
د ایران د اقتصاد وزیر: د ایران اقتصادي وضعیت ښه نه دی
د ایران د اقتصاد وزیر علي مدنيزاده ویلي، چې د ایران اقتصادي وضعیت ښه نه دی او دوی ته په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد اداره کول خورا ګران او سخت کار و.

د ایران د اقتصاد وزیر علي مدنيزاده ویلي، چې د ایران اقتصادي وضعیت ښه نه دی او دوی ته په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد اداره کول خورا ګران او سخت کار و.

طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په لاس له جوړو شویو بوشکهيي ماینونو ډېره استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکهيي (زېړو بوشکه) ماینونو پر موندلو او شنډولو بوخت دي.

د امریکا له حکومت سره تړلې «له وخته وړاندې د قحطۍ شبکې» وېبپاڼه ښيي، چې سږکال په افغانستان کې د باران موسم له نورمال کچې څخه کم باران، د تودوخې لوړې کچې او د خاورې د ټیټ رطوبت سره پیل شوی دی.

د سوریې د پخواني ولسمشر بشار الاسد د حکومت له نسکورېدو یو کال وروسته هم د هغه د واکمنۍ پرمهال د تري تم شویو لسګونو زرو بندیانو د کورنیو پلټنې بېځوابه پاتې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد په هېواد کې د درملو د سترو تولیدي فابریکو له مسوولینو سره لیدنه کې وویل، پر وارداتو تکیه کول هېواد محتاج ساتي، خو پر کورنیو تولیداتو تکیه کول بیا اقتصادي خپلواکي رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په لوېدیځ افریقایي هېواد بنین کې د کودتا په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې د اساسي قانون خلاف د واک نیولو لپاره د هرې هڅې په اړه ژوره اندېښنه لري.

د هبتالله اخوندزاده په حکم د پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني او لوګر ولایتونو طالب مسوولینو د همغږۍ غونډه وکړه. په دې غونډه کې د طالبانو د فرامینو د پلي کېدو، د امنیتي چارو او د نشهیې توکو اړوند مسایلو په اړه خبرې وشوې. د معلوماتو پربنسټ، دا غونډه په پکتیا کې شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال په کندوز کې د طالبانو له ملکي او نظامي مسوولینو سره کتنه کې وویل، نظامي مسوولین په رسمي وختونو کې باید نظامي یونیفورم پر تن ولري. دا په داسې حال کې ده، چې په دې برخه کې له سپارښتنو سره سره لا هم طالبان له یونیفورم پرته «دندې» کوي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ لندن ته سفر وکړ او ويې ويل، چې د روسيې پر وړاندې د جګړې د ختمولو لپاره د اوکراين، اروپا او امريکا يووالی ډېر اړین دی.

د محمود شاه حبیبي ورور افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، امریکا هڅه کوي د فشارونو په راوړلو سره پر طالبانو دا ومني، چې محمود شاه حبیبي له دوی سره بندي دی. طالبان له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د محمود شاه حبیبي له نیولو او بندي کولو منکر دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د افغانستان انټرنشنل - پښتو په فرهنګي سپړنه کې ویلي، چې "پنجابي استعمار" یوازې د لر پښتنو دوښمن نه دی، بلکې تل یې د بر پښتنو او افغانانو پروړاندې هم دوښمني کړې ده. نوموړي پر افغانانو غږ کړی، چې خپل اصلي دوښمنان وپېژني.

حزب اسلامي ته نژدې څېره محمد امین کریم وايي، چې طالبانو مالیزیا ته د ګلبدین حکمتیار سفر ۷ میاشتې ځنډولی و. نوموړی افغانستان انټرنشنل ته وویل:« ددې سفر بلنه ۷ میاشتې مخکې ورکړل شوې وه خو د اوسني نظام رهبري ځیني ملاحظات درلودل خو په وروستیو ورځو کې دا ملاحظات حل شول».

د طالبانو د هرات ولایت چارواکي وايي، چې د لومړي ځل لپاره یې ددې ډلې په څلورکلنه دوره کې د هرات ۵۰۰ دودیز او لاسي ښیښه يي لوښي امریکا او اروپايي هېوادونو ته صادر کړي دي. د طالبانو د هرات د والي دفتر ویلي، چې دغه ښیښې له ښکلا او مینیاتورۍ وروسته صادرې شوې دي.

د افغانستان سړو سیمو کې د تعلیمي کال له پای ته رسېدو سره له شپږم ټولګي فارغې نجونې د خوښۍ نمانځلو پرځای نهیلې خپلو کورونو ته ستنې شوې. ځینو تېر کال د ښوونځیو د پرانېستلو په تمه شپږم ټولګی تکرار لوستی و. طالبانو د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته زده کړې تر «امرثاني» ځنډولې دي.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د مرستو تر ټولو ټیټه بودجه اعلان کړې، ځکه مرستندوی هېوادونه لږ ملاتړ کوي. د راتلونکي کال د ۲۳ میلیارده ډالرو په پلان کې ۸۷ میلیونه خلک د لومړیتوب په توګه ټاکل شوي. فلسطين، سودان او سوریه د مرستو په لومړیو کټګوریو کې شامل دي.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ډسمبر پر ۲۹مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري چې د غزې اوربند د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړي. نتنیاهو د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې د ډسمبر په پای کې به د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د پلان دویم پړاو له ټرمپ سره وڅېړي.

په کابل کې د ټوکرانو یوې خصوصي فابریکې د ۱۲۰ مېرمنو په ګډون دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د یادې فابریکې مسوولینو ویلي، چې خپل ډېری اومه توکي او عصري ماشینونه له چین نه واردوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې پر افغان ملکي وګړو بریدونه غندلي او یوځل بیایې د افغانستان له حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د پیاوړتیا په تړاو د نوي ډیلي ملاتړ اعلان کړی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د لارو د تړل کېدو له امله شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټي کانټینر د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي. پاکستاني سوداګرو ویلي، چې له افغانستان سره د لارو بندېدو د پاکستان د صادراتو ونډه پام وړ کمه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي پرکین توکوموف سره کتلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د لاپياوړتيا او د سیمې د وروستي وضعیت په اړه بحث شوی.

د پاکستان د پوځ او د دفاعي ځواکونو مشر سید عاصم منیر وايي، «طالبانو ته روښانه پیغام ورکړل شوی چې دوی باید له پاکستاني طالبانو او پاکستان نه یو انتخاب کړي». د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، منیر دا څرګندونې د پاکستان د درې واړو پوځي برخو د افسرانو په یوه غونډه کې وکړې.