• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

اقتصادي او سیاسي کړکېچ؛ د طالبانو بندیزونو له زلزله ځپلو سره د نړۍوالو مرستو مخه نیولې

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۶ GMT+۱

د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله رامنځته شوی انساني ناورین یو ځل بیا ښکاره کړه، چې نړۍوالو بندیزونو د دغه هېواد اقتصاد ته جدي ګواښونه پېښ کړي او د مالي مرستو د ترسراوي لارې یې هم تړلې دي.

ډیپلوماټ مجله په یو تازه خپاره کړي راپور کې وایي، دغه کړکېچ یوازې د طبیعي پېښو او یا د طالبانو د محدودیتونو پایله نه ده؛ بلکې د نړۍوالو فشارونو مستقیمه پایله هم ګڼل کېږي.

د افغان ښځو ډلې چې په‌کې ډاکټرانې، روغتیاپالانې او رضاکارانې شاملې دي، سره له دې چې طالبانو یې پر زده‌کړو او کار بندیزونه لګولي، د زلزله‌ځپلو د مرستې لپاره را مخکې شوې دي. دوی هڅه کوي، چې په دې لړ کې ښځو او ماشومانو ته خدمتونه وړاندې کړي. پر همدې ښځو د طالبانو د سختو بندیزونو او محدودیتونو له کبله نړۍوالو له افغانستان څخه مخ اړولی دی.

ډېری افغانانو خبرداری ورکړی، که د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي دا د مسلکي او لوستو ښځو وروستی نسل وي. راپور کې راغلي، په کونړ کې زلزله‌ځپلي د خېمو، څښاک اوبو او بېړنیو روغتیایي خدمتونو په تمه دي؛ خو د طالبانو حکومت چې د بندیزونو او د ناسم اقتصادي وضعیت ښکار دی، د دغه ناورین د سم مدیریت توان نه‌لري.

نړۍوالو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې زرګونه ماشومان له جدي ګواښ سره مخ دي. د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف ویلي، ماشومان ډېر زیان منونکي دي. د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته افغانستان له سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ شو. پرمختیایي مرستې بندې شوې، زېرمتونونه کنګل شول او نړۍوال بانکونه هم شاته شوي دي. په دې بهیر کې یوازې امریکا له ۱.۸ مېلیارد ډالرو زیاته ژمنه شوې مرسته ودروله. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ډسمبر میاشت کې د افغانستان په تړاو د یوه پرېکړه لیک له لارې ځینې بشري معافیتونه تصویب کړل؛ خو په عمل کې ډېر بدلون رانغی. د مرستو ادارې وایي، د پېسو لېږد یا د طبي وسایلو پېر کله ناکله په میاشتو ځنډېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د ۲۰۲۳کال زلزلې پر مهال له ۹۰ زیاتو هېوادونو د ژغورنې ډلې او مېلیونونه ډالر بېړنۍ مرستې واستولې. پرتله څرګنده ده؛ افغانستان، چې بې‌وزلی او جګړه‌ځپلی هېواد دی، د ترکیې په څېر د ناټو غړي هېواد په شان یې مرسته ترلاسه نه شوه کړای.

کارپوهان ټینګار کوي، چې پراخ بندیزونه ډېره کمه پایله ورکوي او ډېری وخت یې اصلي بار پر عامو خلکو لوېږي؛ نه پر واکمنانو. ډیپلوماټ مجله لیکي، نن په افغانستان کې مېلیونونه کسان مرستې ته اړتیا لري، ۹۷ سلنه وګړي له فقر سره مخ دي چې له امله یې ماشومان او ښځې ډېرې اغېزمنېږي.

څارونکي خبرداری ورکوي، چې د اوسني حالت دوام نه یوازې یو بشري ناورین دی؛ بلکې د سیمې د ټیکاو لپاره هم ګواښ دی، ځکه افراطي ډلې لکه داعش کولای شي د ځوانانو له نهیلۍ ګټه پورته کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

له زلزلې وروسته؛ افغان ماشومان دوامداره جټکو سخت وېرولي دي

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۳ GMT+۱

د ماشومانو د ژغورنې ادارې (Save the Children) ویلي، د افغانستان په ختیځ کې په پرله‌پسې توګه د زلزلو جټکو هغه ماشومان سخت وېرولي چې په وروستۍ خونړۍ زلزله کې یې خپلې مېندې او پلرونه له لاسه ورکړي دي. دغه زلزله په تېرو ۳۰کلونو کې بې‌سارې وه او د مړو شمېر یې ۲۲۰۰ څخه هم لوړ شوی دی.

