د ځینو کلیو اوسېدونکي وایي، له پېښې څو اوونۍ وروسته لا هم تر اوسه د مړو څارويو جسدونه په کلیو کې پراته دي چې د هوا د ککړتیا او ناروغیو د خپرېدو لامل ګرځېدلي دي.
۶۵ کلن سبحان الله چې په زلزله کې یې څلور خپلوان له لاسه ورکړي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي: «موږ د شین اسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوو. ماشومان مې ناروغ دي او ډوډۍ پیدا کول هم ستونزمن شوي دي. ژمی رانږدې دی او موږ هېڅ سرپناه نه لرو، نه پوهېږم چې څه به راپېښ شي»
بلخوا ښځې په ځانګړي ډول د زلزلې له اغېزو او ننګونو سره مخ دي. د طالبانو له لوري د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونه د دې لامل شوي چې ښځې له روغتیايي خدمتونو بېبرخې پاتې شي. په ډېری سیمو کې ښځینه ډاکټرانې او نرسانې نشته، ځکه د لوړو زدهکړو پر بندیز د دې برخې کاري ځواک هم کم شوی دی.
همدارنګه ۴۲کلنه زرغونه چې مېړه او دوه اولادونه یې د زلزلې په پېښه کې ټپیان شوي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي: «له پېښې وروسته مو په دښتو کې سرپناه نیولې ده. د ښځو ژوند لا ډېر سخت شوی، ځکه نه ډاکټره شته او نه هم موږ ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي. د ماشومانو د درملنې لپاره هېڅ مرستې نه رارسېږي.»
د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو ایچ او» تېره اوونۍ له طالبانو وغوښتل چې د ښځینه مرستندویانو پر سفر لګېدلي محدودیتونه لرې کړي. دغه سازمان ټینګار کړی چې یوازې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو په شتون کې زلزله ځپلې ښځې کولای شي اړینې طبي مرستې ترلاسه کړي.