• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

د اساسي قانون ۲۵ تعدیل لغوه کول؛ د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د جنرالواکۍ نوې لوبه

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۵ GMT+۰

په پښتونخوا کې د ډیورند د کرغېړنې کرښې سره جوختې اووه (۷) ولسوالۍ، یعنې باجوړ، مومند، خیبر، اورکزی، کورمه، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان د انګریزي استعمار د دورې نه د سیاسي استازو (پولیټیکل ایجنټانو) په ذریعه په غیرمستقیمه توګه اداره کېدې او دا سیمه یاغستان بلل کېده.

د انګلیسي استعمار د دغې ادارې وړومبۍ موخه د کرښې د دواړو خواوود پښتون/افغان له وجود نه د پښتنو د دغو غټو او قوي قبیلو بېل، په انزوا او په وروسته پاتې ټولنیزو او اقتصادي شرایطو کې ساتل وو. په شلمه پېړۍ کې هم دلته نه سیاسي ګوندونو او نه رسنیو ته د فعالیت اجازه وه او د دغو سیمو وګړي له ابتدایي بشري حقوقو نه هم محرومه وو.

دویمه موخه دا وه چې انګریزانو له دغو سیمو نه په افغانستان او په مرکزي اسیا کې مخفي استخباراتي او تخریبي فعالیتونه او لاس وهنې کولې. درېیمه موخه دا وه چې هر کله به محلي پښتني قومونو او قبیلو د ازادۍ غږ پورته کاوه، نو انګریزانو په دغه په اصطلاح یاغستان کې د الوتکو او ټانکونو له لارې د پوځي عملیاتو کولو کې کوم قانوني مانع وجود نه درلود.

په ۱۹۴۷ کال کې له خپل تاسیس وروسته، د پاکستان دولت د خپلو انګریزي مربیانو پالیسۍ ته ادامه ورکړه او د قبایلي سیمې (فاټا) د نوم تر پردې لاندې یې کټ مټ دغه استعماري نظام او د ایف سي ار تور قانون ژوندی وساته او د دغې سیمې اداره یې د اسلام‌اباد د مرکزي حکومت په لاس کې وساتله. پاکستان نه یوازې له دې سیمې څخه په افغانستان کې د جګړې لپاره د ټوپ اچونې د تختې په توګه استفاده وکړه، بلکې له ټولې نړۍ نه یې ترهګرراوستل او په دغه یاغستان کې یې میشت کړل.

دغو ترهګرو له یوې خوا له دغو سیمو نه په افغانستان کې په لویه کچه ترهګري او جګړه وکړه، او له بلې خوا یې د محلي پښتنو قبیلو زرګونه مخور، سپین‌ږیري مشران او روشن‌فکران ووژل. پاکستاني جنرالانو د ترهګرۍ پر ضد د تش په نوم جګړې تر پردې لاندې له باجوړه تر وزیرستان پورې سیمه کې د ترهګرۍ د ځپلو په نوم د پښتنو قومونو او قبیلو خلاف پراخ پوځي عملیات ترسره کړل، چې په زرګونو ماشومان، ښځې او سړي یې ووژل، د هغوی کورونه، جایدادونه او بازارونه یې ولوټل او تباه یې کړل، او په میلیونونو پښتانه له خپل کور او کلي نه تر اوږدې مودې په کډه کولو مجبور شول.

د پاکستاني پوځ د ناروا ظلمونو پر ضد، په ۲۰۱۸ کال کې په دې سیمه کې یو ستر ولسي پاڅون وشو، چې په لنډ وخت کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) شکل غوره کړ. د دغه سیاسي مقاومت تظاهراتو او پرلتونو په حکومت ډېر فشار راوست او د دغه فشار د کمولو او د پي ټي ایم په سیاسي توګه د خلع سلاح کولو لپاره، د جنرالواکۍ په امر د پاکستان پارلمان د هیواد په اساسي قانون کې د پنځه ویشتم تعدیل په وسیله دغه قبایلي سیمه (فاټا) د ۲۰۱۸ کال د می میاشتې په یو دیرشمه نېټه د پښتونخوا په ایالت کې مدغم کړه، ځکه د پي ټي ایم په شمول د پښتنو ډېری ملتپالو ګوندونو له ډېر وخت نه دغه غوښتنه کوله.

د اساسي قانون ۲۵ تعدیل لغوه کول

د ۲۰۲۱کال د اګست په میاشت کې، چې کله په افغانستان کې جمهوري نظام سقوط وکړ او طالبانو واک لاس ته راوړ، نو د سیمې په ستراتیژیکه اوضاع کې ستر تغییر راغی.

له طالبانو سره یو شمېر ترهګر سازمانونه هم کابل ته ننوتل. د نړۍ لپاره د طالبانو د امارت په رسمیت پېژندلو کې تر ټولو لوی خنډ په افغانستان کې د همدغو ترهګرو سازمانونو شتون دی. د طالبانو مشکل دا دی چې هغوۍ دغه ترهګر سازمانونه د افغانستان نه شړل نه غواړي. هغوی بهانه دا کوي چې دغو سازمانونو له دوی سره په اصطلاح د ازادۍ په جګړه کې برخه اخیستې ده او پر دوی یې ډېر احسانات دي، خو په حقیقت کې هغوی دغه سازمانونه خوندي ساتل غواړي.

د دې هدف تر لاسه کولو لپاره، پاکستاني جنرالان او طالبان یو ګډ پلان لري. د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پراخ فعالیت هم په دې موخه پیل شوی دی. په ۲۰۲۲ کال کې، چې کله په کابل او خوست کې د ټي ټي پي او د ای اېس ای د هغه وخت د رییس جنرال فیض حمید ترمنځ خبرې اترې کېدلې، نو د ټي ټي پي تر ټولو مهمه غوښتنه دا وه چې په ۲۰۱۸ کال کې د قبایلي سیمو په پښتونخوا ایالت کې شوی ادغام دې ختم کړل شي او د قبایلي سیمې (فاټا) پخوانی بیل حیثیت دې احیاء کړل شي.

