
ندیم: موږ باید ټولنې ته ژمن، دیندار، متخصص او په اسلامي اخلاقو سنبال کادرونه وړاندې کړو
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د بلخ پوهنتون استادانو ته په وینا کې د ځوانانو پر روزنې ټینګار کړی او ویلي یې دي: «موږ مکلف یو چې ټولنې ته ژمن، متخصص، دینداره او په اسلامي اخلاقو سنبال کادرونه وړاندې کړو.»


















