شننه

د منځني ختیځ د وېروونکې جګړې پایلې

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د اوکراین اوږدې جګړې، لږه موده وړاندې د هند او پاکستان تر منځ لنډې جګړې او د منځني ختیځ اوسنۍ جګړې دا خبره څرګنده کړه چې د یوویشتمې پیړۍ په جګړو کې تر ټولو مهم ګټونکی فاکتور په ساینس او ټیکنالوژۍ کې پرمختګ دی.

دا جګړه ویروونکې وه ځکه دوو اتومي وسله لرونکو هیوادونو، امریکا او اسراییل، د ایران پر اسلامي جمهوریت په دې تور برید کړی و چې د اتوم بم جوړولو په کار کې یې ډېر پرمختګ کړی دی او په لږو ورځو کې به اتومي وسله ترلاسه کړي. خو له برید نه وروسته دواړو دا خبره هم جوته کړه چې د دوی دویمه موخه په ایران کې د اوسني رژیم لرې کول او د هغه پر ځای یو بل حکومت (د دوی د وینا سره سم د ایران د خلکو په خوښه) کښینول هم دي.

په دې کې د خطر خبره دا وه چې د ایران اسلامي جمهوریت له خپلې اتومي پروژې نه لاس اخیستو او د رژیم د بدلون خبرې منلو ته په هېڅ وجه چمتو نه و، نو د دې جګړې د اوږدېدو او په سیمه کې د خورېدو امکان موجود و لکه څنګه چې د جګړې په وروستۍ ورځ د ایران له خوا په قطر کې د امریکا پر پوځي اډه باندې برید وښوده.

د دې جګړې یوه بله ځانګړتیا دا هم وه چې امریکا او اسراییل دواړه داسې هیوادونه دي چې له ایران نه په جغرافیایي توګه لرې پراته دي (که څه هم امریکا د یوه زبرځواک په توګه د ایران له سرحدونو سره نږدې پوځي اډې لري). نو دغه جګړه په اساسي توګه د الوتکو، توغندیو، الکترونیکي وسایلو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله تر سره شوه.

د اوسني وخت دریو جګړو، د اوکراین اوږدې جګړې، لږه موده وړاندې د هند او پاکستان تر منځ لنډې جګړې او د منځني ختیځ اوسنۍ جګړې دا خبره څرګنده کړه چې د یوویشتمې پیړۍ په جګړو کې تر ټولو مهم ګټونکی فاکتور په ساینس او ټیکنالوژۍ کې پرمختګ دی.

دا ټکي د افغانستان لپاره ستر اهمیت لري، ځکه طالبان باید په دې پوه شي چې د پرمختللو توغندیو او د بې پیلوټه الوتکو په جګړه کې زیړې بوشکې او ځانمرګي بریدونه پخوانۍ اغېزې نه شي لرلی او په افغانستان کې په اصطلاح د مباح علومو د نظر نه غورځول او د ټول هیواد په یوه لویه مدرسه بدلول به افغانان د خپل ژوند، د هیواد د استقلال او ارضي تمامیت د ژغورنې په کار کې بې لاسو او بې پښو کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړتیا په دې کې ده چې سره له دې چې دغه اخوندي رژیم د خپلو افراطي سیاستونو، د امریکا له خوا لګیدلو بندیزونو او عمومي سیاسي انزوا له امله هغه صنعتي او اقتصادي پرمختګ نه دی کړی، چې د یوه پرمختلونکي او طبیعي منابعو لرونکي هیواد په توګه یې ایران پوتانسیل لري، خو بیا هم ایران د داسې پرمختللو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په خپله جوړولو کې دومره بریالی شوی دی چې د اسراییل د پوځي برید او پرمختللو وسلو د مقابلې توان یې ترلاسه کړی دی او د اسراییل د لومړي وزیر نتنیاهو دا اټکل سم نه و چې په لبنان کې د حزب الله ملیشو، په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له پای او په عراق کې د ایران د جوړو شویو ملیشو له تضعیف وروسته به ایران له اسراییل سره په جګړه کې سیالي ونه کړي شي.

په دې کې شک نشته چې د جګړې په وړومبي سر کې د ایران د مخکښو پوځي جنرالانو او اتومي ساینس پوهانو په وژلو سره اسراییل ډراماتیکې ګټې ترلاسه کړې وې او داسې ښکارېده چې ایران به ځان زر سمبال نه کړای شي، خو ایران پرې زر راوګرځېد او چې څومره جګړه اوږده او توده شوه، نو همغومره د اسراییل په غړو کې ستړیا راڅرګنده شوه او له امریکا نه یې په جګړه کې د ښکیلتیا غوښتنې ډېرې شوې.

