• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لیدلوری

ایا پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه د احتمالي نسل‌وژنې له زاویې څېړل کېدی شي؟

مسکا سنګر نیازۍ
مسکا سنګر نیازۍ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۱

د پاکستان وروستي هوايي بریدونه پر پکتیا، پکتیکا او کونړ یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ د سرحدي شخړې یا امنیتي عملیاتو په چوکاټ کې نه شي محدودېدای. تازه د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو، سیاستوالو او ټولنیزو فعالانو غوښتنه کړې چې دا بریدونه باید د نسل وژنې له زاویې وڅېړل شي.

د دغو بریدونو له امله د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو وژل کېدو، د استوګنیزو سیمو په نښه کېدو او د پاکستان له لوري د عملیاتو د رسمي تایید وروسته، دا پوښتنه ورځ تر بلې جدي کېږي چې ایا نړیواله ټولنه باید دغه بریدونه د نړیوال بشرپاله قانون ترڅنګ، د احتمالي نسل‌وژنې له زاویې هم وڅېړي؟

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) لومړني معلومات ښيي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. طالبانو بیا د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې لوړ ښودلی او ویلي یې دي چې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

خو دغه بریدونه په یوه جلا پېښه نه شي خلاصه کېدای. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د تېرو څلور نیمو کلونو پر مهال د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتو او هوايي بریدونو په پرله‌پسې ډول افغان ملکي وګړو ته درنه بیه اړولې ده. پاکستان په ځلونو ادعا کړې چې د دغو بریدونو هدف د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) غړي او د هغوی پټنځایونه دي، خو د وژل شویو او ټپي شویو ملکي وګړو شمېرې، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو قرباني کېدل او له سیمو څخه خپاره شوي انځورونه، د دغو عملیاتو د بشري پایلو په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.

100%

د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې، د پاکستان په یوه له خونړیو هوايي بریدونو کې په خوست او کونړ ولایتونو کې ۴۷ ملکي وګړي ووژل شول. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې د قربانیانو ډېری برخه د وزیرستان بې‌ځایه شویو کورنیو ښځې او ماشومان وو.

د ۱۴۰۲ کال د کب په میاشت کې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ په خوست او پکتیا کې د سرحدي بریدونو او نښتو له امله ۱۲ ملکي وګړي ووژل شول. وروسته، د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۹مې څخه د مرغومي تر ۱۰مې پورې، د دواړو لورو نښتو لږ تر لږه ۷۰ ملکي قربانیان واخیستل. یوناما د تلې ۲۳مه د همدې مودې لپاره د افغانستان د ملکي وګړو تر ټولو خونړۍ ورځ وبلله. په همدې ورځ پر کابل د پاکستان په لومړي مرګوني برید کې ۹ کسان ووژل شول او هم‌مهاله د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ په برید کې ۳۵ کسان ووژل شول، چې ۲۷ یې د یوې کورنۍ غړي وو.

100%

که څه هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ۱۴۰۴ کال د تلې اوربند اعلان شوی و، خو ډېر ژر مات شو. د بریدونو له بیا پیل سره، د کب په درېیمه نېټه په ننګرهار او پکتیا کې ۱۳ ملکي وګړي ووژل شول. اوس هم د وروستیو بریدونو په ترڅ کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي، چې دا د ملکي زیانونو د دوامداره تکرار څرګندونه کوي.

که څه هم پاکستان ادعا کوي چې هدف یې وسله‌وال وو، خو د نړیوال بشرپاله قانون له مخې، یوازې د امنیتي عملیاتو ادعا د ملکي مرګ‌ژوبلې قانوني توجیه نه شي کېدای. هر دولت مکلف دی چې د پوځي او ملکي هدف ترمنځ توپیر وکړي، له غیرمتناسب ځواک کارولو ډډه وکړي او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره ټول احتیاطي تدابیر ونیسي.

که په بریدونو کې استوګنیزې سیمې، ښځې، ماشومان او نور غیرجنګي وګړي په پراخه کچه قرباني کېږي، نو دا یوازې یوه نظامي تېروتنه نه، بلکې د نړیوالو حقوقو له نظره د جدي او خپلواکې څېړنې موضوع ګرځي. کله چې ورته پېښې په پرله‌پسې ډول تکرارېږي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې رامنځته کوي، نو د نړیوالو حقوقو له نظره د دغو پېښو د بېلابېلو احتمالي حقوقي اړخونو ارزول هم اړین کېږي.

د بشري حقونو بنسټ «رواداري» هم همدې پایلې ته رسېدلی دی. دغه بنسټ د پاکستان وروستي بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې ښایي د جګړه‌ییز جرم په توګه وڅېړل شي.

د روادارۍ د لومړنیو موندنو له مخې، پاکستاني ځواکونو استوګنیزې سیمې په دوو پړاوونو کې بمبار کړې دي؛ لومړی یې کورونه په نښه کړي او وروسته یې هغه کسان تر برید لاندې راوستي چې د ژغورنې او مرستې لپاره سیمې ته ورغلي وو. د روادارۍ په باور، دغه ډول بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون د تفکیک، احتیاط او تناسب له اصولو سره په ټکر کې دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي او عاملان عدالت ته راکش کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم په همدې دلیل ټینګار کړی چې د پاکستان بریدونو ته باید یوازې د امنیتي پېښو په سترګه ونه کتل شي. د هغه په باور، دا بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت، نړیوال دریځ او راتلونکي په اړه د ژور ملي بحث غوښتنه کوي. هغه پوښتنه کوي چې ولې د افغانستان پر حاکمیت پرله‌پسې تېری کېږي، ولې نړۍ چوپه ده او ولې افغانان د دې وضعیت بیه پرې کوي.

له بلې خوا، د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل په ښکاره له ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، د بشري حقونو له نړیوالو ادارو او د بښنې نړیوال سازمان څخه غوښتي چې دا بریدونه د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو ترڅنګ، که شواهد یې موجود وي، د نسل‌وژنې د احتمالي عمل له زاویې هم وڅېړي.

دا غوښتنه ځکه مهمه ده چې د نسل‌وژنې د جرم د څېړنې غوښتل، له مخکې د نسل‌وژنې د ثابتولو معنا نه لري. په نړیوالو حقوقو کې هر کله چې د ملکي وګړو پر ضد د پراخو او تکراري بریدونو، د ځانګړو ټولنو د هدف ګرځولو او د جدي بشري زیانونو نښې موجودې وي، نړیوال بنسټونه کولای شي د نسل‌وژنې د احتمالي جرم د شتون یا نه شتون په اړه حقوقي ارزونه وکړي.

