
طالبان وايي په بادغیس کې ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي
په بادغیس کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي ویلي، چې د یاد ولایت دبالامرغاب ولسوالۍ د قروتو په سیمه کې دوه ماشومان د لوبو پرمهال په پخواني ناچاوده ماین وژل شوي دي.

په بادغیس کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي ویلي، چې د یاد ولایت دبالامرغاب ولسوالۍ د قروتو په سیمه کې دوه ماشومان د لوبو پرمهال په پخواني ناچاوده ماین وژل شوي دي.

د ایران د خراسان رضوي د والي مرستیال ویلي، چې د ایران د ویزو د سخت بهیر له امله له غیرقانوني لارو څخه ایران ته د افغانانو د داخلېدو شمېر دوه برابره ډېر شوی دی. نوموړي ویلي، ایران نږدې هره ورځ ۵۰۰ هغه افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي، چې له غیر قانوني لارو ورځي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په بروکسل کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د ځانګړو استازو په اوومه غونډه کې د سیمه ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار شوی.

د پاکستان د سترې محکمې دوو جګپوړو قاضیانو منصور علي شاه او اطهر من الله ددغه هېواد په اساسي قانون کې د نوي ۲۷ تعدیل په غبرګون کې له دندو استعفاوې وکړې. یادو قاضیانو ویلي، چې دغه تعدیل پر اساسي قانون برید او د جمهوریت خلاف عمل دی.

طالبان دوه ځله په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي؛ خو دواړه دورې یې د کورنیو، سیمهییزو او نړۍوالو کړکېچونو له سیوري سره مل وې. د نومبر ۱۳مه د طالبانو د لومړۍ دورې د سقوط ورځ ده، هغه دوره چې د نړۍوالې مداخلې او سقوط له انجام سره مخ شوه.

په ننګرهار کې سیمه ييز طالب چارواکو ویلي، چې په تورخم کې یې پاکستان ته صادریدونکې مېوې او سبزیجات راګرځولي او دننه په افغانستان کې یې په مناسبه بیه د پلورلو زمینه ورته برابره کړې ده.

د نومبر ۱۳مه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د سقوط له ورځې سره برابره ده. په دې ورځ د طالبانو حکومت چې له ۱۹۹۶ کال څخه یې د هېواد ډېرې برخې تر واک لاندې وې، د امریکا په مشرۍ د نړۍوال اېتلاف د پوځي بریدونو په پایله کې له واک څخه وپرځول شو.

د خیبرپښتونخوا یو شمېر سوداګر وايي چې له افغانستان سره د لارو تړل کېدو د هغوی د کاروبار او عادي خلکو پر ژوند سخت منفي اغېز کړی دی. هغوی له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره له افغانستان سره د سوداګرۍ لارې بېرته پرانیزي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان د اسلاماباد د مرګوني ځانمرګي برید له پېښې وروسته، چې د سریلانکا د کرېکټ لوبډلې د سفر پر مهال یې د امنیت په اړه اندېښنې راولاړې کړې، پوځ او نیمهنظامي ځواکونه د یادې لوبډلې د خوندیتوب لپاره ځای پر ځای کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې په بلخ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ۶۰۰ کورنیو باندې یې خوراکي، غیر خوارکي او نغدي مرستې ویشلې دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د خیبر پښتونخوا له امن جرګې وروسته د پښتون ژرغونې غورځنګ د غړو د نیول کېدو او تري تم کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د جرګې د میلمنو نیوونکي کسان د پښتنو د امن دښمنان دي.

د طالبانو د امارت د رییسالوزرا اقتصادي معاون ملا عبدالغني برادر د نومبر په دولسمه نېټه په کابل کې د تاجرانو او صنعتکارانو یوې غونډې ته په وینا کې اعلان وکړ چې که چیرې پاکستان د افغانستان سره د دوی له خوا بندې کړې تجارتي لارې بیا پرانیزي، نو لومړی باید عملي او قوي تضمینونه ورکړي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او د سویلي وزیرستان په واڼه کې پر پوځي کالج تر بریدونو وروسته، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي نن خبریالانو ته وویل، «دا تایید شوې ده چې دواړه ځانمرګي بریدګر افغانان وو او له افغانستان څخه راغلي وو».

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند ویلي، چې منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او اروپايي هېوادونو ته یې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د لېږد په موخه له ازبکستان سره هوکړه لاسلیک کړې ده.

د طالبانود ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د پنجشیر ولایت په «پارنده» سیمه کې د برېښنا د تولید فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالله ال ثاني سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ترینګلتیا اندېښنه ښودلې او د هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات لپاره یې د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی.

د طالبانو مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ددې ډلې د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د لارښوونې پر بنسټ، یاد وزارت د لړم له ۲۱مې نېټې څخه تر راتلونکو دریو میاشتو له پاکستان نه واردېدونکي درمل محصول کوي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست وياند محمد حنيف حقمل خبر ورکړی، روان کال ٤٢زره او ٢٢٤ ټنه انګور بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي چې د تېر کال پرتله ٤٤.٦ سلنه زياتوالی ښيي. د کندهار د انګورو ډېره برخه هند، پاکستان، بنګلهدېش او عراق ته صادر شوې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت صلاح کابل کې د یوې ناستې پر مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر وروستي کړکېچ خبرې کړې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۹۷۸ کورنۍ چې ټولټال ۱۰زره او ۶۳۷ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د سیستان او بلوچستان په خاش سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۳ افغان کډوال مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي. دغه کډوالو هڅه کوله، چې په ناقانونه توګه ایران ته ننوځي.