له زلزلې وروسته څلورمه ورځ ده؛ خو د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ جټکې لا هم دوام لري او په پرله‌پسې توګه خلک د زلزلو دوام تجربه کوي. همدا تېرو ۲۴ساعتونو کې څو ځله زلزلې شوې دې، چې د کونړ د زلزله ځپلې سیمې تر څنګ د افغانستان په ختیځ کې یې د شدت کچه تر نورو سیمو ډېره وه.

د ملګرو ملتونو په وینا؛ له ۲۶۰زرو زیات ماشومان د دغه زلزلې له امله اغېزمن شوي او د شاوخوا ۲۸۰ ماشومانو مېندې او پلرونه په کې مړه شوي دي. همدارنګه له ۵ زرو ډېر کورونه نړېدلي او زرګونه کورنۍ اړې شوې، چې په خېمو یا هم تر شنه اسمان لاندې ژوند تېر کړي. د یاد سازمان په وینا؛ ځینو ماشومانو ان د ځانونو د خوندیتوب لپاره د خوراکي توکو له کڅوړو ځانونو ته بسترونه جوړ کړي دي.

د الفت په نوم د دوو ماشومانو مور چې له زلزلې څخه ژوندۍ پاتې شوې، د ماشومانو د ژغورنې نړۍوالې موسسې ته ویلي: «زه هېڅ نه شم کولای، ځکه زموږ هېڅ شی پاتې نه دي. هر څه مو له خاورو سره خاورې شول. زموږ ګاونډ کې داسې کورنۍ هم شته، چې ۱۱کسان یې مړه شوي، د یوې بلې کورنۍ ۱۵ کسان مړه دي او داسې ډېرې کورنۍ شته».

دغه نړۍوال سازمان خبر ورکړی، چې په کونړ کې یې د ماشومانو د رواني روغتیا لپاره یو روغتیایي کمپ هم فعاله کړی؛ څو د زلزلې په ناورین کې د دوی د ځپل شوي رواني حالت درملنه وکړي. همدا راز دغه چاره د ماشومانو مېندو او پلرونو ته فرصت ورکوي؛ څو په اسانه توګه د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه وکړي او د خپلو ورکو شویو عزیزانو په لټه پسې هم ووځي.

د ماشوم ژغورنې دې موسسې زیاته کړې، سره له دې چې د کونړ په دیوه ګل درې او مزار درې کې د زلزلې له امله پلې لارې بندې دي؛ خو د دوی کاري ډلو له دې ننګوونو سره سره بیا هم د روغتیایي مرستو، د څښاک اوبو او او ګرځنده تشنابونو د برابرولو لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتلې دي.

په افغانستان کې د ماشوم ژغورنې نړۍوالې ادارې د پروګرامونو او د حق غوښتنې مشره سمیرا سید رحمان وایي: «کورونه ویجاړ شوي، ماشومانو خپل خواږه ملګري او خپلوان دې زلزله کې بایللي او ځینې ټپیان دي. د زلزلې وروستۍ جټکې دوی ته هغه شېبې بېرته ور یادوي. په کونړ کې مې چې هره کورنۍ لیده حتمي یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو او دا حالت د ماشومانو تر ټولو وېروونکی وضعیت دی».

د افغانستان ختیځ او شمال‌ختیځ په وروستیو لسیزو کې څو ځلې د مرګونو زلزلو شاهد پاتې شوی. په ۱۹۹۸ کال کې یوازې په تخار ولایت کې یوې زلزلې تر څلور زرو زیات کسان مړه کړل. سږ کال هم شاوخوا ۲۳ مېلیونه تنه – چې د افغانستان نیمایي وګړي کېږي بشري مرستو ته اړ دي.