په دې قضیه کې هم څو پوښتنې د نړیوالو څېړنو غوښتنه کوي: ولې د بریدونو اصلي قربانیان ملکي وګړي دي؟ د پوځي اړتیا او کارول شوي ځواک ترمنځ تناسب رعایت شوی که نه؟ د بریدونو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې لپاره لازم احتیاط شوی و که نه؟ ایا د پرله‌پسې بریدونو او لوړې ملکي مرګ‌ژوبلې ترمنځ کومه تکراري بڼه لیدل کېږي؟ او ایا دا ډول بریدونه یوه جلا پېښه ده، که د پولې هاخوا د تکراري پوځي چلند یوه برخه ده؟

که نړیواله ټولنه د دغو پوښتنو له څېړلو ډډه وکړي، نو د نړیوال بشرپاله قانون د تطبیق په اړه به د بې‌طرفۍ او عدالت اصل تر پوښتنې لاندې راشي. هماغه نړیوال نظام چې د نړۍ په نورو سیمو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د حقیقت موندنې پلاوي جوړوي، باید د افغانستان د ملکي قربانیانو په اړه هم ورته معیار عملي کړي.

افغانستان د نړیوالو حقوقو له مخې یو خپلواک دولت دی او د هغه د خاورې حاکمیت، د خلکو ژوند او د ملکي وګړو خوندیتوب باید د هر دولت له امنیتي ادعاوو لوړ ارزښت ولري. که د پاکستان ادعا دا وي چې د وسله‌والو پر ضد یې عملیات کړي، نو دا ادعا باید د یوې خپلواکې او بې‌طرفه نړیوالې څېړنې له لارې وازمویل شي، نه دا چې د ملکي قربانیانو مرګ‌ژوبله له پوښتنې پرته عادي وګڼل شي.

له همدې امله، د افغانستان د قربانیانو لپاره اساسي غوښتنه دا نه ده چې نړیوال بنسټونه له مخکې دا بریدونه نسل‌وژنه اعلان کړي؛ بلکې غوښتنه دا ده چې د نړیوالو حقوقو د ټولو معیارونو پر بنسټ، د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو او که شواهد یې موجود وي، د نسل‌وژنې د احتمالي جرم په ګډون، یوه خپلواکه، شفافه او بې‌طرفه څېړنه ترسره شي. یوازې په دې صورت کې به د قربانیانو حق خوندي شي، د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د تکرار د مخنیوي لپاره به د حساب ورکونې زمینه برابره شي او نړیوال عدالت به خپل اعتبار وساتي.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۵

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

د وير سلسله؛ په خبیثه مثلث کې زنداني حافظه

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۳۷ GMT+۱
•
شاپور ژمن
د وير سلسله؛ په خبیثه مثلث کې زنداني حافظه
100%

‏پر افغانستان د پاکستان تېری درگرده د یوه نوي عادت څېره اخلي. دا څووم، ان له دوه - درېیو کلونو راهیسې درگرده چورلکې د ډیورند له کرښې راتېريږي او پر څو ولایتونو بریدونه کوي او بېرته سلامتې اوړي. بس موږ یوو او په دا سهار ماتم او ویر.

په قهر و غصه شو، وینه مو په رګونو کې وخوټېږي. په ټولنیزو رسنیو کې پاکستان هر رنگ ښکنځو او د «دال او تورمخي‌توب» پېغورونه خو هرو مرو ورسره بدرګه کوو. په موږ کې ځینې دا بریدونه د فرصت په هېنداره کې ویني چې ګواکې پر حاکمې ډلې تبۍ سره کېږي او ورکېږي. ځینې بیا د حاکمې ډلې پر اوږې لاسونه ټپوي او د غاښ‌ماتوونکي غچ اخېستلو نعتونه زمزمه کوي او په دې منځ - منځ کې دا ټکۍ ورسره اچوي چې «دا بریدونه له حاکمې ډلې سره د پاکستان د سختې دښمنۍ په معنا درواخلئ»!

‏دغسې بیا ځینې د شونډو لاندې وتخنېږي او وايي: ځه ودې مري؛ ودې کړېږي «نسل انتحاري»!

‏د ماتم او وېر سهار چې سبا کېږي؛ هېرېږي. موږ په دا بل سبا یوه شېبه تم نه‌شو چې محاسبه وکړو، مغز وننګوو، عاطفه او احساسات معطل کړو، له سره مو راخیستې وای، له‌دې مو پیل کړې وای چې په هېواد کې د هرج و مرج اوسنی حالت طبیعي راغلی که مهندسي کړای شوی؟ د اوسني حالت نقطې مو له تېرو دوو جهادونو سره وصل کړې وای او کتلي مو وای چې د ننني حالت د محصول تر ټولو د ګټه اخېستونکي «مثلث» هندسه څنگه ترسیموي. د اوسني مهندسي کړای شوي حالت په تداوم کې د دې مثلث د هرې ضلعې نقش څرنګ بربنډوي.

‏موږ به حس کړې وای، چې تر دمګړۍ د دې مثلث درېیواړو ضلعو (غرب، پاکستان، جهادي ډلو [مجاهدینو او ط‌البانو]) تر ټولو دېر د تاریخ په هرې مقطع کې د دغسې حالت تداوم غوښتی او ځنې یې ګټه اخېستې ده. دغسې حالت کې پاکستان د یوه ضعیف افغانستان پالیسي چلولای شي. غرب په سیمه کې خپل هژمونیک اغېز ساتلای شي. جهادي ډلې د خرمستۍ هر هوس پوره او د سیاسي اسلام پر اخور لا پړسېدلای شي.

‏خو هه پر موږ؛ زموږ پر ماتم‌ځپلو حافظو!

‏موږ د دې مثلث په کنجونو کې ویلي شو. یا غرب ته پرتلۍ وهو او هیلې پسې ټومبوو چې ګوندې له دې حالته، چې دی ترې له هرچا ډېره ګټه وړي وژغوري. یا هاغه پاکستان ته د مرستې په تمه مسک مسک کېږو چې ۴۰ کاله یې مخالفې جهادي ډلې د افغانستان بربادۍ ته وروزلې او یا هم اوسنۍ حاکمې ډلې پورې هیلې غوټه کوو چې تېر شل کاله یې د اوسني حاکمیت لپاره، چې یوازې لوېدلی افغانستان په‌کې منعکس کېږي، په سېلابونو وینې وبهولې او درست نظام یې د همدې پاکستان او غرب په همکارۍ څملاوه.

‏موږ که یو عقلاني کار کوو؛ هغه به د دغه خبیثه مثلث د پېژنګلوۍ دغې نتیجې ته رسېدل وي. که یو د ژغورنې لار خپلوو؛ هغه به په‌خپلو مټو او تفکر لښکر جوړول وي. دا لښکر سازمان غواړي. یو نسل غواړي. داسې نسل چې د دې مثلث هره ضلعې ته «نه» ووایي او د ملت حافظه له دې زندانه راوباسي.

ډاکټر ماهرنګ بلوچ په عمر بند محکومول به څه پایلې ولري؟

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
•
افراسیاب خټک
ډاکټر ماهرنګ بلوچ په عمر بند محکومول به څه پایلې ولري؟
100%

د بلوچانو د پیوستون د کمیټې (BYC) رییسه ډاکټر ماهرنګ بلوچ او د هغې یو همکار شاه جي صبغت الله بلوچ د پاکستان یوې ترهګرۍ ضد محکمې په ابدي حبس محکوم کړي. د بلوچانو د پیوستون کمیټه د پاکستاني دولت د جبر په ضد د سوله‌ییزې مبارزې هغه سیاسي نهضت دی چې په بلوچانو کې پراخ محبوبیت لري.