100%

په حقیقت کې ټي ټي پي هغه فاټا بیا جوړول غواړي، چې له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۱۴کال پورې موجوده وه. په دغه وخت کې پاکستاني جنرالانو دغه اووه ولسوالۍ ټي ټي پي ته سپارلې وې او په دغو سیمو کې ټي ټي پي د حقانیانو شبکې او د طالبانو د نورو ډلو ټپلو کوربه‌توب کاوه. د ای ایس ای پخواني رییس جنرال فیض حمید، چې له ټي ټي پي سره کومه معاهده کړې وه، هغه کومه شخصي معامله نه وه، بلکې هغه د پاکستان د پوځ په استازیتوب او د پوځ د مشرتابه په اجازت دغه معاهده کړې وه. نو ځکه ټي ټي پي ته د پښتونخوا په ځینو سیمو د اشغال او هلته د موازي دولتي موسسو د جوړولو اجازه ورکړل شوې ده (که څه هم په ظاهر کې هغوی دغه سیمې په زور نیولې دي).

د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په میاشت کې، د پوځ مشرتابه په یوه خبري کنفرانس کې د فاټا د مدیریت لپاره د یوه جلا سیکرټریټ د جوړولو اعلان کړی و. اوس چې جنرال عاصم منیر په عملي توګه د پاکستان اصلي واکمن دی، نو د پاکستان مرکزي حکومت د جون د میاشتې په درویشتمه نېټه، د مرکزي وزیر مقام په مشرۍ کې د وزیرانو یوه کمیټه جوړه کړه چې هغه پخوانۍ فاټا کې د جرګو جوړولو میکانیزم ساز کړي. یعنی دغه جرګې به د رسمي محاکمو ځای واخلي. د جولای د میاشتې په دویمه نېټه د دغې کمیټې په غونډه کې د جرګو د رغولو په جزئیاتو خبرې وشوې.

په قبایلي سیمه کې د انګریز د استعماري دورې د ادارې د بیا جوړولو اصلي موخه د یوه داسې یاغستان بیا رغول دي، چې ټي ټي پي او نور ترهګر سازمانونه به ترې د پخوا غوندې یو ځل بیا د پټنځایونو په توګه استفاده کوي. په اسلام‌اباد کې سیاسي شنونکي په دې نظر دي چې په نژدې راتلونکې کې به د پاکستان پارلمان، د اساسي قانون د پنځه ویشتم تعدیل په لغوه کولو سره، د قبایلي سیمو اداره له پښتونخوا ایالت څخه په رسمي توګه وشوکوي او د فاټا یاغستان به بېرته احیاء کړي.

په دې ډول به پاکستان او طالبان دواړه د دغې سیمې د ادارې مسوولیت په غاړه نه اخلي او د ترهګرۍ مسوولیت به د پخوا غوندې یو ځل بیا په یاغستان کې میشتو د پښتنو قبیلو پر غاړه واچوي، او افغان/پښتون به یو ځل بیا د یوه نوي جنګ خاشاک وګرځي. د پښتنو په قبایلي سیمو کې دغه لوبه، په مرکزي اسیا کې د زبرځواکونو ترمنځ د هژمونۍ د شخړې له نوې مرحلې سره تړاو لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه؛ مشروعیت که نړۍوال رقابت؟

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۵ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل

افغانستان له داسې وضعیت سره مخ دی چې نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې او نړۍوالو لپاره هم د اندېښنې وړ دی. له نړېوالو اصولو، د بشر د حقونو له ارزښتونو او له مشروع سیاسي جوړښتونو پرته، یو ناقانونه او انحصاري واکمن رژیم په هېواد حاکم دی.

دا وضعیت نه د افغانانو، نه د ګاونډیانو او نه هم د نړۍوالې ټولنې په ګټه دی.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان استازولي له اعتبار پرته پاتې ده. ډېری سفارتونه غیر فعال شوي او هغه چې فعاله دي، د سفیرانو له مېلمستونونو سره ورته دي؛ داسې فضا حاکمه ده چې د افغانستان د ملي ګټو پر ځای، د یوې خاصې ډلې سیاسي، قومي یا ژبني ګټو ته کار کېږي. ځینې دا ډول نمایندګۍ د تفرقې، تعصب او سیاسي انحصار اور ته نور هم لمن وهي.

له اقتصادي پلوه، د افغانستان بانکي نظام فلج شوی، د بهرنیو اسعارو ذخیره کنګل ده، تجاران له وارداتو سره تړلو سترو خنډونو سره مخ دي. طالبان د پخواني جمهوریت د مالي قوانینو له مخې، مالیه، عشر او زکات ټولوي؛ خو نه شفافیت شته او نه د دغو عوایدو په بدل کې اساسي خدمات وړاندې کېږي. د فقر کچه ورځ تر بلې لوړېږي، تعلیمي نظام هم له نظره لوېدلی؛ نه یوازې د نجونو، بلکې د هلکانو لپاره هم د کیفیت او کمیت له پلوه د تنزل په حال کې دی. د عصري تعلیم پر ځای د جهادي مدرسو پراخوالی دوام لري.

سیاسي صحنه هم ګډوډه ده. اکثره افغان سیاسي ډلې یا استخباراتي تمویل لري، یا د بهرنيو اجنډاو برخه دي. نه دوی د مشروع حاکمیت د راوستو ظرفیت لري او نه د جګړې له لارې بدیل جوړول شوني دي. له بده مرغه، اوسنی حالت د فقر، افراطیت، نیابتي جګړو او نهایتاً د نویو جنجالونو د پیل لپاره حاصلخیز چاپېریال برابر کړی دی.

د سیمې او نړۍ د رقابتونو نوې معادله

په تېرو کلونو کې نړۍوال سیاستونو بدلون موندلی دی. پخواني دوستان اوسني دښمنان شوي او پخواني مخالفینو یو بل ته لاس ورکړی. نړۍ د یو قطبي حاکمیت له سیستم نه، د څو قطبي نظم پر لور روانه ده. په داسې حالت کې د افغانستان په قضیه کې هر ډول بهرنۍ مداخله‌ یا رسمیت‌ پېژندنه، د حل لاره نه ده، بلکې د سیاسي رقابتونو بله کړکۍ ده.

روسیه چې تازه یې طالبان د افغانستان د رسمي واکمنانو په توګه پېژندلي، دا کار یې د افغانانو د خیر لپاره نه دی کړی، بلکې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره یې یاد اقدام کړی دی. نه یوازې روسیه، بلکې نور هېوادونه هم چې له طالبانو سره تعامل لري، هغوی د افغانستان د ګټو پر ځای، خپل اهداف تعقیبوي.

