ولسمشر غني څه وايي او موږ افغانان باید څه وکړو؟

کله کله ملتونه یوازې له دې امله نه ماتېږي چې دښمن یې پیاوړی وي؛ بلکې له دې امله ماتېږي چې د ګواښ زنګونه نه اوري. پیغامونه اوري، خو ځان پرې نه پوهوي. خبرې اوري، خو اخیستنه یې بل څه وي.

کله کله ملتونه یوازې له دې امله نه ماتېږي چې دښمن یې پیاوړی وي؛ بلکې له دې امله ماتېږي چې د ګواښ زنګونه نه اوري. پیغامونه اوري، خو ځان پرې نه پوهوي. خبرې اوري، خو اخیستنه یې بل څه وي.
ځینې یې بیا په رسنیو کې شریکوي، تبصرې پرې کوي، احساساتي غبرګونونه ورته ښيي، خو د پیغام اصلي مقصد، د حل لاره او د عمل غوښتنه ترې ورکه وي.
زما په باور، د ولسمشر اشرف غني وروستي پیغام ته باید عادي ونه کتل شي. دا یوازې د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو غندنه نه وه. دا یوازې د پکتیکا، پکتیا او کونړ د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي نه وه. دا پیغام د افغانستان د اوسني ناورین یو ژور تشخیص دی؛ د ملي سقوط، انزوا، بېمشروعیتۍ او د راتلونکي په اړه د ګواښونو یو جدي خبرداری دی.
پوښتنه بیا هم دا ده، چې ایا موږ مخکې هم د ولسمشر غني په خبرداریو او پیغامونو ځان پوه کړی و؟ کله چې هغه د باعزته او تلپاتې سولې خبره کوله، ایا موږ د هغې معنا درک کړه؟ کله چې هغه ویل چې سوله یوازې د جګړې پای نهدی، بلکې د نظام، قانون، مشروعیت او ملي ارادې دوام دی، ایا موږ غوږ ورته ونیوه؟
په پارلمان کې به د ولسمشر غني هغه وینا د ډېرو په یاد وي چې ویل یې:« از امانالله خان درس گرفتید؟ از داوود خان درس گرفتید؟ از از تفرقهها و اختلافات ملی درس گرفتید؟»
یو شمېر سیاسي مشرانو، پروژوي اشخاصو او رسنیو ولسمشر غني په دې تورن کړ چې ګواکې د سولې دښمن دی، سوله نه غواړي او د قدرت تږی دی. خو د ولسمشر خبرداری روښانه و. متأسفانه موږ، د افغان ولس په توګه هغه سم درک نهکړ او نن یې پایله وینو. د دښمن پر روایتونو مو ډېر باور وکړ او د ګواښ زنګونه مو وانه ورېدل.
دا لومړی ځل نهدی، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان پر افغان خاوره برید کوي. بېګناه افغانان وژل کېږي، د افغانستان هوايي حریم نقض کېږي او نړۍوال قانون تر پوښتنې لاندې راځي؛ خو نړۍ جدي غبرګون نه ښيي. ولې؟ ځکه د ولسمشر غني په وینا؛ افغانستان نن له نړۍ سره د یوه مشروع ملي ادرس له لارې نه غږېږي. د افغانستان نوم شته، خو غږ یې څوک نه اوري. په لوی لاس د افغان ولس فکر او اراده حذف شوې ده. افغانستان له بېوزلۍ، ناامنۍ، بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی؛ خو په نړۍوال سیاست کې یې څوک جدي نه نیسي، یوازې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره له طالبانو سره معاملې کوي؛ لکه په اروپا کې د کډوالو مسله.
دلته باید د ولسمشر غني پیغام ته متمرکز شو.