د ولسمشر ټرمپ لپاره دا کار ځکه ګران و چې هغه په ټولټاکنو کې د امریکا له ولس سره ژمنه کړې وه چې د ولسمشر په توګه به امریکا په نړیوالو جګړو کې نه ښکیلوي، نو ځکه ټرمپ په جګړه کې د امریکا نیغ په نیغه ګډون د ایران په اتومي مراکزو باندې تر هوايي بریدونو پورې محدود وساته او د ایران خاورې ته یې امریکایي سرتیري ونه لیږل.

د امریکا او اسراییل په هوايي بریدونو سره د ایران هستوي پروژه ضعیفه شوې ده خو له منځه تللې نه ده او د رژیم د تغیر موخه هم تر سره نه شوه ځکه مو ویلي و چې د دې جګړې دویمه مهمه پایله دا ده چې نړیوالو زبرځواکونو چې څومره قدرت او نفوذ په شلمه پیړۍ کې درلود، هغه په یوویشتمه پیړۍ کې نه لري، ځکه نړۍ نوره یو قطبي یا دوه قطبي پاتې نه ده، بلکې هغه اوس ګڼ قطبي شوې ده او په دې کې د زبرځواکونو امر د پخوا په شان په زور نه شي پلي کېدای.

د نړۍ د جنوب د دولتونو اقتصادي او سیاسي نفوذ کچه لوړه شوې ده او د زبرځواکونو لپاره دا ممکنه نه ده چې هغوی دې د نړیوال جنوب رایې تر پایه له نظره وغورځوي. خو د زاړه نړیوال نظام د زوال او د نوي نظام د ودې تر منځ د ګذار په مرحله کې یوه مهمه معضله د ملګرو ملتونو او نورو زړو نړیوالو سازمانونو زوال او انحطاط دی، چې په نړۍ کې یوه له خطر نه ډکه تشه رامینځته کوي.

باید دا خبره هیره نه کړو چې په شلمه پیړۍ کې د دویمې نړیوالې جګړې د پیلیدو له عواملو څخه یو مهم عامل له لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته په ۱۹۲۰ کې د جوړ شوي لیګ اف نیشنز بې اعتباره کېدل او بې اغېزتوب و، چې نړۍ یې د دویمې نړیوالې جګړې کندې ته ورټیل وهلی وه. دغه تشه په اوسني وخت کې په ځینو وجوهاتو ډېره سنګینه مساله ده. د مثال په توګه، د ځمکې پر مخ د بشري ټولنې د نړیوال کېدو (globalisation) پروسه ډېره پر مخ تللې ده او په داسې مجازي او فزیکي نزدېوالي کې اوسېدونکي انسانان او هیوادونه له یوه موثر نوي نړیوال نظام پرته ګډ سوله‌یز ژوند نه شي کولای.

یوه بله پوښتنه دا ده چې د اتومي وسلو ترلاسه کولو لپاره له یوه منل شوي او بې تبعیضه معیار پرته د منځني ختیځ جګړې ته د پای ټکې څنګه ایښودل کېدای شي؟ او که دغه جګړې بندې هم شي، نو د اوکراین جګړه او په فلسطین کې جګړې به کله او څنګه پای ته ورسیږي؟ او د نويو نړیوالو جګړو د زر زر او بیا بیا پیل کېدو مخنیوی به څنګه کېږي؟

دا پوښتنې په داسې شرایطو کې مهمې شوې دي چې په نړۍ کې د اتومي وسلو د لاس ته راوړلو په سیالیو کې بې‌ مخینې زیاتوالی راغلی او په پټه او څرګنده ګڼ شمېر هېوادونه د اتومي وسلو د جوړولو او ترلاسه کولو په هلو ځلو بوخت دي.

دا ویره هم موجوده ده چې د دغو سیالیو په ترڅ کې اتومي وسله چېرته د ترهګرو لاس ته ونه لويږي. په دې سیالۍ باندې ولکه له ګډو او منظمو هلو ځلو پرته نه شي کېدای او دا کار یوازې یو نوی، غښتلی، اغیزناک او بااعتباره نړیوال سازمان سر ته رسولی شي.