
په بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ وسلهوال وژل شوي دي
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) خبر ورکړی، چې د بلوچستان په کویټې او کیچ کې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۱۸ وسلهوال وژل شوي دي. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي.



