په افغانستان کې د طبیعي پېښو لپاره ولې چمتووالی نشته؟

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د طبیعي پېښو شمېر زیات شوی دی، چې پکې زلزلې، سېلابونه او وبایي ناروغۍ د یادونې وړ دي. زلزلې د ځمکې دننه د بېلابېلو لویو تیکتونیکي تختو د ټکر له امله رامنځته کېږي.

ځمکپوهان وايي، چې د افغانستان لاندې ځمکه د اسیايي او یوریشیایي تختو د یو بل سره د ټکر له امله د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې زلزلې رامنځته کوي. ځینې له دې زلزلې څخه د شدت له لوړې درجې برخمنې دي او ډېر شمېر انساني او مالي زیانونه رامنځته کوي.
د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د کونړ له تازه زلزلې وړاندې په تېره لسیزه کې په افغانستان کې د څلورو زلزلو له امله له ۷۰۰۰ څخه ډېر کسان مړه شوي دي. د کونړ او د ختیځ افغانستان په نورو ولایتونو کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له یو نیم زره زیات دي او ټپیان هم په زرګونو کې دي.

100%


د دې احتمال شته، چې دغه شمېره نوره هم زیاته شي، ځکه چې د لوړو غرونو لرې پرتو سیمو ته موټر نه شي ورتلی او معلومات په ځنډ سره رارسېږي. په تېرو څو کلونو کې د سېلابونو شمېر او کچه هم زیاته شوې، چې هېوادوالو ته یې انساني او مالي زیانونه پېښ کړي دي.

100%


د اقلیم د بدلون له امله د بارانونو د ورښت ترتیب هم بدل شوی دی. ورښت اوس د پخوا په څېر یوازې د کال د اوړي او ژمي ځانګړو میاشتو پورې محدود نه دی، بلکې ناڅاپي او په داسې ورځو کېږي چې خلک ورته چمتووالی نه لري. کله چې د غرونو پر سر پرتې واورې او برف کوچونه له بارانونو سره ګډ شي، له دې څخه لوی سېلابونه رامنځته کېږي.
خو د طبیعي پېښو په اړه په دوه ټکو پوهېدل اړین دي. لومړی، طبیعي پېښو ته دغه نوم ځکه کارول کېږي، چې د دې پېښو راتګ د انسان په لاس کې نه دی، بلکې د طبیعت له خوا رامنځته کېږي. خو اوس علم او تجربې دا څرګنده کړې، چې د طبیعي پېښو په رامنځته کېدو کې د انسانانو اعمال هم رول لري. د بېلګې په توګه، په اقلیم کې د کاربن ډای اکسایډ زیات خپرېدل د طبیعي چاپېریال د زیانمنېدو لوی عامل دی، چې دا د انسانانو له لاسه رامنځته کېږي.
همدارنګه، په هېواد کې د ونو او بوټو شتون له یوې خوا د بارانونو د اوبو د جذب لپاره مثبت رول لوبوي او د وچکالۍ او قحطۍ مخنیوی کوي او له بلې خوا ونې او بوټي د طبیعي پېښو په وړاندې د خاورو او تېږو د بهېدو مخه نیسي. تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې ونې او بوټي د کاربن ډای اکسایډ په جذبولو سره د انسانانو په روغتیا کې هم ډېر مرسته کوي.
د یوه هېواد د ځمکې څو فیصده باید په ونو، بوټو او ځنګلونو پوښل شوې وي؟ د دې پوښتنې ځواب د هغه هېواد د ځمکني شرایطو پورې اړه لري، خو متخصصین وايي چې د یوه سالم چاپېریال لپاره د هېواد د ټولې ځمکې له ۲۵ څخه تر ۴۰ سلنه پورې باید په ځنګلونو پوښل شوې وي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوس د افغانستان د ځمکې یوازې ۲.۱ سلنه په ځنګلونو پوښل شوې ده، چې د نړۍوالو معیارونو په پرتله ډېر کم دی او دا هم د انسانانو د غفلت پایله ده.
دویمه مهمه او د یاد ساتلو خبره دا ده، چې که څه هم طبیعي پېښې د طبیعت له لوري راځي او ناڅاپه رامنځته کېږي، خو د دې پېښو د ځاني او مالي تاوان کچه د یوه هېواد چمتووالي پورې اړه لري. د طبیعي پېښو د عواقبو سره د مقابلې علم اوس یوه علمي رشته ده، چې په نړۍوالو پوهنتونونو کې د «طبیعي پېښو مدیریت» یا Natural Disaster Management په نوم تدریس کېږي او دغه فاکولتې د عملي روزنې څانګې هم لري. سربېره پر دې، د نړۍ زیات شمېر هېوادونه په دې برخه کې وزارتونه او موسسې لري او تجربې ښودلې، چې څومره دغه موسسې چمتو، منظمې او مجهز وي، هغومره د طبیعي پېښو له امله تاوان کمېږي.
د بېلګې په توګه، په جاپان کې ډېرې زلزلې رامنځته کېږي. د کلني اوسط په اساس، په جاپان کې هر کال شاوخوا ۱۵۰۰ زلزلې راځي، خو زیاتره یې سپکې وي. د رېښتر په کچه د پنځو درجو نه لوړ د زلزلو کلنۍ شمېره ۱۶۰ ده، خو بیا هم تاوانونه یې ډېر کم دي، ځکه جاپانیان د خپل ژوند ټول سیسټم د احتیاطي تدابیرو سره سم برابر کړی دی. د دوی د ودانیو جوړښت، د اضطراري شرایطو لپاره د خبرتیا نظام او د اغېزمنو خلکو لپاره د مرستو انتظام ټول د تاوانونو د مخنیوي لامل ګرځي.
په افغانستان کې پرله پسې جګړو او سیاسي ګڼې ګوڼې دولتي او ټولنیزې موسسې دومره کمزورې کړي، چې د طبیعي پېښو د عواقبو سره د مقابلې توان یې ډېر محدود دی، کوم چې د تاوان د لوړوالي سبب کېږي. په عمل کې زیاتره وخت د طبیعي پېښو د عواقبو د کنټرول بار د کلیو، بانډو او د سیمې د خلکو په اوږو پاتې کېږي.