تعامل – د ګټې یا زیان سبب؟

اصولي تعامل هغه دی چې د افغان ولس د ستونزو د حل، د نظام د مشروعیت او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره وي. خو هغه تعاملات چې د استخباراتي ملګرتیا، اقتصادي فشار یا سیاسي نفوذ لپاره وي، نه یوازې چې د افغانستان حالت به لا پسې خراب کړي، بلکې سیمې ته به هم ناورینونه وزېږوي.

د افغانستان د اوسني حالت حل یواځې هغه مهال شونی دی چې دلته مشروع، قانون‌مند او د خلکو له ارادې سرچینه اخیستی نظام رامنځته شي. داسې یو نظام چې ټول افغانان، که د هر قوم، ژبې یا سیمې وي، د کار، ژوند او سیاست حق ولري. دلته خبره د "سهامي حکومت" نه، بلکې د داسې سیسټم ده چې چاته سهم نه ورکوي، بلکې چاته حق ورکوي.

افغانان، جوړونه او د منځګړیتوب اړتیا

حقیقت دا دی چې افغانان د خپلمنځي حل، باور، ارادې او مدیریت لازم ظرفیت نه لري. له همدې امله، د یوه ملي، مشارکتي حل لپاره، د سیمې او نړۍ د نقش لرونکو هېوادونو مثبت رول ضروري دی؛ خو دا رول باید د رقابتونو له‌ مخې نه، بلکې د همکارۍ له دریځه ترسره شي.

که افغانستان د رقابتونو ډګر پاتې شي، نو دا به نه یوازې افغانانو، بلکې ټوله سیمې او نړۍ ته خطر وي؛ خو که یو مشروع، شفاف او جامع حکومت رامنځته شي، نو افغانستان به د هیڅ چا لپاره خطر نه وي.

د رسمیت پېژندنې اوږد مزل

طالبان لا تر اوسه د نړۍوالې ټولنې له‌ خوا په رسمي توګه نه دي منل شوي. هغوی لا هم د ملګرو ملتونو له تور لست څخه نه دي ایستل شوي او نه هم د افغانستان چوکۍ ورته تسلیم شوې ده. د SWIFT بانک‌دارۍ سیسټم یا د کنګل شویو پیسو خلاصون هم لا ناحل پاتې دی.

ممکنه ده چې نور هېوادونه هم طالبان په رسمي یا غیر رسمي ډول ومني، یا له هغوی سره اړیکې ولري؛ خو تر هغو چې دا تعاملات د افغانانو ستونزې حل نه کړي؛ د ثبات، عدالت او پراخ ګډون لپاره زمینه نه برابرېږي، د رسمیت‌ پېژندنې هېڅ ډول بهیر د افغانانو لپاره ارزښت نه لري.

پایله

هره هغه پرېکړه چې د افغانستان د ثبات، مشروعیت او د خلکو د ښېرازۍ لپاره نه وي، هغه د افغانانو له نظره بې ارزښته ده. د طالبانو رسمیت پېژندنه، که د روسیې له‌ خوا وي او که د بل هر هېواد له‌ خوا، هغه مهال ارزښت پیدا کولی شي چې دا ګام د مشروع نظم، د بشر د حقونو، د ښځو د تعلیم، د ولسواک سیاست او اقتصادي ودې لپاره واخېستل شي.

د منځني ختیځ د وېروونکې جګړې پایلې

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

د اوکراین اوږدې جګړې، لږه موده وړاندې د هند او پاکستان تر منځ لنډې جګړې او د منځني ختیځ اوسنۍ جګړې دا خبره څرګنده کړه چې د یوویشتمې پیړۍ په جګړو کې تر ټولو مهم ګټونکی فاکتور په ساینس او ټیکنالوژۍ کې پرمختګ دی.

دا جګړه ویروونکې وه ځکه دوو اتومي وسله لرونکو هیوادونو، امریکا او اسراییل، د ایران پر اسلامي جمهوریت په دې تور برید کړی و چې د اتوم بم جوړولو په کار کې یې ډېر پرمختګ کړی دی او په لږو ورځو کې به اتومي وسله ترلاسه کړي. خو له برید نه وروسته دواړو دا خبره هم جوته کړه چې د دوی دویمه موخه په ایران کې د اوسني رژیم لرې کول او د هغه پر ځای یو بل حکومت (د دوی د وینا سره سم د ایران د خلکو په خوښه) کښینول هم دي.

په دې کې د خطر خبره دا وه چې د ایران اسلامي جمهوریت له خپلې اتومي پروژې نه لاس اخیستو او د رژیم د بدلون خبرې منلو ته په هېڅ وجه چمتو نه و، نو د دې جګړې د اوږدېدو او په سیمه کې د خورېدو امکان موجود و لکه څنګه چې د جګړې په وروستۍ ورځ د ایران له خوا په قطر کې د امریکا پر پوځي اډه باندې برید وښوده.

د دې جګړې یوه بله ځانګړتیا دا هم وه چې امریکا او اسراییل دواړه داسې هیوادونه دي چې له ایران نه په جغرافیایي توګه لرې پراته دي (که څه هم امریکا د یوه زبرځواک په توګه د ایران له سرحدونو سره نږدې پوځي اډې لري). نو دغه جګړه په اساسي توګه د الوتکو، توغندیو، الکترونیکي وسایلو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله تر سره شوه.

د اوسني وخت دریو جګړو، د اوکراین اوږدې جګړې، لږه موده وړاندې د هند او پاکستان تر منځ لنډې جګړې او د منځني ختیځ اوسنۍ جګړې دا خبره څرګنده کړه چې د یوویشتمې پیړۍ په جګړو کې تر ټولو مهم ګټونکی فاکتور په ساینس او ټیکنالوژۍ کې پرمختګ دی.

