
طالبانو له ایران څخه وغوښتل چې د سیمې پر هېوادونو له بریدونو ډډه وکړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سېشنبې په ورځ په کابل کې له بهرنیو ډیپلوماټانو سره په یوه ناسته کې له ایران څخه وغوښتل، چې د سیمې پر هېوادونو له بریدونو ډډه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سېشنبې په ورځ په کابل کې له بهرنیو ډیپلوماټانو سره په یوه ناسته کې له ایران څخه وغوښتل، چې د سیمې پر هېوادونو له بریدونو ډډه وکړي.

په افغانستان کې په تیره څه کم نیمه پیړۍ کې په افغان وژنو کې په یو ډول نه بل ډول یا په بل عبارت په مستقیم یا غیر مستقیم ډول پاکستان ښکیل و او دی. خو پاکستان په مختلفو نومونو خپل جنایات یا و نه منل او یا یې هم د سمولو لپاره د ټولو اسلامي، حقوقي او اخلاقي موازینو ضد موقف غوره کړ .

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري سږکال د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت د ټولو پوځي مراسمو او غونډو د لغوه کولو امر کړی دی.

پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په لړ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت هیله څرګنده کړې ده. هغه زیاته کړې، چې افغانان او د طالبانو حکومت پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو پر وړاندې له تهران څخه ملاتړ څرګند کړ.

د مقاومت جبهې د سیاسي برخې رییس عبدالله خنجاني اعلان وکړ، چې دې جبهې په تېرو ۵ کلونو کې د طالبانو پر وړاندې له دوه زرو ډېر بریدونه کړي دي. خنجاني د سېشنبې په ورځ د بلجیم د سنا مجلس په یوه ناسته کې وویل، په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

بي بي سي وايي، ددوی خبریالانو تېره شپه په کابل کې دامید په نوم د معتادینو د درملنې ۲زره بستریز مرکز څخهد راپور پرمهال ولیدل چې د مرکز ځینې برخې لاهم په اور کې وې او ددوی د حضور پرمهال له ۳۰ څخه ډیر جسدونه انتقال شول. په دغه برید کې د ۴۰۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په کابل کې د پاکستان له خوا د برید په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان د خپلو بادارانو څخه د افغانانو د وژولو پروژه اخیستې ده.

کابل کې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې مشر دین محمد حقبین له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې د پاکستان د وروستیو بریدو له بې ځایه شویو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د طالبانو حکومت ویلي چې کندز او بامیان له زندانونو خڅه یې ۱۱۱ زندانیان چې د بېلابېلو جرمونو په تړاو په بند کې وو خوشي کړي دي. له دغه خوشې شویو بندیانو غوښتل شوي چې په راتلونکي کې له جرمونو ډډه وکړي.

د امریکا مرکزي استخباراتو سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز، د افغانستان د تازه پېښو په اړه خبرداری ورکړی چې د طالبانو ملاتړ کوونکې رسنۍ او ځینې افراد د القاعده او نورو ترهګریزو شبکو د فعالیتونو حقیقتونه پټوي، او دې پروپاګنډې د امریکا د امنیتي اقداماتو اغېز کمزوری کړی دی.

پر کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د پاکستان د وروستیو بریدونو وروسته، د طالبانو د حکومت د لوړو پوړو چارواکو پر چوپتیا د خلکو نیوکې زیاتې شوې دي. ګڼ شمېر افغانانو اندېښنه څرګنده کړې چې ولې د طالبانو مشر، رییس الوزرا او د طالبانو د کابینې غړي د دغو بریدونو په اړه څرګند دریځ نه نیسي.

ایران انټرنشنل ته رسېدلي راپورونه ښيي، چې له اسراییل او امریکا سره د ایران په روانه جګړه کې تر دې دمه د ایران لږ تر لږه پنځه زره امنیتي او نظامي ځواکونه وژل شوي او تر ۱۵ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله ترې غوښتل شوي، چې د چین له ولسمشر سره خپله راتلونکې لیدنه «شاوخوا یوه میاشت» وځنډوي. دا سفر د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې د دویمې نیمایي لپاره پلان شوی و.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس اعلان وکړ، چې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي د امنیت د ټینګښت لپاره د بېلابېلو انتخابونو له څېړلو وروسته پرېکړه وکړه، چې په سیمه کې خپل سمندري عملیات پراخ نهکړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جګپوړی غړی علي وزیر له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته یوځل بيا نیول شوی دی. علي وزیر د سند ايالت په سکر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي نعيم خان سلیمان خېل له کوره نیول شوی.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکو د جېټ الوتکو د الوتنو او پر ښار د هوايي بریدونو خبر ورکړی دی. د کابل لږ تر لږه پنځو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د څو زورورو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي. سرچینې وایي چې د کابل د پنځمې ناحیې په سیمه کې د دوو چاودنو او الوتکې غږ اورېدل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د شري، ډینګي تبې او نس ناستې ناروغۍ زیاتې شوې دي، چې له امله یې ۳۱۳ کسان د ساه خطرناکې ناروغۍ او سینهبغل له امله مړه شوي دي. په فبرورۍ میاشت کې د سینهبغل له ۱۵۷ زرو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان وايي، چې یوه افغانه خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو نورو ښځینه غړو سره له تېرو دوو اونیو راهیسې د پاکستان په زندان کې دي. امسو وايي، چې افغان خبریالان په هېواد کې د خوندیتوب د نشتوالي او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو له امله پاکستان ته کډوال شوي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا د دایمي استازي مرستیال ارچي یانګ د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې راتلونکې درې میاشتې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د ماموریت د ساحې ارزونې لپاره مهم فرصت وي او باید د دې ادارې دوامداره حضور تضمین شي.

د بښنې نړیوال سازمان سیمهییز دفتر وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) یوازې د دریو میاشتو لپاره تمدید د اندېښنې وړ دی.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د دوکي ولسوالۍ په بختیار لوڼي کلي کې د سړک غاړې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. دغه نظامیان چې په یوه موټر کې سپاره وو، د کوکنارو د کر پر ضد له عملیاتو وروسته د ستنېدو پرمهال د چاودنې هدف ګرځېدلي.