د افغاني سیاست د فکري نیمګړتیاوو تحلیلي کتنه

افغانستان د بېباورۍ، بېثباتۍ، بېنظامۍ او ګډوډۍ له اوږده بحران سره مخ دی. ډېری افغانان د دې وضعیت علتونه یوازې په اشخاصو او سیاستوالو کې لټوي، خو ستونزه تر دې ژوره ده.
افغانستان د بېباورۍ، بېثباتۍ، بېنظامۍ او ګډوډۍ له اوږده بحران سره مخ دی. ډېری افغانان د دې وضعیت علتونه یوازې په اشخاصو او سیاستوالو کې لټوي، خو ستونزه تر دې ژوره ده.
زموږ د سیاسي فکر او فرهنګ بنسټونه له مفکوروي کمزورۍ، د نظام او اصولو له نشتوالي، او د احساساتي چلند له غلبې سره مخ دي.
د سیاسي مفکورې د رېښو د درک لپاره باید وپوهېږو چې د «چپ» او «راست» اصطلاحات د فرانسې د انقلاب (۱۷۸۹م) له زمانې راپاتې دي. هغه مهال د ملي شورا غړي د پاچا د ملاتړ یا مخالفت له مخې په دوو خواوو وویشل شول. دا اصطلاحات وروسته د سیاست د فلسفي تمایلاتو د څرګندونې سمبول وګرځېدل.
په معاصر سیاست کې، چپ اړخ د بدلون، ټولنیز عدالت او مساوات استازیتوب کوي، خو ښی اړخ د دیني ارزښتونو، دودونو او شخصي ازادۍ ملاتړی دی. د دواړو ترمنځ منځلاری تمایل د توازن او اعتدال فلسفه ده. خو په افغانستان کې دا مفاهیم ناسم تعبیر شوي او ډېری وخت د شعار، احساس او شخصي تمایل بڼه اخلي.
۱. په افغاني سیاست کې د ښې او چپ تعبیر
په نړیواله کچه، چپ اړخي سیاستونه د کارګر د حقونو او ټولنیز عدالت پلوي دي، خو ښي اړخي سیاستونه د ازاد بازار، فردي ازادۍ او ارزشي دودونو ملاتړ کوي.
په افغانستان کې دا مفاهیم د خپل فکري بنسټ له نه درلودو سره د تقلید او تقابل تر منځ بند پاتې دي. د چپ اړخو ډلو تمرکز پر عدالت او بدلون و، خو له مذهبي هویت بېپرې پاتې شوې. ښي اړخیزو ډلو بیا د دین او دود ملاتړ کاوه، خو له علمي سیاست او اقتصادي لیدلوري لیرې وې.
دواړه لوري د فکري توازن له کمښت سره مخ پاتې شول، ځکه زموږ سیاسي فکر تر ډېره د اشخاصو او شعارونو تر سیوري لاندې پاتې شو.
۲. په افغاني سیاست کې دفلسفي نشتوالی
په افغاني سیاست کې د نظریې او فلسفې پر ځای د اشخاصو، قومونو او ژبو محور غالب دی. سیاست د فکر پر ځای د شخصیت تابع دی.
همدا فردمحوري لامل شوې چې هر نظام له خپل مشر سره سقوط وکړي. موږ داسې سیاست نه لرو چې له رهبر پرته هم دوام وکړي، ځکه بنسټ د افرادو پر وجود ولاړ دی، نه د اصولو پر ثبات.
بیوروکراسي او ډیپلوماسي هم د موسساتي جوړښت پر ځای د شخصي اړیکو پر اساس ولاړې دي. دا حالت د افغاني سیاست د ناپخوالي، بېباورۍ او لنډمهالۍ بنسټیز علت دی.
۳. د منځلاري سیاست اړتیا
هغه ټولنې چې د افراط او تفریط تر منځ بندې وي، یوازې د منځلار سیاست له لارې ثبات ته رسېدای شي. منځلار سیاست د واقعبینۍ او توازن فلسفه ده — نه مطلق بدلون غواړي، نه مطلق مقاومت.
په افغانستان کې منځلار فکر ضعیف پاتې شوی، ځکه سیاسي تمایلونه د ډلو او اشخاصو پر محور ولاړ دي، نه د نظریې او ملت پر بنسټ. د منځلارۍ پر ځای، احساساتي قطبیت، مذهبي تشدد او قومي رقابتونه واکمن دي.
۴. د فردمحور سیاست او عکسالعملي چلند
کله چې سیاست د فکر پر ځای د اشخاصو تابع شي، پرېکړې هم احساساتي او عکسالعملي کېږي. که مشر ناروغ وي، پرېکړه هم ناروغه ده.
برعکس، د احزابمحور او موسساتي سیاستونو ځانګړنه دوام او ثبات دی. خو د شخصي سیاست په واکمنېدو سره پالیسۍ یا شخصي کېږي، یا بېمنطق عمومیت مومي. دا حالت د تجربې تسلسل ختموي او د فکري تشې لامل ګرځي.