دا ټکي د افغانستان لپاره ستر اهمیت لري، ځکه طالبان باید په دې پوه شي چې د پرمختللو توغندیو او د بې پیلوټه الوتکو په جګړه کې زیړې بوشکې او ځانمرګي بریدونه پخوانۍ اغېزې نه شي لرلی او په افغانستان کې په اصطلاح د مباح علومو د نظر نه غورځول او د ټول هیواد په یوه لویه مدرسه بدلول به افغانان د خپل ژوند، د هیواد د استقلال او ارضي تمامیت د ژغورنې په کار کې بې لاسو او بې پښو کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړتیا په دې کې ده چې سره له دې چې دغه اخوندي رژیم د خپلو افراطي سیاستونو، د امریکا له خوا لګیدلو بندیزونو او عمومي سیاسي انزوا له امله هغه صنعتي او اقتصادي پرمختګ نه دی کړی، چې د یوه پرمختلونکي او طبیعي منابعو لرونکي هیواد په توګه یې ایران پوتانسیل لري، خو بیا هم ایران د داسې پرمختللو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په خپله جوړولو کې دومره بریالی شوی دی چې د اسراییل د پوځي برید او پرمختللو وسلو د مقابلې توان یې ترلاسه کړی دی او د اسراییل د لومړي وزیر نتنیاهو دا اټکل سم نه و چې په لبنان کې د حزب الله ملیشو، په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له پای او په عراق کې د ایران د جوړو شویو ملیشو له تضعیف وروسته به ایران له اسراییل سره په جګړه کې سیالي ونه کړي شي.

په دې کې شک نشته چې د جګړې په وړومبي سر کې د ایران د مخکښو پوځي جنرالانو او اتومي ساینس پوهانو په وژلو سره اسراییل ډراماتیکې ګټې ترلاسه کړې وې او داسې ښکارېده چې ایران به ځان زر سمبال نه کړای شي، خو ایران پرې زر راوګرځېد او چې څومره جګړه اوږده او توده شوه، نو همغومره د اسراییل په غړو کې ستړیا راڅرګنده شوه او له امریکا نه یې په جګړه کې د ښکیلتیا غوښتنې ډېرې شوې.

د ولسمشر ټرمپ لپاره دا کار ځکه ګران و چې هغه په ټولټاکنو کې د امریکا له ولس سره ژمنه کړې وه چې د ولسمشر په توګه به امریکا په نړیوالو جګړو کې نه ښکیلوي، نو ځکه ټرمپ په جګړه کې د امریکا نیغ په نیغه ګډون د ایران په اتومي مراکزو باندې تر هوايي بریدونو پورې محدود وساته او د ایران خاورې ته یې امریکایي سرتیري ونه لیږل.

د امریکا او اسراییل په هوايي بریدونو سره د ایران هستوي پروژه ضعیفه شوې ده خو له منځه تللې نه ده او د رژیم د تغیر موخه هم تر سره نه شوه ځکه مو ویلي و چې د دې جګړې دویمه مهمه پایله دا ده چې نړیوالو زبرځواکونو چې څومره قدرت او نفوذ په شلمه پیړۍ کې درلود، هغه په یوویشتمه پیړۍ کې نه لري، ځکه نړۍ نوره یو قطبي یا دوه قطبي پاتې نه ده، بلکې هغه اوس ګڼ قطبي شوې ده او په دې کې د زبرځواکونو امر د پخوا په شان په زور نه شي پلي کېدای.

د نړۍ د جنوب د دولتونو اقتصادي او سیاسي نفوذ کچه لوړه شوې ده او د زبرځواکونو لپاره دا ممکنه نه ده چې هغوی دې د نړیوال جنوب رایې تر پایه له نظره وغورځوي. خو د زاړه نړیوال نظام د زوال او د نوي نظام د ودې تر منځ د ګذار په مرحله کې یوه مهمه معضله د ملګرو ملتونو او نورو زړو نړیوالو سازمانونو زوال او انحطاط دی، چې په نړۍ کې یوه له خطر نه ډکه تشه رامینځته کوي.

100%

باید دا خبره هیره نه کړو چې په شلمه پیړۍ کې د دویمې نړیوالې جګړې د پیلیدو له عواملو څخه یو مهم عامل له لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته په ۱۹۲۰ کې د جوړ شوي لیګ اف نیشنز بې اعتباره کېدل او بې اغېزتوب و، چې نړۍ یې د دویمې نړیوالې جګړې کندې ته ورټیل وهلی وه. دغه تشه په اوسني وخت کې په ځینو وجوهاتو ډېره سنګینه مساله ده. د مثال په توګه، د ځمکې پر مخ د بشري ټولنې د نړیوال کېدو (globalisation) پروسه ډېره پر مخ تللې ده او په داسې مجازي او فزیکي نزدېوالي کې اوسېدونکي انسانان او هیوادونه له یوه موثر نوي نړیوال نظام پرته ګډ سوله‌یز ژوند نه شي کولای.

یوه بله پوښتنه دا ده چې د اتومي وسلو ترلاسه کولو لپاره له یوه منل شوي او بې تبعیضه معیار پرته د منځني ختیځ جګړې ته د پای ټکې څنګه ایښودل کېدای شي؟ او که دغه جګړې بندې هم شي، نو د اوکراین جګړه او په فلسطین کې جګړې به کله او څنګه پای ته ورسیږي؟ او د نويو نړیوالو جګړو د زر زر او بیا بیا پیل کېدو مخنیوی به څنګه کېږي؟

دا پوښتنې په داسې شرایطو کې مهمې شوې دي چې په نړۍ کې د اتومي وسلو د لاس ته راوړلو په سیالیو کې بې‌ مخینې زیاتوالی راغلی او په پټه او څرګنده ګڼ شمېر هېوادونه د اتومي وسلو د جوړولو او ترلاسه کولو په هلو ځلو بوخت دي.

دا ویره هم موجوده ده چې د دغو سیالیو په ترڅ کې اتومي وسله چېرته د ترهګرو لاس ته ونه لويږي. په دې سیالۍ باندې ولکه له ګډو او منظمو هلو ځلو پرته نه شي کېدای او دا کار یوازې یو نوی، غښتلی، اغیزناک او بااعتباره نړیوال سازمان سر ته رسولی شي.

د ټرمپ له خوا د اسراییل او ایران تر منځ اوربند په تړاو لویې پوښتنې

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۷ GMT+۱
•
خبرخونه

ډونالډ ټرمپ چې د تېرې اونۍ په پای کې امریکايۍ بم اچوونکې د ایران پر اتومي تاسیساتو د برید لپاره واستولې، باور یې درلود، چې له خپل متحداسراییل سره د تهران د اتومي پروګرام په کمزوري کولو کې مرسته کولای شي او هممهاله خپله پخوانی ژمنه وساتي، چې نه غواړي په اوږدمهاله جګړه کې ښکېل شي.