جالبه دا ده چې نه یوازې د دغه سازمان مشري د طب ډاکټرې ماهرنګ بلوچ په غاړه ده، بلکې په دې کې د سړو تر څنګ په زرګونو نورې بلوچې ښځې هم ګډون لري.

بلوچو ښځو د سیاسي فعالیت عمده هدف د خپلو هغو زرګونو وروڼو، پلارانو او میړونو د راخلاصولو لپاره مبارزه کول دي، څوک چې د خپل سیاسي دریځ په وجه د پاکستاني پوځی استخباراتي موسسو له خوا تښتول شوي او بې درکه دي.

په منځني ختیځ کې له کردانو وروسته بلوچ دویم قوم دی چې ښځې یې په پراخه توګه په سیاسي مبارزه کې ګډون کوي. د ماهرنګ بلوچ پلار غفار بلوچ هم، چې د خپلې سیمې یو پېژندل شوی مترقي سیاسي مبارز و، د پاکستان د پوځ له خوا تښتول شوی او بې درکه شوی و. ماهرنګ هغه وخت وړوکې جینۍ وه، خو هغې په هغه وخت کې هم د خپل پلار د خلاصون لپاره په تظاهراتو او اعتصابونو کې فعاله ونډه اخیسته.

غفار بلوچ د یو څه وخت د حبس او شکنجې نه وروسته ایله کړل شو، خو څه موده پس چې هغه په دویم وار د پاکستاني پوځ له خوا تښتول شو او د هغه فامیل او نورو بلوچانو په میاشتو د هغه د خلاصون لپاره مبارزه وکړه، نو د هغه جسد په داسې حال کې د یوه سړک په غاړه وموندل شو چې په تشدد مات ګوډ شوی او په مرمیو سوری سوری شوی و.

دا خبره د یادونې وړ ده چې د بلوڅو ښځو او سړیو په سوله‌ییزې مبارزې برسېره د بلوچو داسې وسله والې ډلې هم شته چې د پاکستاني پوځیانو، پولیسو او دولتي مراکزو باندې بریدونه کوي او د پاکستان امنیتي موسسو ته ډېر درانه تلفات اړوي. په دغو وسله والو ډلو کې د بلوچستان لبریشن ارمي (BLA)، بلوچستان لبریشن فرنټ (BLF)، بلوچ ریپبلکن ارمي (BRA) او ځینې نور سازمانونه فعالیت کوي.

په دوی کې تر ټولو فعاله ډله بلوچستان لبریشن آرمي (د بلوچستان آزادۍ بخش پوځ) یا BLA نومېږي. دوی د بلوچستان د آزادولو لپاره د مبارزې کولو ادعا کوي. په نږدې کلونو کې د بلوچستان په بلوچ مېشتو سیمو کې د BLA او نورو سازمانونو مخ په زیاتېدونکو بریدونو امنیتي وضعیت ډېر خراب کړی دی. د پاکستان پوځ د دغو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی او د حکومتي جبر تیزه څوکه د سوله‌ییزې مبارزې په مخ وړونکي سازمان BYC ته متوجه ده. حکومت په سوله‌ییز احتجاج کې برخه اخیستونکي د تروریزم ضد جوړو محکمو کې محاکمه کوي. د پاکستان د جنرالواکۍ تر اغېز لاندې کار کوونکی د بلوچستان ایالتي حکومت داسې تور قوانین جوړ کړي دي چې په افغانستان کې د طالبانو د امارت له خوا جوړو شویو تورو قوانینو سره ډېر مشابهت لري.

د BYC په مشرتابه کې د ماهرنګ بلوچ پرته سمی دین بلوچ، ډاکټر صبیحه بلوچ، بیبو بلوچ او ځینې نورې تکړه ښځې ګډون لري چې د بلوچو د نفوسو مطلق اکثریت دوی ملي قهرمانې ښځې ګڼي او د دوی شا ته درېږي. په شلمې پېړۍ کې د بلوچو د ملي نهضت په رهبرانو کې نواب خیر بخش مری، سردار عطاالله مینګل، غوث بخش بزنجو او نواب اکبر بګټي څرګند شخصیتونه وو چې په بلوچو کې یې سیاسي پوهه او ملي شعور پیدا کړی دی، خو په بلوچ اولس کې د ماهرنګ بلوچ او د BYC د نورو مشرتابه محبوبیت حتا د پورته ذکر شویو مشرانو په پرتله زیات دی.

د هغوی په غوښتنه په ټول بلوچستان کې د بلوچو ښځې او نارینه د احتجاج لپاره سړکونو او کوڅو ته راوځي. د کال ۲۰۲۳ په نومبر کې د BYC په ابتکار د بلوچو ښځو په مشرۍ کې (چې ماهرنګ بلوچ په کې مشره وه) یو احتجاجي کاروان د پاکستان د دولت له خوا د بلوچو د نسل‌وژنې په ضد د احتجاج په موخه د بلوچستان د تربت نومي ښار نه د اسلام آباد په لور روان شو او په سړکونو او لوړو ژورو د ۱۶۰۰ کیلومیتره مزل کولو وروسته دوی اسلام آباد ته ورسېدل. په لاره کې د هر یوه ښار او کلي خلکو د دوی هرکلی وکړ. په اسلام آباد کې پولیسو د دوی د مخنیوي هڅه وکړه، په سخت ژمي کې یې پر دوی یخې اوبه واچولې او دوی یې په لښتو ووهل، خو بلوچې ښځې شاته نه شوې او تر یوې میاشتې اوږد پرلت کې یې د پاکستان د حکومت د هر فشار سره په مړانه مقابله وکړه. د دې پېښو سره په بلوچو کې د ماهرنګ شهرت او محبوبیت لا زیات شو.

د بلوچستان د حقوقدانانو شورا وایي چې د ډاکټر ماهرنګ بلوچ او د هغې د ملګرو په محاکمه کې د اساسي قانون له موادو او د قضایي نورمونو څخه سرغړونه شوې ده. په یوه جعلي دوسیه کې تورن افراد په ابدی حبس محکومول ناجایز او غیرمنصفانه تصمیم دی. د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستاني محکمې د دغې فیصلې په اړه ویلي دي چې په دغه قضیه کې ماهرنګ بلوچ او صبغت الله شاه په ابدی حبس محکومول د عادلانه محاکمې له اصولو څخه سرغړونه ده. دغه تصمیم څرګندوي چې په پاکستان کې د تروریزم ضد قوانینو څخه په منظمه توګه د حکومت سره د نظر اختلاف لرونکو د خولو د بندولو لپاره استفاده کېږي. د سویډن د اقلیم د بدلون په مسله پېژندل شوې فعاله ګریټا تنبرګ هم د ماهرنګ په ضد د محکمې تصمیم ظالمانه عمل بللی او د ماهرنګ بلوچ د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

سیاسي او حقوقي شنونکي د ماهرنګ د محاکمې او د ابدی حبس په مسله کې دوو مهمو ټکو ته ګوته نیسي. دوی وایي چې د پاکستان جنرالواکۍ په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د جګړې په جریان کې تل ټینګار کاوه چې باید د طالبانو سره د منازعې د یوه سیاسي حل د موندلو په موخه خبرې اترې وشي، ځکه چې د افغانستان د سیاسي نظام مسله یوه سیاسي مسله ده او دا کوم پوځي حل نه لري، خو اوس دوی خپله په بلوچستان کې په یوې خالصې سیاسي مسلې باندې د یوه پوځي حل د تحمیلولو هڅه کوي.

