
عباس عراقچي: د تهران او واشنګټن ترمنځ ستونزه نه حل کېدونکې ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او امریکا د حکومتونو ستونزه «نه حل کېدونکې» وبلله او هممهاله یې ګواښ وکړ، چې د اسراییل هر ډول بیا برید به د تهران له سخت غبرګون سره مخ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او امریکا د حکومتونو ستونزه «نه حل کېدونکې» وبلله او هممهاله یې ګواښ وکړ، چې د اسراییل هر ډول بیا برید به د تهران له سخت غبرګون سره مخ شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د طالبانو له لوري د کابل پوهنتون په انګړ کې د دري ژبې شاعر او لیکوال خلیلالله خلیلي د قبر ویجاړول وغندل او زیاته یې کړه، چې طالبانو په دې ډول کړنو سره ثابته کړې، چې د افغانستان د تاریخي حافظې اصلي دوښمنان دي.

په پخوانۍ ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی شاپور حسنزوی وایي، چې د طالبانو د تخنیکي او مسلکي عمومي مشر ساتونکو د یوې دسیسې له مخې په ناحقه بندي کړی وو. نوموړی وايي، چې د غږ پورته کولو په اړه طالبانو ورته بې شمېره اخطارونه ورکړي دي.

د پاکستان د مالیې او عوایدو فدرالي وزیر محمد اورنګزېب د دې هېواد د کابینې د اقتصادي همغږۍ کمېټه کې ویلي، چې د سېلابونو له امله ډېری فصلونه زیانمن شوي او ورسره به ښايي په ټول هېواد کې د خوراکي توکو بیې یو ځل بیا لوړې شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې تر هغه به له پوتین سره ونه ګوري، تر څو د سولې تړون ته ونه رسېږي. هغه د تلې په ۳۰مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پلان شوې لیدنه لغوه کړه او ویې ویل، چې دا سمه نه ده.

د غزې د روغتیا وزارت وایي، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۹۳ فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي او له ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. له دې سره بیا په غزه کې د قربانیانو ټول شمېر ۶۸ زره او ۵۱۹ تنو ته رسېدلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې حماس دې د یرغمل شویو جسدونو د بېرته سپارلو کار پیل کړي. د نوموړي په وینا: «زه به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د دې پروسې پرمختګونه له نږدې وڅارم.»

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو د شنبې په شپه له نهو ساعتونو خبرو وروسته پای ته رسېد. تمه کېږي، چې دا خبرې اترې به لا دوه ورځې نور هم دوام وکړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمان په اسلاماباد کې د برېتانیا له سفیرې جین ماریوټ سره د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. نوموړي په دې لیدنه کې د پاکستان او برېتانیا د اړیکو د پیاوړتیا په اړه هم بحث کړی دی.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام وايي، په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو څه کم لس سلنه یې رسمي پورونو ته لاسرسی لري او په وینا یې پاتې متشبثې ښځې له دغو پورونو محرومې دي.

د پاکستان پوځ وايي، د خېبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) د یو لړ عملیاتو په پایله کې د ټيټيپي ۸ غړي وژل شوي دي. د پوځ په وینا، امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې ۳ نور وسله وال چې د یوه موټر بم پر جوړولو بوخت و، هم وژلي دي.

د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، وچکالۍ او د کډوالو ستنېدو د فقر او بېکارۍ ناورین لا پسې زیات کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ختیځې اسیا ته د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ، چې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د لیدنې لپاره چمتو دی.

د طالبانو د برېښنا شرکت عمومي اجراييوي مشر عبدالباري عمر وايي، چې د هېواد پرمختګ یوازې د حکومت دنده نه، بلکې د ټولو ګډ مسوولیت دی. نوموړي په یوه پیغام کې له خلکو غوښتي: «دا نظام له تاسو پیسې نه غواړي، خو د هېواد د ابادۍ لپاره هر څوک باید خپل رول ولوبوي.»

طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې که د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ په ترکیه کې روانې خبرې ناکامې شي نو پاکستان به مستقیمې جګړې ته داخل شي، ویلي: «د تاسو په هېواد کې د پوځي کودتا وخت رارسېدلی دی.»

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په ترکیه کې د بېلا بېلو هېوادونو ۱۲۲۰۰۰ څخه ډېر غیر قانوني کډوال نیولې. د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په نیول شویو کډوالو کې ۳۰،۰۹۹ یې افغانان شامل دي.

زلمی خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان کې راڅرګند شوی دی، خو دا ځل نه د رسمي استازي په توګه، بلکې د یوه ځان ښودونکي منځګړي په بڼه چې د طالبانو او بهرنیو ګټو ترمنځ راشه درشه کوي. د هغه وروستۍ کړنې د ډيپلوماسۍ، شخصي لابيګرۍ او د بایللي شهرت د بیا رغولو ترمنځ کرښې تتې کړې دي.

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي چې ددغه وزارت پلاوي د ترکیې هېواد ته د سفر پرمهال د یو تخنیکي ټیم په ملتیا د رېل پټلۍ د نړیوالې اتحادې په ۳۶مه سیمه ییزه غونډه کې کډون کړی. دوی زیاتوي په دې غونډه کې د غړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي او مدیریتي برخو کې خبرې شوي دي.

د طالبانو د ولوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په ارزګان کې د زده کړیالانو سره د یوې غونډې پرمهال وویل:«نړۍ د علم په مرسته ودانه ده او د دنیا او اخرت ابادي د علم په زده کړه کې نغښتې ده، چې ټول باید د علم حاصلولو لپاره هڅه وکړو.»

د طالبانو د ننګرهار ولایت والي رسنیز دفتر ویلي، د جلالاباد ښار د اوسېدونکو هغه شکايتونه څېړل شوي، چې د کورونو د کرايې د لوړوالي په اړه يې وړاندې کړي وو.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د مدرسو او ښوونځینو جوړولو لپاره ۵۸۹ جریبه ځمکه ځانکړې شوې ده.