100%


په نږدې کلونو کې د طبیعي پېښو ځپلي خلک له وړتیا لرونکي دولتي مرستې محروم پاتې کېږي، ځکه چې د طالبانو له خوا د ښځو پر تعلیم او کار د ناروا بندیزونو له امله په روغتونونو کې ښځینه ډاکټرانې، نرسانې او قابله ګانې نشته. دغه وضعیت په طبیعي پېښو کې د ټپي شویو ښځو د درملنې پر مهال جدي ستونزې رامنځته کوي، لکه څنګه چې د کونړ اوسنۍ زلزله یې ښه مثال دی.

100%


همدارنګه، د طالبانو ادارې کار مسلکي کسانو ته نه دي سپارلي او په هره څوکۍ یې داسې ملايان کېنولي، کوم چې د اغېزمنو خلکو سره د مرستې کولو وړتیا نه لري. برسېره پر دې، د طالبانو د ادارې عدم ‌مشروعیت د طبیعي پېښو پر مهال د نړۍوالو مرستو په جذبولو کې خنډونه رامنځته کوي. د طالبانو د ادارې دغه کمزورتیاوې یو بشري افت دی. د دې حل د نجونو په تعلیم او د ښځو په کار باندې د بندیزونو لرې کول او د خلکو په خوښه د تبعیض نه پاک داسې نظام جوړول دي، چې کارونه په کې اهل کسانو ته وسپارل شي.

د زلزلې په سیمو کې د غر ښویېدو له امله د یوه خیریه بنسټ غړي ټپیان شوي دي

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۳ GMT+۱

د افغان ځوانانو د خدمتونو سازمان خبر ورکړی، چې د زلزلې په سیمو کې د غر ښویېدو له امله د دوی یو شمېر غړي ټپیان شوي دي. دغه سازمان لیکلي، چې د دوی د روغتيا او ژغورنې ډلې د زلزلې له لومړۍ ورځې راهیسې په خدمتونو بوخت دي.

د افغان ځوانانو د خدمتونو سازمان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) خبر ورکړی، چې د وروستۍ زلزلې پر مهال د ځمکې ښویېدنې له امله د دوی یو شمېر همکاران ټپيان شوي دي.