شنونکي دویم ټکی دا په ګوته کوي چې له یوې خوا د پاکستان سیاسي او پوځي واکداران د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د بندولو لپاره شپه او ورځ د سوله‌ییزو خبرو د پرمختګ په لټه کې وي، خو په خپل هېواد کې په روانه جګړه کې د مرګ، ژوبلې او تباهۍ هېڅ پروا نه ساتي. دوی دا دوه‌مخی توب او منافقت بولي چې د پاکستاني واکدارانو اعتبار تر سوال لاندې راولي. شنونکي وایي چې دغه تصمیم به د ماهرنګ بلوچ شخصیت او اعتبار نور هم لوړ کړي.

پر ایران د امریکا له بریدونو سره هممهاله پر افغانستان د پاکستان بریدونه تصادف دی؟

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
پر ایران د امریکا له بریدونو سره هممهاله پر افغانستان د پاکستان بریدونه تصادف دی؟
100%

د ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه پنځه ځله پاکستان پر افغانستان داسې وخت برید کړی چې هممهاله امریکا پر ایران برید کړی او یا یې هم اړیکې شدیدې کړکېچنې شوې دي. دا هممهاله پېښې دا پوښتنه راټوکوي چې ایا دا تصادف دی او که پاکستان د روانو شخړو تر سیوري لاندې خپلې امنیتي ګټې خوندي کول غواړي.

د ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې د جنوبي او لوېدیځې اسیا امنیتي چاپېریال د څو هممهاله او متقابلو بحرانونو له امله د پام وړ بدلون تجربه کړی. د همدې دورې په ترڅ کې د بېلابېلو شخړو ترمنځ د وخت نږدېوالی پاموړ دی.

په دې موده کې پاکستان پر افغانستان څو پړاوه هوايي او پر کرښه عملیات و کړل، په داسې حال کې چې امریکا او اسراییل د ایران پر ضد پوځي بریدونه وکړل. هم مهاله، ایران د سیمه‌ییزو ځوابي اقداماتو په لور لاړ او په خلیجي هېوادونو کې یې د امریکا پوځي اډې او تاسیسات په نښه کړل.

په دې برخه کې د نړیوالو له پامه یوڅه پرېوتې مساله د پاکستان او افغانستان ترینګلې اړیکې او پر افغان خاوره د پاکستاني الوتکو پرله پسې بریدونه دي، چې هرځل په سیمه کې له امنیتي تحرکاتو سره یوځای ترسره شوي.

پر افغانستان د پاکستان بریدونه

د تاوتریخوالي لومړۍ مهمه مرحله د ۲۰۲۶ کال د فېبروري په ۲۱–۲۲ نېټو پیل شوه، کله چې پاکستان د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل. دا بریدونه په ځانګړي ډول په ننګرهار (خوګیاڼي او بهسود)، پکتیکا (برمل او ارګون) او خوست کې وشول. د سیمه‌ییزو سرچینو او راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې ملکي تلفات هم راپور شول او ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې.

یوازې څو ورځې وروسته، د فېبروري په ۲۷ نېټه بیا پراخ بریدونه وشول چې کابل، کندهار او پکتیا یې تر پوښښ لاندې راوستل. دا پړاو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د اوج ټکی بلل کیږي.

له دغو پېښو وروسته دوه ځله بیا په تکراري ډوله د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره بمبارۍ وشوې.

وروستۍ پېښې بیا تازه د تېرې شپې دي، چې د پکتیا او پکتیکا او په ګډون د افغانستان په ختیځو سیمو کې په ځانګړي ډول کونړ کې تازه بریدونه وشول. په دې پړاو کې د دوو پرله‌پسې بریدونو راپورونه هم ورکړل شول، چې د ملکي تلفاتو شمېر یې د پام وړ و.

پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه

په همدې مهال، د سیمې بل مهم محور د ایران پر وړاندې جګړه وه. د فېبروري په ۲۸ نېټه ۲۰۲۶، امریکا او اسراییل په ګډه د ایران پر مهمو پوځي او اټومي تاسیساتو پراخ بریدونه پیل کړل. دا عملیات د تهران، اصفهان او نورو ستراتیژیکو سیمو پر هدفونو ترسره شول.

یوازې یوه ورځ وروسته، د مارچ په لومړۍ نېټه، ایران د اسراییل پر ضد توغندیز بریدونه وکړل او جګړه یې د متقابل ځواب په لور بوتله. د مارچ په اوږدو کې جګړه پراخه شوه او د منځني ختیځ څو نورې سیمې، په ځانګړي ډول لبنان، عراق او د فارس خلیج شاوخوا، یې تر اغېز لاندې راوستې.

وروسته د جون په وروستیو کې بیا د امریکا له لوري د ایران پر ضد تازه بریدونه ترسره شول چې د هرمز تنګي او سمندري امنیت موضوع یې لا حساسه کړه.

د وخت نږدېوالی او د بحث محور

د پېښو تر ټولو مهم ټکی د وخت نږدېوالی دی:

  • ۲۱–۲۷ فېبروري: پاکستان پر افغانستان بریدونه
  • ۲۸ فېبروري: امریکا او اسراییل پر ایران بریدونه
  • ۱ مارچ: د ایران ځوابي بریدونه
  • ۲۷–۲۹ جون: په دواړو جبهاتو کې بیا تاوتریخوالی

د پېښو یو دغسې تسلسل تحلیلګرانو ته دا پوښتنه پیدا کوي چې ایا دا پېښې یوازې تصادفي هممهاله کېدل دي، که له یو بل سره تړلي ستراتیژیک فشارونه او د هغو ددفع کولو هڅې دي؟

له دغو ټولو پېښو داسې ښکاري چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه د ایران له کړکېج سره بې تړاوه نه دي.

۱. د افغانستان د ختیځې جبهې ستراتیژیک موقعیت

د ځینو تحلیلونو له مخې، افغانستان د ایران لپاره د ختیځ له لوري د فشار یوه ممکنه جبهه ګڼل کېږي. دا لید دا فرضیه وړاندې کوي چې د افغانستان بې‌ثباتي کولای شي د ایران ستراتیژیک تمرکز پر څو برخو تقسیم کړي، په ځانګړي ډول کله چې له لویدیځ (اسراییل او امریکا) فشار هم زیات وي.