رویټرز خبري اژانس د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳مه، راپور ورکړ چې څو ورځې وروسته د ټرمپ له‌خوا د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند د اعلان اقدام ښيي، چې ممکن نوموړیپه بمبارۍ توانېدلی چې د ایران مشران بیا خبرو ته کینوي.

خو سره له دې، لا هم یو لړ مهمې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي. له هغې جملې څخه دا چې: ایا رښتیا هم اوربند د دغو دوو پخوانیو دښمنانو تر منځ عملي کېدای شي، چې کلونه‌یې ترمنځ "په سیوري کې جګړه" روانه وه، او په دې وروستیو ۱۲ ورځو کې دا شخړه د هوایي بریدونو او مستقیمو حملو تر کچې لوړه شوې؟

د جګړې ۱۱مې ورځې ته کتنه

د دواړو خواوو ترمنځ د اعلان شوي اوربند شرایط هم لا هم روښانه نه دي. سره له دې چې ټرمپ په خپلو ټولنیزو شبکو کې دا "یو بشپړه او سرتاسري اوربند" یاد کړی.

همداراز دا روښانه نه ده چې واشنګټن او تهران به ناکامو شوېو اتومي خبرو ته دوام ورکړي او که نه، او د ایران د بډایه شویو یورانیمو برخلیک به څه وي، چې څېړونکي وایي د امریکا او اسراییل له هوایي بریدونو خوندي پاتې شوي.

د امریکا پخوانی استخباراتي افسرجاناتان پانیکوف وايي، « اسراییليان خپلو ډېرو موخو ته رسېدلي دي او ایران د وتلو لاره لټوله. امریکا هیله لري چې دا د پای پیل وي. خو اصلي ننګونه دا ده چې ایا د دوام لپاره کومه واضحه ستراتیژي هم شته؟».

رویټرز لیکلي، سره له دې چې د شخړې د پای ته رسېدو هیلې زیاتې شوې دي، بیا هم دا پوښتنې پر ځای پاتې دي چې په رښتیا کوم څه توافق شوي؟

بل خوا، د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د سې شنبې پر سهار له ایران څخه پر اسراییل توغندي توغول شوي دي.

د اسراییلي عاجلو خدماتو له مخې، په بئرشبع ښار کې د یوې ودانۍ پر سر د توغندي لګېدو له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

یوازې لږ وروسته، ټرمپ اعلان وکړ چې د ایران او اسراییل تر منځ اوربند "اوس عملي شوی"، او له دواړو هېوادونو یې غوښتنه وکړه چې دا شرایط نقض نه کړي.

سره له دې چې یو ایراني چارواکي مخکې تایید کړې وه چې تهران اوربند منلی، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا اعلان وکړ: « تر هغې چې اسراییل خپل بریدونه ونه دروي، د اوربند خبره بې‌ځایه ده».

سوله د زور له لارې؟

ټرمپ او پلویان‌یې دا وضعیت د بهرني سیاست یوه تاریخي لاسته راوړنه بولي، چې دوی یې "د ځواک له لارې سوله" بولي.

ټرمپ د اسراییل دا ادعا تایید کړې وه چې تهران د اټومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی، خو ایران تل دا رد کړې ده.

د امریکا استخباراتي ادارو د روان کال په پیل کې ویلي وو چې ایران په فعاله توګه اټومي وسلې نه جوړوي، او دا ارزونه تر اوسه نه ده بدله شوې.

د ټرمپ اعلان یوازې څو ساعته وروسته له هغې وشو، چې ایران د امریکا له لورې د ۳۰ زره پونډي بمونو د کارولو په غبرګون کېپه قطر کې د امریکايي هوایي اډې پر لور توغندي وتوغول. دې بریدونو کوم ځاني تلفات یا ستر زیانونه نه درلودل.

د ټرمپ د ادارې چارواکي د تهران دغه غبرګون "محاسبه شوی" وباله، او هدف‌یې د شخړې د لا پراخېدو مخنیوی وباله.

ټرمپ له دواړو لوریو وغوښتل چې خبرې وکړي. د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړي چارواکي وویل اسراییل له اوربند سره موافقه کړې، خو شرط‌یې دا دی چې ایران نور بریدونه ونه‌کړي. نوموړي همداراز وویل چې ایران هم د بریدونو د نه‌تکرار سیګنال ورکړی دی.

دغه چارواکی وايي، ټرمپ له نتنیاهو سره مستقیمې خبرې کړې، او همداراز مرستیال ولسمشر جی‌دي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د منځني ختیځ لپاره ځانګړي استازي استیو ویتکاف هم له تهران سره د مستقیمو یا غیرمستقیمو اړیکو برخه وو.دوحې هم د تماسونو په ټینګښت کې رول لوبولی.

سپینې ماڼۍ ویلي، تهران د "شدید ضعف" له امله اوربند ته غاړه ایښې. د اسراییل له خوا د څو ورځو بریدونو په ترڅ کې د ایران نظامي او اتومي تاسیسات بمبار شوي، او ځینې مهم کسان لکه د اتومي پروګرام کارکوونکي یا امنیتي مشران وژل شوي یا هدف ګرځېدلي دي.

درې اسراییلي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې اسراییل غواړي خپل عملیات ختم کړي او دا پیغام‌یې واشنګټن ته هم رسولي خو دا به تر ډېره پورې د تهران پر چلند پورې تړلی وي.

د ختیځې آسیا کارپوهه لورا بلومنفلد وايي: «اوس چې ټرمپ اعلان کړی سوله شوې، دا به نتنیاهو ته ډېر سخت وي چې علناً ورسره مخالفت وکړي».

د ټرمپ لوی قمار

د ټرمپ پرېکړه چې پر ایران اتومي تأسیساتو برید وکړي، د هغه د ولسمشرۍ تر ټولو ستر او شاید خطرناک ګام بلل شوی.

ټرمپ هیله درلوده چې نه یوازې د ایران د فردو اتومي مرکز له منځه یوسي، بلکې د ایران غبرګون هم محدود پاتې شي.

خو اندېښنه دا وه چې ایران ښايي د نړۍ تر ټولو مهم د نفتو مسیرهرمز تنګیبندکړي، د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړي یا خپلو نیابتي وسله‌والو ته امر ورکړي چې په سیمه کې بریدونه پیل کړي.

