
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت درې میاشتې نور وغځاوه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو هیوادونو په یوه سلا سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت د درې میاشتو لپاره وغځاوه. د دې پرېکړې موخه دا ده چې په افغانستان کې د سولې، بشري مرستو، د بشري حقونو څارنې او د نړیوالو مرستو همغږۍ چارې لا پر مخ ولاړې شي.



