پاکستان په دغو بریدونو امریکا ته ښيي چې که ایران په منځني ختیځ کې تر فشار لاندې دی او مستقیمو بریدونو ته زمینه برابره ده، یوازیني شرقي دوستان یې پاکستان تر فشار لاندې نیولی شي.

بل خوا امریکا هم داسې ګڼي، چې طالبان د ایران ملګري دي او افغانستان د ایران پر وړاندې تر ټولو مهمه او یوازینۍ شرقي ځمکنۍ جبهه ده، امریکایان غواړي ایران ته وښيي، چې د جبهې دغه شا هم بې ثباته کېدلای شي چې بیا یې د ایران په وړاندې وکاروي.

۲. جغرافیوي محدودیتونه او د فشار بدیلې لارې

سر له دې چې امریکا او اسراییل پر ایران هوايي بریدونه وکړل او په واشنګټن کې وخت نا وخت پر ایران د ځمکني یرغل د اړتیا بحث هم که کله راپورته کیږي، پاکستان د امریکا د متحد په توګه امریکا ته د دغو بریدونو په کولو سره ښيي، چې که پر ایران د ځمکني یرغل اړتیا پېښه شي، نو دغه کار له عراق، جنوبي سمندر، یا منځنۍ اسیا هېوادونو څخه ځکه ناممکن دی، چې هغه هېوادونه د ملي حاکمیت خاوندان دي او خلک یې اجازه نه ورکوي، چې د ایران په وړاندې یې له خاورې حمله وشي.

یوازینی هېواد چې د ایران په ګاونډ کې ملي حاکمیت نه لري او هیچا په رسمیت نه دی پېژندلی او د خلکو ملاتړ هم له واکمنو سره نشته افغانستان دی، دوی په لږو پوځي حرکتونو کولای شي پر ایران له دې ځایه وبلوسي او تر دې مخکې باید افغانستان بي ثباته کړي، چې پاکستان دغه کار د ګټې لپاره هم کوي او دا د پاکستان او امریکا انډيوالي هم پخوي.

همدا ده چې د ځینو تحلیلونو په استناد افغانستان د غیرمستقیم فشار لپاره “انعطاف‌منونکې جغرافیا” بلل کېږي.

۳. د پاکستان سیمه‌ییزې محاسبې او امنیتي تړونونه

پاکستان له سعودي عربستان سره دفاعي او امنیتي تړون لري او د دغه تړون له مخې پاکستان اړ دی چې پر سعودي عربستان د برید دفاع کړي.

همداراز له یو شمېر نورو عربي هېوادونو څخه یې میلیاردونه ډالر پور اخیستی او د دغه پور له مخې هم پاکستان باید په یو نه یو ډول د قطر او عرب اماراتو ملاتړ وکړي.

خو د ایران او خلیج ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په صورت کې پاکستان هڅه کوي خپل ستراتیژیک رول متوازن وساتي او ځان د سیمه‌ییزو معادلو مهم لوبغاړی وښيي.

په دې چوکاټ کې، د افغانستان په لور د پاکستان پوځي اقدامات ځینې وخت د پراخې سیمه‌ییزې ستراتیژۍ برخه ګڼل کېږي او هڅه کوي سعودي عربستان ته له یوې خوا وښيي چې اسلام اباد په افغانستان کې بوخت دی او ریاض ته یې لاسرسی محدود دی او له بلې خوا ټولو عربي هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې د ایران دوستان (طالبان) یې تر فشار لاندې نیولي او هغوی نه شي کولی چې د ایران مرسته وکړي او که مرستې ته زړه ښه کوي نو پاکستان کولی شي فشار لا زیات کړي.

خو همدا چې امریکا پر ایران بلوسي او ایران سعودي او نور عرب هېوادونه ګواښي، پاکستان بالمقابل دغو عربي هېوادونو ته ورښيي، چې دی پخپله عملاً له یوه بل هېواد سره په جګړه کې دی او که سعودي او نور توقع لري، چې پاکستان ورسره ودریږي، نو باید دغه هېوادونه د افغانستان په وړاندې هم له پاکستان سره جګړې ته ننوځي. دا د جګړې هغه تاکتیکونه دي چې د دویمې نړۍوالې جګړې پرمهال هم پوځي ټلوالو یو د بل پر وړاندې ترسره کول.

سره له دې چې تر اوسه هېڅ رسمي سند د دې پېښو ترمنځ مستقیم تړاو نه ثابتوي، خو د فېبروري له وروستیو څخه د جون تر وروستیو پورې د جګړو د وخت نږدېوالی، د جګړې جغرافیا او سیمه‌ییز سیاسي واقعیتونه دا پوښتنه ژوندۍ ساتي چې ایا دا تصادف دی، که پاکستان پر افغانستان د بریدونو له لارې ځان له سترو خطرونو او په سترو جګړو کې له ښکیلتیا ژغوري.

د ځواکمنو هېوادونو د ګټو په ټکر کې ضعیف هېوادونه خپلې ګټې څنګه خوندي کولای شي؟

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل
د ځواکمنو هېوادونو د ګټو په ټکر کې ضعیف هېوادونه خپلې ګټې څنګه خوندي کولای شي؟
100%

د جمهوریت پر مهال مې یو ځل په خپله یوه لیکنه کې یادونه کړې وه، چې په افغانستان کې لسګونه ډوله جګړې او سیالۍ روانې دي. په ۲۰۱۶ کال کې مې د همدغو رقابتونو په تړاو خپله لیکنه په پکتیا پوهنتون کې ولوستله، چې هلته ګڼ شمېر کسان موجود وو او ښايي تر اوسه به یې هم په یاد وي.

د بیلګې په توګه د دغه رقابتونو او جګړو په یادونه کې په افغانستان کې د امریکا او اروپا رقابت او متضادې ګټې، د هند او پاکستان د رقابت جګړه، د امریکا، چین او روسیې متضادې ګټې، د ایران او امریکا رقابت او متضادې ګټې، د عربو او ایران رقابت، د مخدره موادو، تروریزم او افراطیت سره مبارزه، فقر، بیسوادي، ایډیالوژیکي، قومي، سمتي او ژبني خپل منځي رقابتونه او جګړې او داسې نور مسایل.

د هېوادونو تر منځ د ګټو او موخو تضاد د نړۍ په هر کونج او سیمه کې شتون لري. هند د پاکستان سره وران دی خو له اسراییل سره جوړ دی. امریکا د اسراییل سره جوړه او پاکستان سره یې بیا یارانه قوي شویده. اوس ایا امریکا د هند ملګرۍ ده یا د اسراییل او یا هم د پاکستان؟ هند د چین سره رقابت لري، خو غواړي چې د امریکا او اروپا سره هم اقتصادي روابط ولري. امریکا د چین سره رقابت لري، خو هند ورته د پاکستان څخه په اقتصادي لحاظ مهم دی. د دواړو هېوادونو تر منځ د پاکستان په سر او هم د روسیې او ایران نه د تېلو اخېستلو او د فرانسې نه د میراج الوتکو د اخېستلو له امله کړکیجن یا (lukewarm) نیم زړه روابط لري. دلته دا پوښتنه راپورته کېږي چې د ایران لپاره اوس اقتصادي ګټې لومړیتوب لري که امنیتي اندېښنې؟

د ایران او هند اړیکې تر کومه حده د اوږدمهاله ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ ولاړې دي او تر کومه حده یوازې د لنډمهالو او مقطعي اړتیاوو په اساس؟ همداسې د نورو هېوادونو متضادو روابطو او ګټو ته په سیمه او نړۍ کې اشاره کولې شو.