که ټرمپ وکولای شي دا شخړه پای ته ورسوي، نو ښايي د دیموکراتانو له ډېرو نیوکو خلاص شي، او همداراز د هغه جمهوري‌پال ملاتړي چې د بهرنۍ مداخلې مخالف دي، هم راضي شي. هغوی بمبارۍ د ټرمپ له انتخاباتي ژمنو سره مخالفې بولي.

دغه "بریا" کولی شي ټرمپ ته دا زمینه برابره کړي، چې تمرکز بېرته کورنیو مسایلو ته واړوي، لکه له اسنادو پرته مهاجرین ایستل یا د سوداګریزو شریکانو پر ضد د سوداګریزو جګړو پیل.

خو ټرمپ او ټیم‌یې نشي کولای د تهران کړنې او پاتې پوښتنې له پامه وغورځوي.

دنیس راس، چې د جمهوري‌پالو او دموکراتو حکومتونو د منځني ختیځ د پخوانیو خبرو اترو استازی و، وایي: «ایا اوربند دوام مومي؟ هو، ایران ورته اړتیا لري، او اسراییل هم د خپلو دفاعي اهدافو ډېره برخه ترلاسه کړې».

خو ستونزې لا هم شته، « ایران ډېر کمزوری شوی، خو د دې هېواد د اتومي او توغندیزو پروګرامونو راتلونکی څه دی؟ د بډایه شویو یورانیمو برخلیک څه کېږي؟ خبرې پکار دي ، خو دا به اسانه نه وي».

ولسمشر ټرمپ له فیلډ مارشال عاصم منیر نه څه غوښتي؟

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۹ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۵۳ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

د جون پر ۱۸مه د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ولیدل او د غرمې ډوډۍ یې له هغه سره وخوړه. په دې لیدنه کې، چې دوه ساعته یې دوام درلود، د پاکستاني اردو د استخباراتي سازمان ای‌اېس‌ای رییس جنرال عاصم ملک هم له عاصم منیر سره ملګری و.

دا لیدنه د بندو دروازو تر شا وشوه او د رسنیو استازو پکې حضور نه درلود.

دا لومړی ځل دی، چې د امریکا یوه ولسمشر د پاکستان د اردو یوه لوی درستیز ته په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې او خصوصي مجلس کولو بلنه ورکړې ده. په ظاهره دا کار د دولتي پروتوکول نه سرغړونه ګڼل کېږي، ځکه د یوه هېواد ولسمشر د بل هېواد خپل هم‌رتبه دولتي یا حکومتي مشرانو ته د خصوصي لیدنو بلنه ورکوي. د دې نه وړاندې، د پاکستان دریو لوی درستیزانو، جنرال ایوب خان، جنرال ضیاءالحق او جنرال پرویز مشرف، د امریکا له ولسمشرانو سره خصوصي لیدنې او خبرې اترې کړې وې، خو هغوی دا لیدنې په پاکستان کې د پوځي کودتاوو د ترسره کولو او د ولسمشرۍ چوکۍ تر اشغالولو وروسته کړې وې. نو ځکه دا پوښتنه رامنځته کېږي، چې دغه د عاصم منیر او ټرمپ فوق‌العاده لیدنه څنګه او ولې وشوه؟

باید په دې خبره سر خلاص کړو، چې د پاکستان د پوځ او امریکا اړیکې اوږد شالید لري. پاکستان د امریکا او بریتانیا سره یو ځای د ۱۹۵۰مې لسیزې په اوږدو کې د شوروي ضد پوځي معاهدو (CENTO او SEATO) غړی پاتې شوی و. په ۱۹۸۰مه وروسته، په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې د امریکا تر ټولو نژدې متحد و او وروسته یې په اصطلاح ترهګرۍ ضد جګړه کې هم د امریکا په ملګرتیا کې میلیاردونه ډالر ګټلي دي.

په تېرو اووه نیمو لسیزو کې، له کومې استثنا پرته، د پاکستان د پوځ هر لوی درستیز له امریکا سره خصوصي اړیکې لرلې دي. امریکا په پاکستان کې تل د پوځي دکتاتوریو ملاتړ کړی، ځکه دا کار هغوی ته دا اسانتیا ورکوي، چې پرته له کوم چون او چرا، د یوې مرجع له لارې پاکستان اداره کړي (one-window operation) ځکه د پاکستان د سیاسي چارو ډېرو خارجي او داخلي څېړونکو لیکلي، چې د پاکستان اداره د انګلیسي ژبې د لومړي توري "A" یا "الف" نه پېلېدونکي درې نومونه کنټرولوي: الله، امریکا، او ارمي (اردو).

عاصم منیر ډېر په زحمت د لوی درستیز چوکۍ ته رسېدلی دی. که د پخواني لومړي وزیر عمران خان واکمني د پارلمان له خوا د عدم اعتماد له لارې پای ته نه وای رسېدلې، نو اوسني مقام ته د عاصم منیر ترفیع هېڅ امکان نه درلود. ځکه عمران د خوښې جنرال، د ای‌اېس‌ای پخوانی رییس فیض حمید و، او عمران خان غوښتل، چې هماغه لوی درستیز وټاکي. خو په اپرېل ۲۰۲۲ کې د عمران حکومت سقوط وکړ او د شهباز شریف حکومت عاصم منیر د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې د درې کالو لپاره لوی درستیز وټاکه، او وروسته یې د هغه د عهدې موده تر پنځو کالو پورې وغځوله.

عمران خان او جنرال فیض حمید اوس په بیلابیلو تورونو بندیان دي او محاکمه کېږي. عمران خان او د هغه ګوند "تحریک انصاف" پر عاصم منیر تور لګوي، چې پوځ د هغه په امر د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې په ترسره شویو ټاکنو کې درغلي کړې او شهباز شریف یې د تقلب له لارې د لومړي وزیر چوکۍ ته رسولی دی. که څه هم پوځ دا تورونه رد کړي، خو د عمران خان د ګوند دغه کمپاین دوام لري.

د خپل مشر ورور نواز شریف نه برعکس، شهباز شریف په سیاسي قدرت کې د جنرالانو برلاسی مني، او هند سره د وروستۍ جګړې د بریا دعوې په اساس، هغه عاصم منیر ته د فیلډ مارشالۍ منصب هم وسپاره. نو شهباز شریف او د هغه کابینه د یوه نااعلان شوي پوځي دکتاتور په توګه د عاصم منیر تر لاس لاندې کار کولو ته پوره چمتووالی لري، او د هغه نوم د یوه ملي زعیم په توګه اخلي. له ټرمپ سره دغه غیرعادي لیدنې د عاصم منیر د دکتاتورۍ لپاره نور قوت برابر کړ.