دوی لیکلي: «زموږ د روغتیا او ژغورنې ټیم چې د زلزلې له لومړۍ ورځې راهیسې د اغېزمنو هېوادوالو لپاره د روغتیا او نورو اړینو خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوي، له بده مرغه د وروستۍ زلزلې پر مهال د ځمکې ښویېدنې له امله یو شمېر ژمن همکاران ټپیان شوي دي.»

دغه سازمان خپلو همکارانو ته د عاجلې روغتیا هیله ښودلې.

حقاني هبت‌الله ته په ټلیفوني اړیکه کې: نغدي مرستې لا هم نه دي رسېدلي

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني هبت‌الله اخوندزاده ته په ټلیفوني اړیکه کې ویلي، چې زلزله‌ځپلو سیمو او کورنیو ته لا هم نغدي مرستې نه دي رسېدلي. نوموړي هبت‌الله ته ویلي، چې خلک بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاده سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې د یو شمېر زلزله‌ځپلو سیمو څخه یې لیدنه کړې.

نوموړي ویلي، چې د دوی لومړنۍ یو شمېر مرستې رسېدلي خو بسنه نه کوي.

حقاني هبت‌الله ته ویلي: «خیمو او بسترونو ته ډېر ضرورت و، د زلزلې ټکانونه اوس هم دوام لري، نغدي مرسته نه ده رسېدلې او عاجل ضرورت شته.»

حقاني‌ د سیمې خلکو او زلزله‌ځپلو کورنیو ته د خپل مشر هبت‌الله د تسلیت پيغام هم وړاندې کړی.

په افغانستان کې شاوخوا ۸۴ زره کسان د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمن شوي

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۱

د سره صلیب نړۍوال فډراسیون او د سرې میاشتې ټولنې اټکل کړی، چې نږدې ۸۴ زره کسان د افغانستان د وروستۍ زلزلې له امله په مستقیم او غېرمستقیم ډول زیانمن شوي دي.

د یوې برېتانوي خیریه موسسې د ارزونې له مخې، د زلزله‌ځپلو سیمو ۹۸ سلنه کورونه یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي او یا هم سخت زیانمن شوي دي.

د طالب چارواکو په وینا، تر دې دمه د دې ناورین له امله ۲۲۰۵ تنه مړه شوي او له ۳۶۴۰ زیات نور ټپیان دي.

د یوې برېتانوي خیریه ادارې «اسلامیک ریلیف ورلډوایډ» د ارزونې له مخې، په دې سیمو کې ۹۸ سلنه کورونه یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي.

د سره صلیب نړۍوال فډراسیون او د هلال احمر افغان ټولنه د زلزله‌ځپلو سیمو انساني وضعیت «ډېر نازک او لا خرابېدونکی» بللی او د خوراکي توکو، درملو او سرپناه د شدید کمښت په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي اېنډریکا راتواته فرانسوي خبري اژانس سره په خبرو کې خبرداری ورکړ، چې وروستۍ زلزله ښايي سلګونه زره خلک اغېزمن کړي.

راپورونه ښيي، چې ځايي مرستندویان د محدودو امکاناتو سره هڅه کوي هغه کسان وژغوري، چې لا تر اوسه د نړېدلو کورونو لاندې بند دي.

له بلې خوا، د ځمکې خوځښت، د غرونو را نړېدل او د کلیو لارو بندېدو له امله ډېرو سیمو ته رسېدل ناممکن شوي دي.

د پراخو ویجاړتیاوو تر څنګ، ناوړه هوايي شرایط او د نړۍوالو مرستو کمښت هم د دې بحران په حل کې ستونزې زیاتې کړې دي.

کارپوهانو او نړۍوالو مرستندویو ادارو ټینګار کړی، چې دا زلزله باید د نړۍوالې ټولنې لپاره د خبرداري زنګ وي.

د ناروې د کډوالو شورا مسوول جاکوپو کاریدي ټینګار کړی، چې افغانستان نشي کولی یوازې د دې سترې فاجعې سره مقابله وکړي او نړۍوالې ټولنې ته اړتیا لري، چې پراخه او دوامداره ملاتړ ورسره وکړي.