
په بادغیس کې د سېلابونو له امله پنځه کسه مړه شوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون په بادغیس کې د یادې ډلې د ځایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله پنځه کسه مړه شوي دي. د دوی په وینا؛ په قربانیانو کې درې ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي.



