ولسمشر ټرمپ عاصم منیر ته د یوه داسې دولتي شخصیت په توګه د خبرو اترو بلنه ورکړې وه، څوک چې هم په پوځي او هم په ملکي سیاسي دواړو ساحو کې بشپړ قدرت لري. امکان لري، چې د کامرو او میډیا له لیدنې نه لرې ساتلو پرېکړه د عاصم منیر په غوښتنه شوې وي، ځکه دا لیدنه په داسې وخت کې کېږي، چې ټرمپ د ایران پر ضد د اسراییل په جګړه کې پر ښکېلتیا غور کوي. نو د ټرمپ او عاصم منیر د تودو احساساتو ډک عکسونه ښایي په پاکستاني ولس کې ښه سیاسي غبرګون نه وای لرلی.

د دې خبرې امکان ډېر کم دی، چې ټرمپ به له عاصم منیر نه د اسراییل او ایران په روانه جګړه کې د کوم ډول پوځي مداخلې غوښتنه کړې وي، ځکه د پاکستان اعلان شوی دریځ او د پارلمان له خوا تصویب شوې پریکړې د اسراییل پر ضد او د ایران په ملاتړ دي. تر ټولو مهمه دا چې د پاکستان د عامو وګړو احساسات هم همداسې دي.

خو ټرمپ، چې په نژدې وختونو کې یې پاکستان ځان ته دومره رانږدې کړی، چې د هند حکومت او عامه افکار یې هم له ځان نه خپه کړي، هرو مرو له عاصم منیر نه کومه ستره غوښتنه لرله. که څوک د منځني ختیځ په اړه د امریکا د تېرو دوو یا دریو لسیزو سیاست ته وګوري، نو هلته د امریکا ستره غوښتنه له مسلمانو هیوادونو نه د اسراییل په رسمیت پېژندنه ده.

ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ په تېره دوره کې هم له سعودي عربستان، پاکستان، اندونیزیا او نورو مسلمانو هیوادونو نه له اسراییل سره د ابراهیمي معاهدو د ملاتړ غوښتنه کړې وه. نو ډېر امکان شته، چې ټرمپ به له عاصم منیر نه هم دا غوښتنه یو ځل بیا کړې وي.

دغه راز د ایران پر ضد د دې ویجاړوونکې جګړې په بڼه کې پاکستان ته یو ډول خبرداری هم ورکړل شوی وي، چې تر هغه وخته به یې اتومي وسله نړیوال امنیت ته یو خطر ګڼل کېږي، تر څو چې هغه اسراییل په رسمیت ونه پېژني. له عاصم منیر سره د خبرو اترو دا غوښتنه د ډونالډ ټرمپ د معامله‌ګرۍ (deal) سیاست سره هم سمون لري.کېدای شي، د وخت په تېرېدو سره دا خبرې رابرسېره شي.

د نړۍوال سکون ورځ؛ د نړۍ بې سکونه چاپېریال او روانه درنه جګړه

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

هر کال د جون ۱۸مه په یو غیر رسمي او طنزي نوم د نړۍوالې وېرې ورځ "International Panic Day" نمانځل کیږي، چې موخه یې د وېرې هېرول او خلک دې هڅول دي چې له اضطراب سره مقابله وکړي، هېر یې کړي او خپل ټول دردونه عادي وګڼي. دا ورځ د سکون د ورځ په نوم هم یادیږي؛ ایا نړۍ د سکون ساه اخلي؟

د دې ورځې موخه دا ده چې خلکو ته وریاد کړي، که وېرې لرئ، اضطراب مو ډېر شوی، یا د ذهني فشار لاندې یاست، نو تم شئ، ژوره ساه واخلئ، ځان ته وخت ورکړئ او دا ومنئ چې اضطراب یوه طبیعي انساني تجربه ده. دا ورځ باید د سکون د پیدا کولو فرصت واوسي؛ یوه ورځ چې انسان په کې ځان ته رجوع کوي او له وېرې سره د مقابلې لارې لټوي.

خو د ۲۰۲۵ کال د جون ۱۸مه، د نړۍ د امنیت او ثبات له پلوه، تر بل هر وخت ډېره د وېرې ورځ ښکاري. دا ورځ د ارامتیا پر ځای، د بشري اضطراب او ګډوډۍ یو خشن تصویر وړاندې کوي، چې میلیونونه انسانان د مرګ او ژوند تر منځ په یو نازک تار ژوند کوي.

له ایرانه نیولې تر اسراییل او منځني ختیځ، له روسیې نیولې تر اوکراین او ان تر کشمیر او افغانستان د یو مشترک اضطراب لومې غځېدلي دي.

۱. د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه – د منځني ختیځ د امنیت خرابېدل

په وروستیو میاشتو کې د ایران او اسراییل ترمنځ تاوتریخوالی د مخامخ جنګ بڼه غوره کړې ده، له دواړو خواوو نېږدې ۳۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اسراییل پر ایران برید وکړ او د جېټ الوتکو او یو لویو توغندیو په وسیله یې د ایران یو شمېر ښارونه بمبار کړل، چې لا هم دا جګړه روانه ده.

بل خوا ایران پر اسراییلي اهدافو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي، د هایپرسونیک توغندي یې استفاده کړي دي او د اسراییل بېلابېلې سیمې یې ویشتې دي.

دا جنګ یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ نه دی، بلکې د ټول منځني ختیځ ثبات یې له خطر سره مخ کړی.

په ورته وخت کې امریکا هم په غیرمستقیم ډول په دغه جګړه کې دخیله ده او روسیې هم په وار - وار پر ایران د اسراییل برید غندلی دی.

د روانې جګړې له امله نېږدې ۸۵ میلیونه ایرانیان، ۹ میلیونه اسراییلیان، په لبنا، سوریه، عراق او غزه کې لږ تر لږه ۷۰ میلیونه انسانان له وېرې او ډار سره ژوند کوي.

سلګونه زره انسانان جبري بې ځایه شوي، میلیونونه نور د ژوند لومړنیو اړتیاو ته لاسرسی نه لري، په ګڼو سیمو انټرنیټ، برېښنا او نور خدمات تړل شوي.

