• فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا ټاکنې / ۲۰۲۴

ټرمپ وایي له ناټو څخه د امریکا وتل شونې دي

ټرمپ وایي له ناټو څخه د امریکا وتل شونې دي

د امریکا منتخب ولسمشر د یکشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر څخه وغوښتل، څو له اوکراین سره د ژر تر ژره اوربند په اړه اقدام وکړي.

د افغانستان راتلونکی؛ د نړۍوالو دریځونو اغېز او د ټرمپ د احتمالي پالیسۍ بدلونونه

د افغانستان راتلونکی؛ د نړۍوالو دریځونو اغېز او د ټرمپ د احتمالي پالیسۍ بدلونونه

د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له پرېکنده بریا وروسته د هغه اداره په چټکۍ سره د جوړېدلو په حال کې ده.

د ناټو عمومي منشي په فلوریډا کې له ټرمپ سره وکتل

د ناټو عمومي منشي مارک روټ د جمعې په ورځ په فلوریډا کې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل. د ناټو یو ویاند د شنبې په ورځ وویل، چې په دې غونډه کې "د ناتو پر وړاندې پر بېلابېلو نړیوالو امنیتي مسلو خبرې وشوې."

ټرمپ، جمهوري غوښتونکې قانون جوړونکې لوري چاوز درمر د امریکا د کار د وزېرې په توګه ونوموله

ډونالد ټرمپ ویلي، چې د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکې غړې لوري چاوز درمر یې د امریکا د کار د وزېرې په توګه نومولې ده.

مایکروسافټ له ټرمپ وغوښتل چې د ایران، روسیې او چین سایبري بریدونو په اړه پریکنده چلند وکړي

مایکروسافټ له ټرمپ وغوښتل چې د ایران، روسیې او چین سایبري بریدونو په اړه پریکنده چلند وکړي

د ډیجیټل ټیکنالوژۍ په برخه کې د لوی امریکایي شرکت مایکروسافټ مشر له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې په خپله نوې اداره کې د سایبري بریدونو په وړاندې چې د ایران، روسیې او چین د حکومتونو له خوا یې ملاتړ کیږي سخت دریځ غوره کړي.

ټرمپ د فلوریدا پخوانۍ څارنواله پاملا بانډي، د امریکا د لویې څارنوالې په توګه ټاکلې ده

ټرمپ د فلوریدا پخوانۍ څارنواله پاملا بانډي، د امریکا د لویې څارنوالې په توګه ټاکلې ده

له هغې وروسته چې د امریکا لویې څارنوالۍ لپاره نوماند مټ ګېټس له خپلې نوماندۍ تېر شو؛ د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د فلوریډا ایالت لویه څارنواله پاملا بانډي د هغه پر ځای د هغه هېواد د لویې څارنوالې په توګه وټاکله.

د امریکا لوی څارنوالۍ لپاره د ټرمپ نوماند له خپلې نوماندۍ څخه تېر شو

د امریکا لوی څارنوالۍ لپاره د ټرمپ نوماند له خپلې نوماندۍ څخه تېر شو

د امریکا د لوی څارنوالۍ لپاره د ډونالډ ټرمپ نوماند مټ ګیټس د هغه له خوا د جنسي تېري د تورونو په اړه د راپور له خپریدو وروسته له خپلې نوماندۍ څخه تېر شو. نوموړي پر اېکس لیکلي، چې د ده د نوماندۍ د تایید بهیر په واشنګټن کې د یوې ناضروري شخړې لامل شوی.

د امریکا د دفاع وزارت لپاره د ټرمپ نوماند پر وړاندې د جنسي تیري تور پورې اړوند جنجال

د امریکا د دفاع وزارت لپاره د ټرمپ نوماند پر وړاندې د جنسي تیري تور پورې اړوند جنجال

د ډونالډ ټرمپ له لورې د امریکا د دفاع وزارت لپاره نوماند پیټ هېګیسټ وکیل وویل، چې هېګیسټ هغې میرمنې ته د یو تفاهم له مخې پیسي ورکړي، چې د جنسي تیري تور یې لګولی دی.