ولسمشر یوازې دا نه وايي، چې پاکستان تېری کړی ځکه دا خبره خو ټول افغانان کوي. ولسمشر په روښانه ډول دغه پوښتنې را پورته کوي، چې افغانستان ولې دې حالت ته رسېدلی؟ هغه امنیت چې طالبان پرې ویاړېدل چېرته دی؟ هغه ثبات چې ژمنه یې کېده، چېرته دی؟ هغه استقلال چې شعار یې ورکول کېده، ولې د پردیو د بمونو پر وړاندې دومره بېوسه ښکاري؟ ولې افغانستان له یوه ناورین څخه بل ناورین ته غورځي؟ ولې د افغانستان د ملي حاکمیت نقض د نړۍ لپاره یوه عادي پېښه ښکاري؟
طالبانو د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې هڅه کړې، چې افغانانو ته یو ساده روایت وړاندې کړي: جګړه ختمه شوه، امنیت راغی، فساد ختم شو، هېواد ازاد شو او اوس ستونزه یوازې دا ده چې نړۍ موږ نه مني. خو حقیقت دا دی، د هماغې ډلې بریدونه چې پرون یې په جومات، ښوونځي، سړک او پوهنتون کې خلک وژل؛ نن ځکه نهشته چې هماغه ډله پر واک ناسته ده. پلونه او پولې مو د هغوی تر برید لاندې نهدي، ملا مو په جومات او ولس مو پر سړک په هغه پخوانۍ کچه نه شهیدانېږي؛ خو دا امنیت نهدی. تېرو پنځو کلونو ثابته کړه، چې افغانانو رواني او فزیکي امنیت له لاسه ورکړی او افغانستان د نړۍ پر سر لکه یو ستر سرخلاص زندان ګرځېدلی دی.
د ولس په زور چوپتیا، زندانونه، شکنجه او سانسور امنیت نهدی؛ ظلم او استبداد دی. د ښځو حذف امنیت نهدی. د نجونو د ښوونځیو تړل امنیت نهدی. د پخوانیو سرتېرو او کارکوونکو څارل او وژل امنیت نهدی. امنیت هغه وخت وي، چې یو ملت له وېرې پرته ژوند وکړي، خپل راتلونکی وټاکي، قانون ولري، عدالت ولري، مشروع نظام ولري او نړۍ یې د یو باعزته ملت په توګه ومني.
د ولسمشر غني پیغام همدې بنسټیز توپیر ته اشاره کوي. هغه وايي، چې افغانستان د انزوا په تیارو کې ساتل شوی دی. نوموړی وايي، انزوا طبیعي تقدیر نهدی. افغانستان مجبور نه و، چې دې حالت ته ورسېږي. دا د ناسمو انتخابونو، انحصاري سیاست، د ولس د ارادې حذف، د ښځو د محرومیت، د نړۍ له اصولو سره د ټکر او د ملي مشروعیت د نشتوالي پایله ده.
دې ټولو ستونزو او روان حالت ته په کتو ولسمشر غني درې مهم وړاندیزونه کړي دي.
لومړی ملي حساب: موږ باید له احساساتو تېر شو او له ځان سره حساب وکړو. په تېرو پنځو کلونو کې څه ترلاسه شوي؟ څه له لاسه ورکړل شوي؟ د سولې په نوم کومه بیه ورکړل شوه؟ د جمهوریت سقوط چا ته ګټه ورسوله او چا ته یې تاوان؟ ایا د افغان ولس ژوند ښه شوی که خراب؟ ایا هېواد باعزته شوی که منزوي؟ ایا د افغانستان استقلال پیاوړی شوی که د ګاونډیو د فشار پر وړاندې لا کمزوری شوی؟
هر افغان باید دا پوښتنې د انتقام لپاره نه؛ بلکې د نجات لپاره مطرح کړي. ملتونه هغه وخت ژغورل کېږي، چې لومړی له ځان سره محاسبه وکړي. موږ باید له خپلو تېرو تېروتنو، ناسمو محاسبو، بېځایه احساساتو او د پردیو له جوړو شوو روایتونو سره حساب وکړو.
دویم: نړۍواله بېطرفي. دا ټکی ډېر مهم دی، خو باید سم تشریح شي. بېطرفي دا نه ده، چې افغانستان دې بېغږه شي. بېطرفي دا نه ده، چې افغانستان د نړۍ له تعامل څخه ووځي. واقعي بېطرفي هغه وخت معنا لري، چې افغانستان یو مشروع، ټولشموله او ملي نظام ولري؛ داسې نظام چې د افغانستان بهرنی سیاست د یوه هېواد، یوې استخباراتي شبکې، یوې ډلې یا یوې اېډیالوژۍ د ګټو لپاره نه؛ بلکې د افغان ملت د ملي ګټو لپاره تنظیم کړي.
