
د خېبرپښتونخوا په کوهاټ کې د چت پرېوتو له امله ۱۰ کسان مړه او لس نور ټپیان شوي
د خيبرپښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د شديد توپان او باران له امله د يوه کور د چت راپرېوتلو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

د خيبرپښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د شديد توپان او باران له امله د يوه کور د چت راپرېوتلو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دې ولایت د سرخرود ولسوالۍ په دوسرکه سیمه کې یو ځوان له لفظي شخړې وروسته د چړې په ګوزار وژل شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، وایي د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ د تامین کوونکي لوري لګښت جبران باید وشي، خو ټینګار یې کړی چې ایران تل د دې ستراتیژیکې سمندري لارې «ساتونکی» پاتې شوی او همداسې به وي.

نیویارک ټایمز وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول کانګرس ته خبر ورکړی چې د ایران جګړه بېرته له سره پیل شوې ده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ادارې (ایکو) په ملاتړ په افغانستان کې د ټولنې پر بنسټ د زدهکړو پروګرامونو لا ډېرو ماشومانو ته خوندي تعلیمي چاپېریال برابر کړی، څو زدهکړې وکړي او د خپل راتلونکي لپاره هیلې ولري.

د پاکستان د اقتصادي ښار کراچۍ په کلفټن سیمه کې د یو بانک مخې ته د ۲،۵ میلیونه پاکستاني کلدارو د لوټلو پرمهال د لوټمارو غلو په ډزو کې یو ځوان ډاکټر وژل شوی، ډاکټرانو د پېښې پر ضد اعتراضي لاريون کړی دی.

د عوامي نشنل ګوند په مشرۍ جوړې شوې جرګې له مرکزي او د پښتونخوا له حکومتونو څخه غوښتي چې په ملاکنډ او پخوانیو قبایلي سیمو کې د مالیاتو د پلي کېدو پرېکړه بېرته واخلي. جرګې په خپل اعلامیه کې ویلي چې د جګړو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو ځپلو سیمو پر خلکو نوي مالیات «د منلو وړ نه دي».

د خيبرپښتونخوا په دوو سويلي ولسواليو، بنو او ټانک کې په یوه وسلهوال بريد او د پوليسو په موټر د سړک غاړې ماین چاودنې په پېښو کې درې پاکستاني پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد د خپلو دوامداره بشري مرستو په لړ کې افغان راستنېدونکو ته د سرپناه او بیا مېشتېدو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لویو خیمو مرسته کړې او دا مرستې یې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته سپارلې دي.

د اسلامي همکاریو سازمان ( او ای سي) د ښځینهوو وزیرانو د نهم کنفرانس په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه له اسلامي ارزښتونو، د ښځو او نجونو له کرامت، حقونو او پرمختګ سره په ټکر کې دي.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د افغانستان او ترکیې چارواکو په کابل کې د لیدنې پر مهال د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې او د ګرځندوی په برخه کې یې د هوکړه لیک، روزنیزو پروګرامونو او ګډې تخنیکي کاري ډلې پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین ویلي، اروپایي ټولنه به د ۲۷ غړو هېوادونو په کچه ټولنیزو رسنیو ته د ماشومانو د لاسرسي لپاره د عمر مناسب محدودیتونه ولګوي. تمه ده نوموړې به دغه وړاندیز د سپټمبر په میاشت کې د اروپایي ټولنې کلنۍ غونډي ته وړاندي کړي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ډنمارک، فرانسې، جرمني، اېټالیا، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سویډن او بریتانیا مشرانو له اوکراین سره د بالستیک توغندیو ضد د یوه ګډ ایتلاف پر جوړولو هوکړه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د پخوانۍ ولسې جرګې غړي شاپور حسنزوی خپل درېیمه مېرمن له چت څخه ښکته غورځولې او د کورني تاوتریخوالي له امله محکمې ته معرفي شوی و. خو بل لور ته، حسنزوی دا ادعاوې په کلکه ردوي او وايي چې د ده مېرمن او ماشومان تښتول شوي.

د تاجکستان د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له افغانستان سره پر پوله د اوو نښتو پر مهال د نشه یي توکو ۱۷ افغان قاچاقبران وژلي، ۱۸ نور یې نیولي او له سرحدي سیمو یې یو ټن او ۵۱۳ کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط کړي دي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوقد نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان د ټولو وګړو ۶۳ سلنه برخه تر ۲۴ کلونو د کم عمر ځوانان او ماشومان جوړوي. دغه بنسټ یو ځل بیا د افغان ځوانانو پر ملاتړ او هغوی ته د کاري او روغتیايي چاپیریال پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو لومړنۍ نښې نښانې څرګندې شوې دي، خو نوموړي د خپل دغه اټکل په تړاو د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی.

د طالبانو د جاکارتا سفارت سرپرست سعدالله بلوچ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنۍ پالیسۍ د ستراتیژۍ له رییس محمد تقدیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او څېړنیزو همکاریو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وحید جلالزاده سره په لیدنه کې د دوه اړه اخیزو اړیکو، وګړو ته د کونسلي خدمتونو پر لا ښهوالي او د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

په بدخشان کې د طالبانو ځواکمن قومندان جمعه خان فاتح د یو لړ شرایطو پر اساس زړه ښه کړ چې فیض اباد ته لاړ شي. فاتح ددې ګام لپاره غوښتنه کړې وه، چې له پلازمینې څخه راغلي ټول طالب مشران او ځواکونه یې له بدخشان څخه ووځي. د هغوي له وتلو وروسته نوموړی د بدخشان مرکز فیض اباد ته لاړ.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې دوی به د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا او پراختیا لپاره له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي. هغه له ډاکټرانو وغوښتل چې خپل مسلکي ظرفیت لوړ کړي او له ناروغانو سره ښه چلند او د دقیق تشخیص پر بنسټ درملنه وکړي.