د ټرمپ په اړه د افغانانو ترمنځ خوش بیني او بد بیني

د ټرمپ په اړه د افغانانو ترمنځ خوش بیني او بد بیني

د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو سره د یو شمېر افغانانو خوش بیني زیاته شوې او فکر کوي چې افغانستان به بیا د امریکا د کورنۍ او نړۍوالې اجنډا په سر کې واقع شي او افغانستان به دوی ته د طالبانو له خپسې څخه خلاص کړي.

د ډونالد ټرمپ ملاتړي مسلمانان په کابینه کې د اسراییل په ګټه له نویو ګومارنو 'ناراضه'‌ دي

د ډونالد ټرمپ ملاتړي مسلمانان په کابینه کې د اسراییل په ګټه له نویو ګومارنو 'ناراضه'‌ دي

په امریکا کې د مسلمانانو مشرانو په ټاکنو کې له دونالډ ټرمپ څخه ملاتړ وکړ؛ خو اوس د هغه په کابینه کې له نویو ګومارنو سخت «نهیلي» شوي دي.

ولادیمیر زېلېنسکي: د ټرمپ د ولسمشرۍ له امله به د اوکراین جګړه ژر ختمه شي

ولادیمیر زېلېنسکي: د ټرمپ د ولسمشرۍ له امله به د اوکراین جګړه ژر ختمه شي

زېلېنسکي ویلي: "دا یقیني خبره ده چې جګړه به د نوي ټیم، چې له دې وروسته به سپینه ماڼۍ رهبري کوي، د پالیسیو سره ژر تر ژره پای ته ورسیږي. دا د دوی چلند او خپلو وګړو سره یې ژمنې دي"

د ټرمپ له خوا دفاع وزارت ته نوماند پیټ هیګسیټ څوک دی؟

د ټرمپ له خوا دفاع وزارت ته نوماند پیټ هیګسیټ څوک دی؟

د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا دفاع وزارت ته نوماند پیټ هیګسیټ، د فاکس نیوز شبکې شنونکی دی او د امریکا په پوځ کې په افغانستان، عراق او ګوانتانامو زندان کې د کار کولو تجربه هم لري. هغه تر دې وړاندې ویلي و، چې اسلام یو "متشدد ځواک دی چې امریکا ته ګواښ جوروي."

ټرمپ د واکسینونو منتقد رابرټ ایف کینیډي، د روغتیا د وزیر په توګه نومولی

ټرمپ د واکسینونو منتقد رابرټ ایف کینیډي، د روغتیا د وزیر په توګه نومولی

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه رابرټ ایف کینیډي جونیر د متحده ایالاتو د راتلونکي ادارې د روغتیا او بشري خدماتو د وزیر په توګه نومولی دی.

ډونالډ ټرمپ، پېټ هګزېټ د خپلې ادارې د دفاع وزیر په توګه معرفي کړ

ډونالډ ټرمپ، پېټ هګزېټ د خپلې ادارې د دفاع وزیر په توګه معرفي کړ

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز د خپرونو کوربه د دغه هېواد د دفاع وزیر په توګه نومولی دی.

رویټرز: مارکو روبیو د ټرمپ ادارې د بهرنیو چارو وزیر په توګه ګومارل کېږي

رویټرز: مارکو روبیو د ټرمپ ادارې د بهرنیو چارو وزیر په توګه ګومارل کېږي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ به سناتور مارکو روبیو د خپلې ادارې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګوماري.

