
طالبانو د هلمند له زندان نه ۶۰۰ بندیان ازاد او د ۱۶۲ نورو بندیانو د بند موده راکمه کړې
په هلمند کې طالب مسوولین وايي، د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د هبتالله اخوندزاده د ځانګړي حکم پر بنسټ د دغه ولایت له زندان څخه ۵۹۶ بندیان ازاد او د ۱۶۲ نورو د بند موده راکمه شوه. طالبانو له خوشي شویو بندیانو غوښتي چې په راتلونکې کې له جرمونو ډډه وکړې.



















