کابل د بابر په کیسه کې د هغه د قدرت د بیارغونې «قرارګاه» ده. کله چې بابر په ۱۵۰۴م کې کابل ونیو، یو داسې ستراتېژیک مرکز یې وموند چې له یوې خوا یې د هندوکش تر شا د دفاعي سنګر په شان کار کاوه او له بلې خوا هند ته د تګ لپاره د لارې، تمویل، قبایلي مرستې او پوځ د تنظیم دروازه وه.
د کابل له نیولو وړاندې بابر د سمرقند د نیولو او ساتلو څو هڅې وکړې، خو د شېباني ازبکو له لوري په ۱۵۰۱م کېمات شو او د مرکزي اسیا سیاسي میدان یې تر ډېره له لاسه ورکړ.
په همدې کړکېچ کې کابل د ده لپاره د بیا تنظيم امکان جوړ کړ. یو غالب روایت دا دی چې کابل د سوداګرۍ او ستراتېژۍ له پلوه داسې مرکز ګڼل کېده چې د مرکزي اسیا او هند تر منځ لوړه لارورباندې پرته ده او د کابل-کندهار محور د سیمې د لویو سیالیو لپاره کلیدي دی.
د واک د تر لاسه کولو په موده کې بابر د کابل له اقتصادي او جغرافیایي ظرفیت څخه د پوځ د تمویل، د متحدینو د راجلبولو، او د هند پر لور د تګ راتګ د اسانتیا لپاره کار واخیست.
هغه د ۱۵۲۶م کال داپرېل په ۲۱مه په لومړۍ پانیپت جګړه کې د ډيلي سلطان ابراهیم لودي ته ماته ورکړه او د مغوليامپراتورۍ بنسټ یې کېښود. خو د کابل ارزښت بیا هم پر خپل ځای پاتې شو؛ کابل د امپراتورۍ عقبي جبهه او د هند د شمال لوېدیځ د امنیت، تجارت او لارو د کنټرول لپاره حیاتي مرکز و.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر کتابونو، فرهنګي فعالیتونو او د چاپ او پلور پر بهیر پراخ بندیزونه او سانسور پلي کړي او ګڼ کتابونه یې په بېلابېلو نومونو له کتابتونونو راټول کړي او د ځینو پر خرڅلاو او واردولو یې بندیز لګولی دی.
د طالبانو د «کتاب ارزونې کمیسیون»د کتابونو ارزونه کوي او هغه اثار ردوي چې د دوی له فکري لیدلوري سره برابر نه وي.
راپورونه ښيي چې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي او خصوصي کتابتونونه پلټلي او د ګڼو کتابونو، خپرونو او ادبي او هنري اثارو خرڅلاو او وېش یې بند کړی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتابتونونو ریاست ویلي چې په ټول هېواد کې ۱۰۹ عامه کتابتونونه فعال دي چې شاوخوا ۵۰۰ زره کتابونه پکې ساتل کېږي. چارواکي وایي هڅه کوي چې سږ کال نوي کتابونه هم وپېري او ټولو کتابتونونو ته یې ووېشي.
خو د طالبانو دا هڅې او د کتاب نړیوالې ورځې نمانځل پر کتاب او د چاپ او خپراوي بر بهیر ددې ډلې له سانسور سره هممهاله دي.
په کابل کې کتاب پلورونکي وايي، چې د طالبانو د کتاب ارزونې کمیسیون یوازې د هغو کتابونو د خپراوي اجازه ورکوي، چې ددوی له تګلارو سره برابر وي.
د کابل ښار یوه خپرندوی افغانستان انټرنشنل ته له نومښودنې پرته وویل، چې په تېر کال کې یې د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت ته د څو کتابونو نوملړ ورکړی، خو ډېری کتابونه له «اسلامي او ملي ارزښتونو» سره د ټکر په نامه له نوملړه اېستل شوي او د چاپ اجازه یې نه ده ورکړې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لارښودونه واستول، چې د درسي توکو د کارونې او محتوا په اړه پکې یادونه شوې وه. په لارښودونو کې پر ۱۸ مضامینو او شاوخوا ۷۰۰ کتابونو او درسي سرچینو بندیز ولګېد او استادان د ځینو هغو کتابونو له تدریس نه منع شول، چې له ایران نه وارد شوي وو.
