
طالبان وایي سږ کال څه باندې ۵۰۰زره سیلانیانو له بامیانه لیدنه کړې
په بامیان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د روان کال له پیله راهیسې ۵۱۷زره کورني او بهرني سیلانیانو د دغه ولایت څخه لیدنه کړې ده.

په بامیان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د روان کال له پیله راهیسې ۵۱۷زره کورني او بهرني سیلانیانو د دغه ولایت څخه لیدنه کړې ده.

د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي، له افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد د وروستي عسکر د وتلو او د «ملي نجات» ورځې په مناسبت ویلي چې له دې تاریخي ورځې وروسته د هېواد برم، ثبات او حکومتولۍ ته ژور زیانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونسف) ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې زلزلې، په دولسو ولایتونو کې پرلهپسې وچکالۍ، او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو پراخې راستنېدنې، بشري اړتیاوې لا پسې زیاتې کړې او پر بنسټیزو عامه خدماتو یې فشار ډېر کړی دی.

طالبانو د پخواني شوروي اتحاد د وتلو ۳۷مې کلیزې په مناسبتویلي چې افغانانو په تیرو څه باندې سلو کلونو کې درې ځلې افغانستان له بهرني اشغاله ایستلیاو دا یې الهی نصرت یاد کړی دی.

د فبرورۍ ۱۵مه د روسیې او بلاروس لخوا په افغانستان کې د جګړې د وژل شویو سرتېرو د یادونې ورځ ولمانځل شوه. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا «نه هېریدونکې ورځ» وبلله او د اتلانو یاد یې د خلکو په زړونو کې ژوندی وباله.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۷۵۹ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴۲۶۸ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د رېل او سړکونو د پانګونې په نړیواله غونډه کې ټینګار کړی، هغه مقررات چې د ترانسپورټي پروژو په مخ کې خنډونه جوړوي، باید اصلاح یا لغوه شي، ترڅو د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ترانسپورتي همکاري په شفافه او ګټوره توګه پرمخ ولاړه شي.

د ملګرو ملتونو په وینا، هر کال په ټوله نړۍ کې د شاوخوا ۴۰۰ زره ماشومانو او ځوانانو د سرطان تشخیص کېږي. د یادې ادارې په وینا، تر ټولو ډېر عام ډولونه یې لیوکیمیا، لمفوم، د مغز سرطان او نور سخت ټومورونه دي.

روسیې اعلان کړی په خارکیف ښار د توغندیز برید په ترڅ کې یې د اوکراین یو شمېر ځانګړي ځواکونه وژلي دي. روسیې ویلي، په دې برید کې د اوکراین ځینې پوځي تجهیزات هم له منځه تللي دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، په ننګرهار ولایت کې یې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې شاوخوا ۶۱ زره ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي، چې په کې د معاینې، درملو وېش، خوارځواکۍ درملنه او د امیندواره مېرمنو روغتیايي مشورې شامل دي.

نن د فبرورۍ ۱۵مه، د شوروي پر وړاندې د افغانانو د ملي مقاومت او ازادۍ ورځ ده، دا ورځ د شاوخوا ۱۰ کلنې جګړې پای ته رسېدو نښه ده چې نږدې دوه میلیونه ملکي کسان پکې قرباني شوي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې د کاپیسا ولایت په ځمکې ښوېدنه کې د رامنځته شوې مرګژوبلې په تړاو له افغانستان سره بشپړ ملاتړ او خواخوږي لري.

د ازبکستان د ولسمشر مرستیال سلاکار او ډیپلوماتجاولون وخابوف ویلي چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکاري د دواړو هېوادونو د اړیکو مهم رکن ګرځېدلی او دا مهال په ازبکستان کې ۶۳۶ هغه شرکتونه فعالیت کوي چې د افغان پانګې په مرسته جوړ شوي.

د امریکا پوځ د دې احتمال لپاره تیاری نیسي چې که ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برید امر ورکړي، نو د ایران پر ضد به څو اوونۍ دوامداره پوځي عملیات ترسره شي. دغه اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ لا پسې پراخ او جدي کړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند په افغانستان کې د ولنټاین ورځې پر دودېدو خواشیني څرګنده کړې ده. هغه ویلي، دا ورځ په تېرو شلو کلونو کې دومره مشهوره شوې او«ریښې یې دومره ژورې ولاړې، چې اوس یو مسلمان ځوان او یا مسلمانه پېغله دا ورځ نمانځي».

د امریکا د بهرنیو چاررو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره یې د لیدلو پرمهال د اوکراین د امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په بامیان کې د څلورو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ ژمنۍ سپورټي سیالۍ پیل شوې. په دغو سیالیو کې له بامیان سربېره د کابل، میدانوردګ او غزني ولایتونو لوبغاړي ګډون لري.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس له یوې موسسې سره د همکارۍ هوکړې د لاسلیک پر مهال د ژمي موسم او د کرنیزو حاصلاتو کموالي ته په کتو بشرپاله مرستې مهمې بللې دي.

امریکايي رسنۍ 'اکسیوس' له ایران سره د تېلو پر پلور د فشار زیاتولو او د یوې احتمالي هوکړې په اړه په خپل راپور کې ویلي، امریکايي مرکچیانو ټرمپ ته ویلي چې له تهران سره د یوې 'ښې هوکړې' ترلاسه کول ستونزمن او ښايي ناشونی وي.

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۳۵۰۰ کیلوګرامه خوراکي او غېر خوراکي قاچاقي مواد ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېره یوه اوونۍ کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې ۲۰ کسان هم نیول شوي دي.

قطر هغه هېواددی چې له طالبانو سره یې له انزوا څخه تر واکمنۍ پورې پراخه همکاري وکړه، خو لا هم د دغې ډلې حکومت 'سرپرست' بولي او دا هغه دریځ دی، چې د دوحې د تېرو ۱۲ کلونو د بېساري امتیازاتو او اوسني ډیپلوماتیک احتیاط ترمنځ ژور تضاد په ډاګه کوي.