د سیاسي علومو له اړخه، دلته ساینسي محاسبې ته اړتیا ده چې څنګه د اقتصادي او امنیتي مسایلو تر منځ تعادل وساتل شي چې نه اقتصاد ته ضرر ورسیږي او هم د امنیت په لخاط د تهدیدونو کچه راټیټه یا له منځه یوسي ځکه امنیت او اقتصاد د یو بل سره تړلي دي.

افغانستان غوندې ضعیفه هېواد اوس هم د همدغه اقتصادي او امنیتي رقابتونو په جال کې راګیر دی. په داسې پیچلي شرایطو او حالت کې د افغانستان لپاره لوبه کول اسان کار نه دی او بیا په داسې حالت کې چې افغانستان کې قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام شتون ونه لري.

زما په اند د سیمې او نړۍ سره د خپلو ګټو لپاره لومړنې قدم، د یو مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام یا حکومت رامنځته کیدل دي چې افغانان په خپلو منځو کې په سوله کې وي. د ارام ساه واخلي او بیا د سیمې او نړۍ سره د خپلو ګټو په اساس روابط ټینګ کړي.

طالبان یا ځیني فیسبوکي د هاها ډلې استدلال شاید وکړي یا کوي چې جمهوریت کې خو قانون اساسي موجود و. دنیا هم جمهوریت په رسمیت پیژندلې و او نسبتاً داخلي ولسواکي هم موجود وه، نو ولې سقوط شو او یا ولې دا توازن یې ونشو ساتلې؟

د شکلیاتو په اساس دا ښه پوښتنه ده، خو که دا پوښتنه خلص ځواب کړم د جمهوریت د ابتدا نه یعنې د بیړنۍ لوی جرګې نه، د جمهوریت د رهبر ۍ او ټولو تصمیم نیونکو مشرانو او لوبغاړو او همداشان د ذیدخله هېوادونو موخه په افغانستان کې د قانون پلي کول او ملت جوړونه نه وه. لومړنۍ ستونزه د ولس د رایو نفې کول، د قانون نه پلي کول او انحصار د قدرت د محدودو حلقو تر منځ وه چې په مقابل کې د طالبانو مسلح اپوزیسیون د غښتلتیا لپاره زمینه مساعده، ولس منزوي او د ګاونډیانو مداخلو ته لاره هواره شوه.

ستونزه یوازې د قانون تشه او مشروعیت نه و، بلکې د افغانستان لپاره د حکومتولۍ د لرلید او د قانون د نه پلي کیدو اراده موجوده نه وه بلکې معامله‌یي سیاست په مخ وړل کیده. که اوس وخت کې قانوني، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته شي، فوکس په حکومتولۍ، د قانون په پلي کولو او د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه ډه ډه وشي، د دې چانس شته چې د یو قانوني او ولسواکه حکومت پښې ټینګي او د دایمي ثبات لپاره زمینه مساعده شي.ځکه د حکومت په وړاندې به مسلح اپوزیسیون تقویه نشي او د ګاونډیانو د مداخلو مخه به هم ونیول شي.

هر حکومت او نظام یا چارواکي او مسوولین، د خپل واکدارۍ یا ماموریت په دوره کې سل ګونه مهم مسایل نشي حل کولې بلکې په یو څو خاصو برخو کې د خاصو شرایطو لاندې یو څو محدود مسایل حل کولې شي چې هغه د هغه رژیم یا مامور په ښو کړنو کې حسابیږي. هر څوک په هره دوره کې ډیر اشتباهات هم کوي چې ځیني اشتباهات اوږدمهاله منفي یا مثبت اثرات درلودلاې شي او ځیني اشتباهات دومره مهم نه وي. ځکه همیشه په تخینکي مسایلو کې اشتباوې وي، خو د تخنیکي اشتباهاتو تلافي اسانه اما د سیاسي اشتباهاتو تلافي نه جبران کېدونکي وي.

د ښې حکومتولۍ لپاره د جمهوریت د لومړیو کلونو نه، د لرلید د نشتون پایله همدا شوه چې تر اخره د جمهوریت مشرانو ونشو کړې چې لومړنۍ اشتباوې اصلاح او د قانون حاکمیت ته توجه وکړي. پایله یې د جمهوریت سقوط شو چې د دغه لومړنیو کلونو د سیاسي اشتباهاتو تاوان وروسته ټول ملت ورکړ او اوس یې هم ورکوي.

د اشتباهاتو تر څنګ، د کرزي صاحب د دورې یو ښه کار یادونه چې کولې شو، هغه که خوښه یې وه یانه، د حکومت د چارو انتقال بل منتخب حکومت ته و او دا د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ بیلګه وه. ځیني د استاد رباني د دورې انتقال هم د دغه دورې سره مقایسه کوي خو هغه سمه نه ده ځکه نه استاد رباني منتخب جمهور رییس و او نه یې قدرت منتخب جمهور رییس ته په خپله خوښه انتقال کړې و.

کله چې زه د جمهوریت په اخرو کې قطر ته د سفیر په حیث ښاغلي جمهور رییس محمد اشرف غني و ټاکلم، ما ورته وویل که تاسي په خپله دوره کې سوله راولې او جمهوریت سقوط ونکړي، همدا د فزیکي ابادۍ تر څنګ، د جمهوریت مهمه بریا او لاسته راوړنه به وي چې د جنګ مخه ونیول شي او ټول افغانان د طالبانو په شمول ارامه ساه واخلي. دا لاسته راوړنه به تاریخي مسله وي. وخت تېر دی، خو جمهور رییس راته وویلې چې دې قربانۍ ته هم حاضر دی یعنی قدرت پریږدي، په دې شرط چې د یوې موافقې په ترڅ کې سوله راشي.

له بدمرغه، زما د سفارت اګریمان د بېلابېلو دلایلو په اساس رانغې او جمهوریت سقوط شو. د جمهوریت په سقوط کې، د طالبانو په شمول، ټولو افغانانو تاوان وکړ ځکه د طالبانو حاکمیت تر پنځو کلونو وروسته، اوس هم د ملي او نړیوال مشروعیت د ستونزې سره مخ دی. څومره چې افغانان او افغانستان د انزوا په حالت کې وي، دا د افغانانو او د افغانستان په ګټه نه ده.