دغه راز د طالبانو ادارې د ښځو پر کتابونو بندیز ولګاوه او ددې ډلې د لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته سپارښتنه وکړه، چې د تېر جمهوري نظام یو شمېر درسي کتابونه له «شریعت سره د ټکر له امله» باید نور تدریس نه شي.
د طالبانو د کتاب ارزونې کمیسیون په تېرو څلورو کلونو کې د افغان لیکوالو په سلګونو عنوانه کتابونه له «اسلامي او ملي ارزښتونو سره د ټکر» په پلمه له کتابتونونو ټول کړل او پر چاپ، خپراوي او خرڅلاو یې بندیز ولګاوه.
د کتاب پلورنځیو مسوولان وايي، چې دوی ته د سلګونو کتابونو نوملړ سپارل شوی، چې له چاپ او خپراوي او په کتابتونونو کې له کېښودو او خرڅلاو به یې ډډه کوي. په دغو کتابونو کې ډېر داسې کتابونه هم شامل دي، چې سیاسي او مذهبي رنګ نه لري.
د دې هڅې تر شا یو هدف دا ګڼل کیږي، چې طالبان غواړي په هغو ټولنو کې نفوذ پیدا کړي چې پخوا یې ورسره محدود تعامل درلود. طالبانو د جمهوري نظام پر مهال له افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د جګړې په کلونو کې په ځاځي میدان او پنجشېر کې ډلګۍ نه درلودې.
د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخوندزاده تېر کال د دې ډلې دفاع وزارت ته امر کړی و چې په پنجشیر ولایت کې ۱۵۰۰ ځوانان جذب کړي. یادو کسانو ته شپږ میاشتنۍ نظامي زدهکړې ورکړل شوې او یو شمېر یې وروسته د طالبانو د اردو په لیکو کې شامل شول.
د حقانیه دارالعلوم نصاب د هند په اترپردیش ایالت کې له دارالعلوم دیوبند څخه سرچینه اخلي چې د سویلي اسیا پر ګڼو مدرسو یې فکري اغېز پرې ایښی دی. د کابل په مدرسو کې هم همدغه نصاب تدریس کیږي.
د کابل د ده سبز مدرسه چې تر ټولو لویه دیني مدرسه بلل کېږي، د محمدي په وینا،«شاوخوا دوه زره یا ۲۲ سوه طالبان پکې درس وايي او تر ټولو کم طالبان چې لري، د بدخشان مدرسه ده چې شا او خوا ۲۰۰ به وي».
حقانیه مدرسه په افغانستان کې له خپلو مرتبطو مدرسو سره ځنځیري شبکه هم لري، چې له مخې یې په منظم ډول د مدرسو له ادارو، استادانو او طالبانو سره اړیکې تنظیمیږي.
نوموړي زیاته کړه: « زموږ معلومات دا دي چې اسلامي امارت دا مدرسې منع کړې».
د حقانیه مدرسې ویاند له خپلو پخوانیو استادانو سره انفرادي اړیکې نه ردوي.
افغانستان ته د مدرسو تدریجي لېږد
د حقانیه مدرسې د ټولګیو تنوع افغانستان ته د افغاني مدرسو له لېږد، لارو بندېدو، د طالبانو او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا او د افغان کډوالو د اخراج له بهیره هم اغیزمنه ده.
طالبانو د ۲۰۱۹ کال په وروستیو او د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د دیني مدرسو جوړولو او کنټرول ته د پخوا په پرتله پاملرنه ډېره کړې وه. د ۲۰۲۰ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې طالبانو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۴۲ مدرسې جوړې کړې او د خپلې مرکزي دارالافتا د فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون تر مشرۍ لاندې یې د شمال ختیزې حوزې لپاره د حضرت عبدالله بن مسعود جامعې او د جنوب لویدیزې حوزې لپاره د حضرت ابراهیم النخعي جامعې په چوکاټ کې د افتاءاو قضاء د تخصص دورې پیل کړې ، چې پر دیني زده کړو سربېره اداري مکاتبه هم ورته تدریس کېده.
پر ډیورنډ کرښه له ویزې پرته د تګ او راتګ بندیزونو هغو طالبانو ته ستونزې ډیرې کړې، چې د دیني زده کړو او روزنیزو دورو لپاره په قبایلي سیمو او د پېښور او پاکستان په نورو سیمو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې دیني مدرسو ته تلل. دې چارې د طالبانو د جلب او جذب پر چارو هم منفي اغیزې درلودې.