له همدې کبله زموږ سیاستونه لنډمهاله، بېطرحې او پر مفروضاتو ولاړ دي. موږ د سیاست د “اوبو” پر ځای د اوبو “ځګ” یو. تر څو فکر، نظام او بنسټي لید ونه لرو، د سیاسي اوبو “ماهیان” کېدل ناشوني دي.
۵. احساساتي سیاست او نسلي تشه
د ټولنیزو رسنیو فضا د احساساتي سیاست یوه نوې څپه را پورته کړې. ډېری ځوانان د طالبانو، ګاونډیو او نړیوالو پېښو په اړه د احساساتو پر بنسټ غبرګون ښيي. دا احساسات د ځوانۍ طبیعي ځانګړنه ده، خو د سیاست له تحلیلي منطق سره همغږي نه لري.
که ځوانان له تجربهکارو مشرانو زدهکړه ونه کړي، او زاړه سیاستوال د نوي نسل ملاتړ ونه کړي، دا نسلي تشه به تل پاتې وي. سیاست یوازې وینا نه، بلکې تحلیل، تعهد او عمل ته اړتیا لري.
ځوان سیاستوال باید د شعار پر ځای د فکر، او د احساس پر ځای د تدبیر لاره خپله کړي. که نه، د ځوانۍ قوت به د سیاسي ناپخوالي له امله ضایع شي.
۶. د قبیلوي او سکتاریستي سیاست اغېز
په افغانستان کې قبیلوي، ژبني او مذهبي تمایلات د سیاست پر بنسټونو سیوری غوړولی. کله چې سیاست د قوم، ژبې یا مذهب تابع شي، ملت د ګډ هویت احساس له لاسه ورکوي.
د همدې ذهنیت له امله زموږ نظامونه د رهبر له تللو سره ړنګ شوي، ځکه سیاست د بنسټونو نه، بلکې د اشخاصو پر شاوخوا راڅرخي.
۷. د افغاني سیاست لپاره فکري بدیل او راتلونکی لید
د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره باید سیاست له شخصي او احساساتي بڼې څخه فکري او موسساتي بڼې ته انتقال شي. ګوندونه دې خپل فکري بنسټونه واضح کړي او اصطلاحاتو ته بومي تعریف ورکړي.
د “چپ” مانا باید زموږ د فرهنګي واقعیت له مخې د ټولنیز عدالت او د محرومو قشرونو ملاتړ معنا ولري، نه د کمونېزم. “راست” دې د ارزښتونو، ایمان او ملي هویت د ساتنې استازیتوب وکړي، نه د اصلاح د مخالفت.
پوهنتونونه، رسنۍ او مدني بنسټونه باید د سیاسي پوهاوي د لوړولو لپاره کار وکړي، څو راتلونکی نسل د سیاست له فلسفي، اقتصادي او ټولنیز اړخه تحلیلي لید ولري.
اسلامي تفکر هم منځلاریتوب د امت ځانګړنه ګڼي:
«وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا» (البقرة: 143)
نه افراط د ثبات سبب کېږي، نه تفریط. د اعتدال لار د ملت د بقا تضمین کوي. که افغاني سیاست د همدې توازن پر بنسټ تنظیم شي، نو ملي هویت به وساتل شي او له معاصر سیاسي فکر سره به همغږي ومومي.
۸. د ملي یووالي او موسساتي نظام اړتیا
له داودخان تر نن پورې، هېڅ نظام د ولس د ګډې ارادې پر بنسټ نه دی جوړ شوی. هر نظام د سیاسي رقابت محصول و، نه د ملي تفاهم پایله.
تر هغو چې افغانان د ولسمحور او عادلانه نظام بنسټ کېنږدې، د دې خاورې اصلي ګټهاخیستونکي به بهرنیان وي. افغانان به شرېکان نه بلکې ابزار وي.
پایله
افغان سیاست باید له احساساتو، فردمحورۍ او قبیلوي لید څخه ووځي. د ثبات لپاره اړینه ده چې سیاست له شخصه نظام ته، له احساسه فکر ته، او له عاطفې عقل ته بدل شي.
تجربه د ځوانۍ بدیل نه ده، خو لازمه بشپړونه ده. تر څو سیاست د مفکورې، موسساتي جوړښت او ملي عقل پر اساس تنظیم نه شي، د ناکامیو سلسله به دوام ولري.
یوازې هغه وخت به موږ د سیاست په اوبو کې “ماهیان” شو، نه د اوبو پر سر “ځګ”، چې سیاست مو د فکر، بنسټ او عقل پر محور ولاړ وي. دا ډول سیاست بیا افغانان منسجم، متعهد، متحد او پر سیاست کې بریالي کوي.