په دې هم پوهیږم چې د طالبانو د موجوده رهبرې د پت مخ سیاست نه غواړي چې په افغانستان کې مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام رامنځته شي او پایله به یې د طالبانو سقوط، د ګاونډیانو لا زیاتې مداخلې او داخلي جګړې وي. خو د دې تر څنګ که بیا هم طالبان د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعده کړي، دا به د افغانستان په تاریخ کې یو نوې باب پرانېستل شي چې افغانان په لومړي سر کې په خپلو منځو کې او بیا د ګاونډیانو او نړۍ سره ښه په سوله کې ژوند وکړي. په دې دلته بحث نه کوو چې تېرو رژیمونو او یا طالبانو تېرو پنځو کلونو کړنې او اشتباهات څومره تاوان افغانستان ته رسولې دی.

البته زما دا غوښتنه د یو شمېر احساساتي ځوانانو، سیاسي جریانونو او په نامه مسلح اپوزیسیون لپاره چې د ایرکنډیشن د ګرمو او یخو خونو نه مبارزه کوي، یا د مړې خیټې خبرې کوي، ساده په نظر ښکاري یا د طالبانو د پټ مخي رهبرۍ لپاره عجیبه غوندې ښکاره شي، خو فکر کوم چې د افغانستان اکثریت ولس په همدې فکر دی او د داسې با ثباته نظام رامنځته کیدل د افغانانو، د سیمې د هېوادونو او ټولو ذیدخلو اړخونو لپاره ګټور او مهم دی.

د افغانستان د ثبات لپاره چې قانوني، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته شي، یوازنې لار د واقعي لوې جرګې دایریدل دي چې ټول اقشار او د ټولو سیمو استازي پکې ګډون وکړي، ده.

که دا ونشي، بې ثباتې، سیمه‌ییز او نړیوال رقابتونه، مداخلې او داخلي جګړو ته پخپله زمینه مساعدیږي. څنګه چې نن اکثره د جمهوریت د سقوط پړه د جمهوریت د مشرانو او رهبرې په غاړه اچوي، همداسې به د راتلونکو ناخوالو مسوولیت هم د طالبانو او د هغوي د رهبرې په غاړه وي.

افغانان ازادۍ ته اړتیا لري، نه نصیحتونو ته

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۱
•
اسماعیل میاخېل
افغانان ازادۍ ته اړتیا لري، نه نصیحتونو ته
100%

افغانان د تاوتریخوالي په اړه د چا نصیحت ته اړتیا نه لري. موږ هغه خلک یو چې خپل عزیزان مو خاورو ته سپارلي؛ ځانمرګي بریدونه، ترهګري، کډوالي، خیانتونه او د خپل نظام سقوط مو په خپلو سترګو لیدلی دی. موږ د هرې جګړې له امله تر ټولو دروند قیمت پرې کړی.

هیڅوک د افغانانو پر تله د سولې تږي نه دي، ځکه هیڅوک زموږ په څېر د خپلو او پردېو جګړو قربانیان نه دي.خو ټول باید پوه شي چې افغانستان نن نه د سولې، نه د ثبات او نه د یوه مشروع نظام خاوند دی.

افغانستان نن د یوې استخباراتي ډلې له خوا یرغمل شوی هېواد دی. افغانستان د نړۍ پر سر د میلیونونو افغانانو لپاره یو سرخلاصی زندان دی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، پخوانیو سرتېرو، خبریالانو، مدني فعالانو، قومي او مذهبي اشخاصو، او هر هغه چا لپاره چې نه غواړي خپل عزت او کرامت یوې داسې وسله‌والې ډلې ته تسلیم کړي چې د وېرې له لارې واکمني کوي.

له همدې امله باید د افغانستان په اړه هغه نړیوال روایت وننګول شي چې ورځ تر بلې پیاوړی کېږي. افغانانو ته بیا بیا ویل کېږي چې صبر وکړئ، له مقابلې ډډه وکړئ، هیله ولرئ چې طالبان به بدل شي، او انتظار وکړئ چې ښکېلتیا او تعامل به یوه ورځ طالبان معتدل کړي. موږ دا خبرې مخکې هم اورېدلې دي. د ۲۰۲۱ کال د اګست له سقوط مخکې افغانانو ته ویل کېدل چې طالبان بدل شوي دي. موږ ته ویل کېدل چې طالبان عملي شوي، له تېر څخه یې زده کړه کړې، مشروعیت غواړي، او د مشروعیت اړتیا به هغوی اعتدال ته اړ کړي.

د ولسمشر غني اختریز پیغام باید افغانان او نړیوال دې ته اړ باسي چې له ځانه هغه درې پوښتنې وکړي چې نوموړي هم ورته اشاره کړې. لومړی، آیا طالبانو سوله راوړې ده، که یوازې یې د وېرې له لارې چوپتیا تحمیل کړې ده؟ دویم، آیا طالبانو د افغان ولس له رضایت څخه مشروعیت ترلاسه کړی، که له یوه پټ مشر سره د اطاعت غوښتنه کوي ځکه چې ولسي مشروعیت نه لري؟ درېیم، آیا طالبانو د ملي ډیالوګ، د نجونو د زده‌کړو، سیاسي ګډون او روغې جوړې دروازه پرانیستې ده، که هرې سوله‌ییزې غوښتنې ته یې په نورو فرمانونو، لا زیات حذف او لا ژورې ځپنې ځواب ورکړی دی؟ که ځوابونه روښانه وي، پایله هم باید روښانه وي: د افغانستان راتلونکی د دې فریب پر بنسټ نه شي جوړېدای چې طالبان به بدل شي، په داسې حال کې چې هره ورځ د دې برعکس ثابتوي.

حقیقت ټولو ته روښانه دی چې طالبان نه دي بدل شوي بلکې بدتر شوي خوبې له شکه چې نړیوالو خپل معیارونه راټیټ کړی دی.

نږدې پنځه کاله کېږي چې افغانانو د خبرو اترو، سیاسي اجماع، ملي روغې جوړې او یوه سوله‌ییزې لارې غوښتنه کړې ده. د طالبانو ځواب جوړجاړی نه و. د هغوی ځواب لا ژور استبداد و: نور فرمانونه، نورې نیونې، نور شکنجې، نور محدودیتونه، نوره وېره، او له عامه ژوند څخه د ښځو سیستماتیک حذفول. هغوی سولې ته په فرمانونو ځواب ورکړ، شمولیت ته په حذفولو، او روغې جوړې ته په ځپلو.

دا اعتدال نه دی. دا بدلون نه دی. دا داسې ستونزمن انتقال نه دی چې یوازې نور وخت ته اړتیا ولري. دا هماغه پخوانۍ ایډیالوژي ده، خو اوس د نړیوالې ستړیا او دیپلوماتیکو خیالونو تر سیوري لاندې خوندي شوې ده.

په داسې حال چې افغانستان له یوې ستر بشري او انساني فاجعې سره مخ دی، هیله ستراتیژي نه ده. خیال دیپلوماسي نه ده. او دا تصور چې طالبان به په خپله بدل شي یو ستر خوب او خیال دی.

