
یو امریکایي چارواکې پر ایران د مالي سرچینو د بندولو په موخه منځني ختیځ ته سفر کوي
د امریکا د خزانې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو مرستیال جان هرلي، پر ایران د فشارونو د زیاتوالي لپاره منځني ختیځ او اروپا ته خپل سفر پیل کوي.

د امریکا د خزانې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو مرستیال جان هرلي، پر ایران د فشارونو د زیاتوالي لپاره منځني ختیځ او اروپا ته خپل سفر پیل کوي.

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب وايي، د جمعې په مازدیګر (د لړم ۹مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ورته رسماً ډاډ ورکړی، چې د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د تورخم لاره یوازې د ستنېدونکو افغانانو لپاره پرانېزي.

د ایران د بشري حقونو سازمان «ههنګاو» په یوه خپور کړې راپور کې ویلي چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې د دوو افغانانو پشمول ۹ تنه بندیان اعدام کړي دي.

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې، او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق وايي، افغان لوبغاړو په اسیایي سیالیو کې ۶ مډالونه ګټلي دي. دغه سیالۍ چې د افغانستان په ګډون د ۴۵ هېوادونو تر منځ پیل شوې وې، د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) پای ته ورسېدې.

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال نادر یار احمدي ویلي: «موږ له غیر ایراني وګړو سره د واده مساله له شریعت څخه قانون ته بدلوو. البته، دغه چاره ډېری مخالفین او ملاتړي هم لري.»

سرچینې وايي، ټيټيپي په خیبر پښتونخوا کې یو مخابراتي مرکز په بمونو سره لهمنځه وړی دی. دغه مرکز د لکي مروت ولسوالۍ په نظر خېلو سیمه کې موقعیت درلود. د خیبرپښتونخوا ځايي مسوولینو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پولیسو د «غیرقانوني کډوالو» پر وړاندې په درې ورځنیو عملیاتو کې د کورونو هغه ۱۶ مالکان نیولي چې ناقانونه افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي و او ورسره جوخت یې ۱۶۳ افغانانو هم نیولي دي.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان له پلازمینې اسلام اباد څخه د افغانانو یوه ۱۴ کسیزه ډله د دغه هېواد هانوور ښار ته رسېدلې ده. د دویچهویله د راپور له مخې، دا په جرمني کې د ایتلافي حکومت له جوړېدو راهیسې د افغان پناهغوښتونکو درېیمه ډله ده، چې دغه هېواد ته لېږدول کېږي.

په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه وايي، د طالبانو شور او تبلیغات دې ډلې ته مشروعیت نهشي ورکولی. هغه د طالبانو د دغو تبلیغاتو په تړاو وضاحت نه دی ورکړی، خو ښايي اشاره یې له پاکستان سره جګړه او همداراز خبرې اترې وي.

پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، په پاکستان کې له افغان کډوال سره ډېر «وحشتناک» چلند کېږي. په پېښور کې بیا د طالبانو کونسل له پاکستان څخه غواړي تر هغې چې لارې نه وي پرانېستل شوي، نو د افغان کډوالو د اېستنې بهیر دې ودروي.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د دغه هېواد چارواکو ته امر کړی، چې د خپلو لوړبیه موټرو کلياني حکومت ته وسپاري. رویټرز راپور ورکړی چې احمد الشرع د خپل ورور دفتر هم تړلی او له دولتي ادارو یې غوښتي چې له هغه سره همکاري ونه کړي، ځکه چې هغه د کورنۍ له نوم څخه ناوړه اسفتاده کړې وه.

د خیبرپښتونخوا د باجوړ لپاره د ټيټيپي مسوولینو ځايي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې هره ورځ له ماښام وروسته پر سړکونو تګ راتګ ونهکړي، ځکه پر لارو یې بمونه اېښي دي. د دوی په وینا، که چېرې په دې بمونو کې چاته زیان ورسېد، نو مسوولیت د دوی پر غاړه نه دی.

د بلوچستان د کلات ولسوالۍ په خالق اباد سیمه کې د وسله والو د یوه نښه ویشتونکي له خوا په برید کې د پاکستان د دوو کمانډویانو په ګډون ۶ سرتيري وژل شوي دي. ځایي چارواکو بیا په علمیاتو کې د ګڼو بلوڅ وسله والو د وژولو ادعا کړې.

د قطر لپاره د طالبانو سفیر او په استانبول کې له پاکستان سره د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین وايي، د استانبول په پنځه ورځنیو خبرو اترو کې د پاکستان ځينې غوښتنې غیر عملي او غیر منطقي وې. هغه وایي، د طالبانو غوښتنې ډیرې منطقي او باید په متن کې شاملې شوې وای، خو «توافق ته ونه رسېدو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې پاکستان د امریکا او هند ترمنځ د دفاعي تړون په اړه خبر ترلاسه کړی دی. طاهر اندرابي ویلي، چې دوی پر سیمه باندې د امریکا او هند د دفاعي تړون د اغیزو په اړه بیاکتنه کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان ویلي، چې د یو شمېر مسلمانو هېوادونو مشران د راتلونکې دوشنبې په ورځ په استانبول کې راټولیږي او د غزې د اوربند او راتلونکو اقداماتو په اړه بحث کوي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت ویلي، چې متحده ایالاتو د هند سره ۱۰ کلن دفاعي تړون لاسلیک کړی دی. د رویټرز راپور له مخې، هېګسېت له خپل هندي سیال راج نات سنګ سره له لیدنې وروسته پر اېکس لیکلي، چې دا تړون د سیمهییز ثبات لپاره بنسټیز اهمیت لري.

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عبادالله فاروقي وايي، چې سبا د پاکستان له خوا د تورخم دروازه یوازې د ګډوالو لپاره پرانېستل کېږي. نوموړي پر اېکسپاڼه لیکلي:«هېوادوال او مسافرین دې تورخم ته سفر نه کوي، ځکه د پاکستان لورې له قوله دروازه یوازې د کډوالو لپاره پرانېستل کېږي.»

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو په توپیر ماته ورکړه. د لوبې پچه زمبابوې لوبډلې ګتلې وه او افغان لوبډلې ته یې د ۱۲۶ منډو هدف ورکړی و.

د طالبانو د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، افغانستان کې دمګړۍ ۲۶ میلیونه فعال سیمکارټونه موجود دي. د نوموړي په وینا د افغانستان شاوخوا ۸۵ سلنه جغرافیه تر مخابراتي پوښښ لاندې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، تر څو چې افغان طالبان د ټی ټي پي له ملاتړ نه لاس نه وي اخیستی، تر هغو به د کابل او اسلام اباد اړیکې عادي نه شي. نوموړي ویلي، چې د ټي ټي پي یو شمېر غړي په افغانستان کې اوسیږي او پاکستان ته یې د ننوتو مخه باید ونیول شي.