افغانستان باید له خپلو ټولو ګاونډیو او سیمهییزو شریکانو سره،له پاکستان، ایران، چین، منځنۍ اسیا او هند سره د متقابل احترام، متقابل امنیت، نه لاسوهنې او ګډو اقتصادي ګټو پر بنسټ اړیکې ولري. زموږ هدف باید د دښمنیو پراخول نه وي؛ بلکې د افغانستان د ملي ګټو پر محور متوازن سیاست وي. موږ باید له هېڅ هېواد سره د بل هېواد پر ضد ونه درېږو؛ خو هېڅ هېواد ته هم اجازه ورنه کړو، چې افغانستان د خپلو امنیتي، استخباراتي یا جیوپولیټیکو سیالیو ډګر وګرځوي. د سیمې امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی دی او د افغانستان ثبات هغه وخت شونی دی چې ټول هېوادونه د افغانستان حاکمیت، استقلال او د افغان ولس مشروع ارادې ته درناوی وکړي.
درېیم، لازمي ملي اجماع. دا د ولسمشر غني د پیغام تر ټولو مهم عملي ټکی دی. هغه وايي، چې چمتو دی د داسې افغاني لازمي ملي اجماع په جوړولو کې خپله ونډه ادا کړي، له هېڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته. دغه جمله باید سطحي ونه لوستل شي. دا د قدرت غوښتنې جمله نهده؛ دا د ملي مسوولیت جمله ده. هغه وايي، افغانستان باید بېرته له نړۍ سره ونښلول شي او افغانان باید د خپل راتلونکي په ټاکلو کې ونډه ولري.
اوس پوښتنه دا ده چې موږ، افغانان له دغه پیغامونو او خبرداریو سره څه کوو؟
ایا موږ به بیا هم د رسنیو په شورماشور کې ورکېږو؟ یو به وایي غني بیا څه غواړي، بل به د قوم، ژبې، سمت او شخصي عقدو له زاویې د زړه بړاس وباسي، یو به د تېر نظام حسابونه راوباسي، بل به د هغو ناسمو روایتونو یادونه کوي چې کلونه یې د خلکو په غوږونو کې ورپو کړي دي او په دې شورماشور کې به بیا د پیغام اصلي معنا ورکه شي.
په سیاست کې د افغانانو یو له تر ټولو لویو ستونزو څخه شخصمحوري ده. دلته د پیغام پر ځای د شخص پر سر جګړه کېږي. د محتوا پر ځای احساسات حاکمېږي. د حل لارې پر ځای خلک د تورونو په بازار کې بند پاتې کېږي. ډېر کله د عقدې له مخې قضاوت کېږي، نه د ملي خیر له مخې. همدا ستر لامل دی چې موږ ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي دي.
ځوان نسل او په ټوله کې هر افغان باید له تېر څخه زده ړه وکړي. هر هغه پیغام او فکر چې د وطن په خیر وي، باید خپل کړي. له قومي، ژبني، سمتي، عقدوي او شخصي چوکاټونو څخه باید راووځي او ملي فکر وکړي. د افغانستان د ازادۍ، د ولس د ازادۍ، او په ملي او اسلامي ارزښتونو ولاړ نظام فکر وکړي. د طالب پېژندنه باید خپل مسوولیت وګڼي؛ تر څو د دغه افراطي ډلې د فکر پر وړاندې فکري، مدني، سیاسي او ملي مبارزې ته چمتو وي.
د دې تر څنګ د ولسمشر غني پیغام باید د هر افغان لپاره یوه تګلاره وي. که ته د تېر جمهوریت پلوی یې، که نیوکه پرې لرې، که له طالبانو سره مخالف یې، که د جګړې له تکراره وېرېږې، که دننه افغانستان کې ژوند کوې، که کډوال یې، که ځوان یې، که ښځه یې، که دیني عالم یې، که پخوانی سرتېری یې، که مدني فعال یې، که سیاستوال یې؛ دا پیغام ستا لپاره دی. ځکه د افغانستان راتلونکی یوازې د یوه شخص، یوې ډلې، یا یوې ادارې موضوع نهده. دا د ټول ملت د بقا موضوع ده.
موږ باید د قرباني له ذهنیته راووځو. موږ باید تل د نورو لوبو او سیاستونو قرباني نه شو. نه باید د پاکستان د فشار قرباني شو، نه د طالبانو د انحصار، نه د نړۍوالې بېاعتنایۍ، نه د خپلو داخلي اختلافاتو. افغانستان باید خپل ملي مسیر بېرته تعریف کړي.
