په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل، چې له اسراییل سره له جګړې څخه نه وېرېږي؛ خو د سوریې د ولس د ګټو او سولې خوندیتوب غوره ګڼي. هغه ټینګار وکړ، چې د جګړې او داخلي اصلاحاتو ترمنځ یې د نورو ویجاړیو د مخنیوي لپاره د اصلاحاتو لاره غوره کړې ده.

د امریکا د کډوالۍ د تګلارې له مخې، هغه پنځه بهرني کډوال چې د جدي جرمونو له امله شړل شوي وو، افریقایي هېواد اسواتیني ته استول شوي دي. د اسواتیني حکومت ویلي، دغه کسان به د نړۍوالې کډوالۍ سازمان (IOM) په همکارۍ بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته واستول شي.

برېتانوۍ ورځپاڼې ډېلي ټېلګراف په یوه تازه څېړنه کې ویلي، چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د برېتانیا د افغان همکارانو د معلوماتو تر افشا وروسته، طالبانو لږ تر لږه ۲۰۰ پخواني افغان سرتېري او پولیس پېژندلي او وژلي دي.

د ناورین نړۍوال سازمان (International Crisis Group) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د داعش خراسان ډلې دوامداره فعالیت، سره له دې چې طالبانو یې یو شمېر مشران وژلي هم دي، په سیمه او نړۍ کې د ناامنیو دوام لپاره یوه لوی ګواښ دی.

د ناورین نړۍوالې ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې طالبانو د داعش پر ضد جګړه کې له سخت زور زیاتي کار اخیستی او ان هغه سلفیان یې هم په نښه کړي، چې له داعش سره هېڅ تړاو نه لري.

د اسراییل پوځ وايي، د یمن له لوري یو توغندی د اسراییل پر لور توغول شوی و، خو د دوی دفاعي سیسټم هدف ته تر رسېدو وړاندې دغه توغندی ویشتلی او له منځه وړی دی. دا پېښه تر هغه وروسته شوې، چې د سوېلي اسراییل په یو شمېر ښارونو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.