بریتانوي رسنۍ: د پاکستان پوځ باید عمران خان د ټرمپ د ادارې له فشارونو مخکې خوشې کړي

بریتانوي رسنۍ: د پاکستان پوځ باید عمران خان د ټرمپ د ادارې له فشارونو مخکې خوشې کړي

بریتانوي رسنۍ اکسپرېس په یو راپور کې ویلي، چې د پاکستان پوځ باید عمران خان د ټرمپ د ادارې له فشارونو مخکې خوشې کړي. په راپور کې راغلي، چې د پاکستان پوځ باید دا اغېز په پام کې ونیسي او په دې پوه شي، چې د خان د خوشې کېدو ځنډول به ښې پایلې ونه لري.

نظرپوښتنه: ۵۱ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال په دې باور دي چې ټرمپ به له طالبانو سره تعامل کوي

نظرپوښتنه: ۵۱ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال په دې باور دي چې ټرمپ به له طالبانو سره تعامل کوي

د افغانستان انټرنشنل – پښتو له خوا ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي چې ۵۱ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال په دې باور دي چې ټرمپ به له طالبانو سره تعامل کوي، ۲۴ سلنه بیا باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو فشار راوړي، ۸ سلنه باور لري چې ټرمپ به مرستې بندې کړي او ۱۷ سلنه بیا په دې اړه نظر نه لري.

د امریکا د عدلیې وزارت: د ټرمپ د وژلو لپاره د سپاه پاسداران ګومارل شوی کس په خټه افغان دی

د امریکا د عدلیې وزارت: د ټرمپ د وژلو لپاره د سپاه پاسداران ګومارل شوی کس په خټه افغان دی

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، فرهاد شاکري چې د ایران له‌خوا د ټرمپ د وژلو لپاره ګومارل شوی و، په خټه افغان دی.

جمهوري غوښتونکی سناتور مارکو روبیو: ټرمپ د ایران اسلامي جمهوریت بقا ته ګواښ دی

جمهوري غوښتونکی سناتور مارکو روبیو: ټرمپ د ایران اسلامي جمهوریت بقا ته ګواښ دی

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو د ایران اسلامي جمهوریت په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي یوازینۍ او اصلي سرچینه وبلله.

د امریکا د عدلیې وزارت: د ټرمپ د وژلو لپاره ګمارل شوی ایرانی، ښايي اوس ایران کې وي

د امریکا د عدلیې وزارت: د ټرمپ د وژلو لپاره ګمارل شوی ایرانی، ښايي اوس ایران کې وي

د امریکا د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې د امریکا متحده ایالاتو یو ایرانی د هغه دسیسې په تور پیژندلی چې د ایران سپاه پاسداران ورته د ټرمپ د وژلو دنده سپارلې وه. ۵۱ کلن شاکري چې د سپاه غړی دی، په ماشومتوب کې متحده ایالاتو ته کډوال شوی او د غلا په تور له دغه هیواده شړل شوی و.

د ځواکمنو مېرمنو غورځنګ: ښایي ټرمپ له تېر څخه زده‌کړه کړې وي او دا ځل سخت دریځ خپل کړي

د ځواکمنو مېرمنو غورځنګ: ښایي ټرمپ له تېر څخه زده‌کړه کړې وي او دا ځل سخت دریځ خپل کړي

د افغانستان د ځواکمنو مېرمنو غورځنګ وایي، واک ته د ټرمپ دویم ځلي ستنېدا کولای شي طالبانو او افغانستان ته مهمې او ژورې پایلې ولري.

پوتین ټرمپ ته د مبارکۍ په پیغام کې هغه "زړور سړی" یاد کړی

پوتین ټرمپ ته د مبارکۍ په پیغام کې هغه "زړور سړی" یاد کړی

د پنجشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ټرمپ ته د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه او له واشنګټن سره یې خبرو ته د مسکو چمتووالی اعلان کړ. ولادیمیر پوتین د ټاکنیز کمپاین پر مهال د ټرمپ د وژلو هڅې ته په اشارې سره هغه یو "زړور سړی" یاد کړی.