هو افغانان بې له شکه چې سول غواړي خو داسې معلومېږي چې له یو شمېر نړیوالو سیاسونو او هېوادونو د سولې او تسلیمۍ تر منځ توپېر ورک شوی. سوله عدالت غواړي. سوله حقونه غواړي. سوله سیاسي ګډون، د خلکو رضایت او د انساني کرامت ساتنه غواړي.هغه څه چې نن په افغانستان کې دي، سوله نه ده. دا جبري چوپتیا ده. دا له پورته نه تحمیل شوې وېره ده. دا د ډیپلوماټانو لپاره ثبات، خو د خلکو لپاره زندان دی.

هیڅ ملت ته باید ونه ویل شي چې سوله‌ییز پاتې شي، په داسې حال کې چې د آزادۍ ټولې سوله‌ییزې لارې په قصدي ډول پرې تړل شوې وي.

کله چې خبرې اترې ردېږي، سوله‌ییز اعتراض جرم ګڼل کېږي، ټاکنې لغوه کېږي، سیاسي ګډون منع کېږي، ښځې له ټولنې حذفېږي، او یو ټول هېواد د یوې وسله‌والې ډلې له لوري د وېرې او زور له لارې اداره کېږي، د دوامداره کړکېچ لومړنی مسوولیت د هغو کسانو پر غاړه دی چې د سولې هره دروازه یې تړلې ده، نه د هغو خلکو پر غاړه چې نه غواړي په ځنځیرونو کې ژوند وکړي.

همدا د افغانستان په اړه د نړیوال چلند تر ټولو لوی اخلاقي تضاد دی. کله چې نور دولتونه له وسله‌والو افراطي ډلو سره مخ کېږي، د زور کارول اکثر د ځان‌دفاع او امنیت په نوم توجیه کېږي. خو کله چې افغانان د طالبانو پر ضد د مقاومت خبره کويناڅاپه موږ ته د تاوتریخوالي درسونه راکول کېږي.

دا دوه‌ګونی معیار د منلو نه دی.

د افغانانو لپاره د طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ توپیر یو اخلاقي توپیر نه دی؛ ډېر کله دا یوازې یوه دیپلوماتیکه اسانتیا ده. دواړه له همدې افراطي خاورې راټوکېدلي دي. دواړه تکثر او سیاسي تنوع ردوي. دواړه له وېرې کار اخلي. دواړه باور لري چې واک د خلکو له رضایت څخه نه، بلکې د ټوپک له شپېلۍ څخه راځي. که د یوې وسله‌والې افراطي ډلې پر ضد د امنیت په نوم د زور کارول توجیه کېدای شي، نو افغانان هم د آزادۍ په نوم د بلې وسله‌والې افراطي ډلې پر ضد د مقاومت له حقه نه شي محرومېدای.

دا په دې معنا نه ده چې افغانان جګړه غواړي. موږ جګړه نه غواړو.

موږ جګړه نه غواړو. موږ آزادي غواړو.

خو سوله بې له عدالته تسلیمېدل دي. ثبات بې له حقونو زندان دی. د ظلم تر سیوري لاندې چوپتیا سوله نه ده؛ دا ملګرتیا او شریک جرم دی.

افغانان له نړۍ نه دا نه غواړي چې زموږ جګړه وکړي. موږ یوازې دا غواړو چې نړۍ دې د ظلم نوم سوله نه ږدي او تسلیمۍ ته دې ثبات نه وايي. موږ له نړۍ غواړو چې هماغه ناکامه فریب بیا پر موږ و نه پلوري: دا چې طالبان به بدل شي، په داسې حال کې چې هره ورځ برعکس ثابتوي. موږ له نړۍ غواړو چې له طالبانو سره د یوه راتلونکي حکومت په څېر چلند بند کړي، او افغان ولس دې د یوې ستونزې یا مزاحمت په سترګه نه ګوري.

د افغانستان راتلونکی د دې هیلې پر بنیاد نه شي جوړېدای چې زموږ ظالمان به یوه ورځ زړه‌سواندي شي. ملتونه د دې په انتظار نه آزادېږي چې ظالمان دې وجدان پیدا کړي. ملتونه هغه وخت آزادېږي چې خلک یې منظم شي، متحد شي، قرباني ورکړي، او ظلم د خپل برخلیک په توګه ونه مني.

افغانان باید هم پخپله لاس په کار شي. په داسې حال کې چې د هېواد ساه مو بنده ده، موږ نه شو کولای یوازې د بهرنیو پلازمېنو ته په تمه شو. موږ نه شو کولای خپله آزادي نورو ته وسپارو. موږ نه شو کولای د پخوانۍ بېلتونونه، شخصي رقابتونه، قومي سیاستونه او د تېرې دورې ناکامیو له امله کمروز پاتې شو.طالب خپل ځواک د افغانانو په ناپوهۍ، نفاق، ترهه او ارزښتونو په بې ارزښته کولو کې ویني.

دا حالت باید پای ته ورسېږي. موږ داسې ملي جبهې ته اړتیا لرو چې د ښځو او نارینه‌وو، ځوانانو، د سرتېرو او ملکیانو د کورنیو، بې‌ځایه شویو، چوپ کړل شویو، او هر هغه افغان غږ وي چې ومني د طالبانو واکمني زموږ وروستی برخلیک نه دی.

نړیواله ټولنه باید د داسې لیدلوري ترڅنګ ودرېږيخو باید په ډاګه ووایم چې که نړۍ زموږ ترڅنګ درېږي او یا نه، افغانان باید د آزادۍ لپاره خپلې مبارزې ته په کلکه دوام ورکړي.

که بهرني هېوادونه موږ مني او یا مو نه مني، افغانان په ځانګړي توګه نوی نسل به تل د داسې هېواد غوښتنه کوي چې د خلکو د رضایت له مخې اداره کېږي. که نړیواله ټولنه دیپلوماتیک جرئت ولري او که نه، افغانان به د ظلم د عادي کولو پر ضد کلکې مبارزې ته دوام ورکوي.

طالبان ښايي نن پر افغانستان کنټرول ولري، خو د دې وطن راتلونکی د هغوی ملکیت نه دی.

دا راتلونکی د افغان ولس دی؛ د هغو لوڼو دی چې ښوونځي او پوهنتونونه یې حق دی؛ د هغو زامنو دی چې له جګړې او کډوالۍ پرته د ژوند حق لري؛ د هغو میندو دی چې د عزت ژوند یې حق دی؛ د هغو شهیدانو دی چې عدالت یې حق دی؛ او د هغو راتلونکو نسلونو دی چې باید داسې هېواد ورته په میراث پاتې نه شي چې له د وېرې له لارې اداره کېږي.

نړۍ باید له افغانانو دا غوښتنه بنده کړي چې هغه څه ومني چې هېڅ آزاد ملت یې د ځان لپاره نه مني. موږ له تاوتریخوالي ستړي یو. موږ له جګړې ستړي یو. موږ له خیانتونو ستړي یو. خو موږ له آزادۍ نه یو ستړي.

او موږ به د افغانستان راتلونکی هغو کسانو ته تسلیم نه کړو چې زموږ وطن یې په زندان بدل کړی دی.

یادونه: په افغانستان انټرنشنل -پښتو کې خپرېدونکې لیکنې د لیکوالو د ځاني لید او نظرونو ښکارندويي کوي.