دا مسیر له څو عملي ګامونو پیلېږي.
لومړی، نه یوازې د پاکستان د تېري پر وړاندې بلکې د هر بهرني هېواد د تېري پر وړاندې باید ټول افغانان یو روښآنه ملي دریځ ولري. د افغانستان پر خاوره برید د منلو وړ نهدی. د ملکیانو وژنه د توجیه وړ نهده. هېڅ امنیتي ادعا د افغان ماشومانو د وژنې جواز نهشي کېدای. دلته طالبان هم د دې حالت د رامنځته کېدو بشپړ مسوولیت لري.
دویم، که څه هم تر کومه حده چې زه طالبان پېژنم، طالب نه بدلېږي او هېڅکله به په اسانه دا ونه مني، چې زور او استبداد د حل لاره نهده؛ خو طالبان باید پوه شي چې استبدادي واکمني هېڅکله دوام نهشي کولی. که دوی فکر کوي، چې د وخت په تېرېدو سره به د دوی نظام مشروع شي، ستره تېروتنه کوي. له وخت سره هغه نظامونه مشروعیت ترلاسه کوي، چې خلکو ته امید، عدالت، مشارکت او عزت ورکړي. وخت هغه نظام لهمنځه وړي چې بېوزلي، وېره، محرومیت او انزوا تولیدوي.
درېیم، افغان سیاسي، اجتماعي او نور جریانونه باید د شعار له مرحلې راووځي او د جوړښت مرحلې پر لور د مبارزې ګامونه پورته کړي. یوازې پروژوي کړنې کافي نهدي، یوازې مدني فعالیت کافي نهدی، یوازې غندنه کافي نهده، یوازې اعلامیه کافي نهده. افغانستان بدیل غواړي. دغه بدیل باید منظم وي، فکري وي، ملي وي، ښځو ته ځای ولري، ځوانانو ته ځای ولري، د دیني او ملي ارزښتونو ترمنځ تعادل ولري او د افغانستان د راتلونکي لپاره روښانه نقشه ولري.
څلورم، د ملي اجماع لپاره باید یو واقعي، منظم او دوامداره بهیر پیل شي. دغه بهیر باید نمایشي نه وي. دا باید د افغانانو ترمنځ د اعتماد د بیا جوړولو هڅه وي. جمهوریتپال، پخواني چارواکي، ښځې، ځوانان، علما، قومي مشران، مدني فعالان، مسلکي کدرونه، افغان کډوال او د هېواد دننه خلک باید د افغانستان د راتلونکي په اړه ګډ بحث ولري. هدف باید دا نه وي چې څوک بېرته قدرت ته راشي؛ هدف باید دا وي چې ملت بېرته د خپل برخلیک مالک شي.
پنځم، له نړۍ سره د افغانستان د بېرته وصل لپاره باید یو نوی ملي روایت جوړ شي. نړۍ ته باید وویل شي، چې افغانستان د طالبانو یا جنګسالارانو په انحصار نه خلاصه کېږي. افغانستان یوازې د امنیتي ګواښ نوم نهدی. افغانستان یو ملت دی، تاریخ لري، قربانۍ یې ورکړې دي، ظرفیت لري، ښځې لري، ځوانان لري، مسلکي نسل لري او د باعزته ژوند حق لري. نړۍ باید د افغان ولس له مشروع حقونو سره تعامل وکړي، نه یوازې له واکمنې ډلې سره.
په دې برخه کې د افغان ځوانانو ونډه خورا مهمه ده. موږ باید نور د بد او بدتر له انتخابه راووځو. په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان یو نسل وروزل شو، چې له رهبرۍ نیولې تر حکومتولۍ پورې د هر څه وړتیا لري؛ خو تل د بام او پړانګ تر نځ بند پاتې شوی دی. د افغانستان او د دغه هېواد د ملي ارزښتونو ژغورل د نوي نسل کار دی او دغه نسل یې بشپړ توان لري.
موږ یو مشروع، مستقل، باعزته، ټولشموله او له نړۍ سره وصل افغانستان غواړو. دا کار یوازې په خبرو نه کېږي؛ بلکې عملي کار، منظم فکر، ملي اجماع او دوامداره مبارزه غواړي.