100%

۲. روسیه او اوکراین – دوامداره جګړه، له ۵۰۰,۰۰۰ زیات قربانیان

د ۲۰۲۲ کال د فېبرورۍ راهیسې د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه روانه ده. دغې جګړې یوازې د دواړو هېوادونو خلک نه، بلکې ټوله اروپا، نړۍوال اقتصاد او د نړۍ سیاستونه اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې نږدې ۱۴ میلیونه اوکراینیان بې‌ځایه شوي دي. تر ۵۰۰,۰۰۰ ډېر کسان (عسکر او ولسي خلک) وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دا مهال په اوکراین کې نېږدې ۳۷ میلیونه خلک د جګړې له امله په ویره او اضطراب کې ژوند کوي، چې په ځینو سیمو کې یو شمېر اوکراینیان د ژوندانه لومړنیو اسانتیاو ته اړتیا لري.

همداراز په روسیه کې ۱۴۰ میلیونه انسانان د روانې جګړې له امله په یو نه یو ډول اغېزمن شوي دي. ګڼ یې اجباري عسکرۍ ته اړ شوي، بندیزونه پرې لګېدلي او ځینې یې له داخلي فشار سره مخ شوي دي.

100%

۳. غزه، لبنان او سوریه – د فلسطینیانو انساني ناورین

د غزې محاصره او پر فلسطینیانو بریدونه له ۲۰۲۳ کال راهیسې پراخ شوي دي. د اسراییلي بمبارۍ له امله، غزه نږدې د ژوند له امکان څخه وتلې سیمه ده.

د ۲۰۲۳ د اکټوبر له جګړې راپه دېخوا نږدې ۵۵,۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي .

همدا راز له ۲ میلیونه زیات وګړي د اوبو، برېښنا، خوړواو درملو له کمي سره مخ دي.

ورته حال په لبنان او د سوریې په ځینو سیمو کې هم دی چې خلک لومړنیو بشري مرستو ته شدیده اړتیا لري.

دا مهال په غزه کې ۲.۳ میلیونه وګړي له سختې وېرې سره ژوند کوي. د لبنان په جنوبي سرحدي سیمو کې نېږدې ۴ میلیونه وګړي او په سوریه کې ۱۸ میلیونه وګړي له سخت کړاو څخه تېریږي.

100%

۴. هند او پاکستان – پوله تل د جګړې له سیوري لاندې

هند او پاکستان چې دواړه اټومي وسلې لري، په کشمیر، سیرکریک او نورو برخو کې وخت په وخت پر یو بل د مداخلې تورونه لګوي. د دواړو هېوادونو تر منځ پوله "LoC" یا د کنټرول کرښه، یوه ناارامه سیمه ده چې هلته د جګړې نغارې هر وخت اورېدل کېږي.

د دواړو خواوو څخه نېږدې ۲۰۰ ملکیان او نظامیان وژل او ټپیان شوي دي.

دا مهال د کشمیر دواړو خواوو شا او خوا ۲۰ میلیونه وګړي له وېرې او اضطراب سره ژوند کوي چې له اقتصادي اړخه کمزوري او بشري مرستو ته اړتیا لري.

همدا راز د پاکستان او هند پر پوله په پرتو صوبو کې نېږدې ۴۰ میلیونه نور خلک له تاوتریخوالي سره یو ځای ژوند کوي.

۵. نړۍ واله ویره، رواني فشار او بې‌ثباتي

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، د اقلیم بدلون، ټولنیز ناورینونه، بې‌کاري، مهاجرت او د خوراکي توکو کموالی د نړۍ نږدې ۱ میلیارد وګړي له ذهني، فزیکي او اقتصادي فشار سره مخ کړي.

له افغانستان، سوډان، یمن، کانګو، ایتوپیا، میانمار او نورو ناورین‌ځپلو سیمو هم باید سترګې پټې نه کړو.

دا سیمې هم له سخت بشري کړکېچ، داخلي ګډوډۍ، دېکتاتورۍ او مرګ ژوبلو شاهده ده.

پر نړۍ اقتصادي اغېزې:

  • له ۲۰۲۱ کال را په دېخوا په نړۍ کې د انرژۍ بازارونه بې ثباته شوي، په بیو کې لوړوالی راغلی، د یو شمېر سوداګریزو وچو او بهري لارو امنیت خراب شوی چې له امله یې د نړۍ د انرژۍ بازار له بې ثباتۍ سره مخ کړی دی.
  • د سوداګرۍ او پانګوونې نږدې تعطیلات هم د امریکا او اروپا بازارونو کې هم احساس شوي چې یو لوی لامل یې د امریکا په اقتصادي پالیسۍ کې بدلون په ګوته شوی دی.

رواني اغېزې:

راپورونه ښيي چې اضطراب، ذهني فشار او رواني بې ثباتي د بشر په زیاتو برخو کې خپره شوې، چې رامنځته شوی رواني چاپېریال د شلمې پېړۍ له اواخرو سره جوت توپیر لري.

د نړۍوال اقتصادي فورم د راپور پر بنسټ په نړۍ کې شا او خوا ۵۷ سلینه خلک په جنګ کې د نه ښکېلو سیمو کې د اوسېدو سربېره له جګړې او د جګړې له پایلو وېره او اضطراب تجربه کوي.

د سکون ساه که پر نړۍ د ډار خپور شوی څادر؟

په داسې یوه ورځ چې نړۍ باید ژوره ساه واخلي، ارامه شي، انسانان یې خپل ځان ته وخت ورکړي او د خپل ټول کال یوه ورځ سکون احساس کړي، خلک د بمونو، توغندیو، وېرې، بې‌وسۍ، بې‌کورۍ او مرګ له وېرې د بې وسۍ ساندې کوي.

د نړۍوال سکون ورځ موږ ته دا رایادوي چې سوله او سکون یوه تفریح نه، بلکې د انسان لومړنی حق دی.

رواني ارامتیا له جګړو، فقر او وېرې سره نه، بلکې له عدالت، انصاف او بشري درناوي سره راځي، چې له بده مرغه په نړۍ کې له منځه تللی.

د نړۍ رهبران باید دا درک کړي چې هره جګړه د میلیونونو انسانانو ارامتیا له منځه وړي؛ نو پس نن د سکون ورځ نه ده؛ بلکې د بشري وجدان د بېدارۍ ورځ ده.