
مولوي حبیب الله حسام: د ښځو د عقل تحقیرول د قران خلاف عمل دی
افغان دیني عالم مولوي حبیب الله حسام د ښځو د کرامت او عقل څخه په دفاع کولو سره ویلي چې ښځه بې عقله نه ده، بلکې د بشریت او ټولو پیغمبرانو او پوهانو مور ده. هغه زیاته کړې چې د ښځو تحقیرول او هغوی ته د عقل د نقص نسبت کول د قران کریم د صریحو ایتونو خلاف عمل دی.



















